جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو اړوند پرېکړه...

ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو اړوند پرېکړه لیک تصویبوي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۱مه) ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، په پام کې ده چې امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو اړوند یو پرېکړه لیک تصویب کړي.

په دغه پرېکړه لیک کې به له دواړو لورو غوښتنه وشي چې د لا زیاتو پوځي اقداماتو مخنیوی وشي.

د راپور له مخې د امنیت شورا غړي به غیر رسمي مشورتي غونډه هم وکړي.

دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري د دغې شخړې او د سیمه‌ییزو اغېزو په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړي.

ملکري ملتونه داسې مهال د دغه پرېکړه لیک د تصویب خبر ورکوي چې، په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې شوي او هر مهال د جګړې وېره شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب