تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۱مه) پروان ولایت کې د څه باندې ۹۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه مهمې پروژې تطبیقېږي
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس پر اېکس لیکلي،چې د زیربنایي پروګرامونو په دوام، دغه وزارت په پروان کې د سړک جوړونې دوه مهمې پروژې لاسلیک کړې دي.
د حق شناس په وینا لومړۍ پروژه د کوهصافي سړک ۲۰ کیلومټره پروژه ده چې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کېږي.
دغه راز ده دوېمه د بګرام- جبل السراج سړک دی چې د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږي.
محمد اشرف حق شناس وايي چې د دواړو پروژو عملي کارونه به ژر پیل شي.
ځایي خلک هم د دغو پروژو د ژر تطبیق غوښتنه کوي او تمه لري چې، په دې پروژو کې به د یاد ولایت په زیات شمېر بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.