جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د سردردي لاملونه څه دي؟ | ډاکټر ش میره‌کی

د سردردي لاملونه څه دي؟ | ډاکټر ش میره‌کی

 سر دردي یو عام ځورونکی درد دی، چې هر څوک یې حد اقل په ژوند کې یو ځل تجربه کوي.

که په کال کې یو یا دوه ځله  له سر دردۍ سره مخ کیږئ نو د اندیښنې  وړ نه ده، ځکه چې کیدای شي د میاشتو په اوونیو کې مو پوره خوب نه وي کړي، یا هم زکام شوي یاست او یا هم کیدای شي د اندیښنې له امله  مو د لنډ مهال لپاره په سر درد وي.

خو که تاسې په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې سر دردي لرئ او تاسي یې نارمل ګڼئ په دې وپوهیږئ چې دا حالت نارمل نه دی. که چیرې تاسي پرته له دې چې د خپلې سردردۍ عامل معلوم کړئ او د سر دردي تسکین لپاره په دوامداره توګه د درد ګولۍ استعمال کړئ نو پوه شئ چې ځان ته په خپله ستونزه جوړوې؛ ځکه د درد ګولیو په کارولو درد نه دوا کیږي مګر دا چې لا ډیریږي او دوام مومي.

نو اوس هم باید د سر دردۍ په لاملونو ځان خبر کړو. دا لاندې ۱۰ د سر دردۍ عوامل ګڼل کیږي.

۱: د آکسیجن کموالی: که څه هم ډیر دردونه د آکسیجن له کموالي څخه منځ ته راځي، نو انسان ډیر وخت له سردردۍ سره هغه مهال مخامخ کیږي کله چې په یو چاپېریال کې د آکسیجن کمښت وي.

۲:خوراکي توکي، او موسم؛ خوراک یا هم موسمي الرژي په کال کې څلور مختلف فصلونه دي چې د هوا بدلېدل هم د سر دردۍ سبب کیدای شي. نو خوراکي توکي باید له موسم سره سم وکارول شي.

۳: اندیښنه: د سر دردۍ یو لامل هم اندیښنه کول دي، نو که غواړئ له سر دردۍ څخه خلاص شئ له اندیښنې کولو څخه ځان وژغورئ.

۴: د خلکو ګڼه ګوڼه (ترافیکي شورماشور): ترافیکي ګنه ګوڼه او شور د سر دردۍ یو مهم لامل دی. د هغو سیمو خلک ډیر لږ له سر دردۍ څخه سر ټکوي چې د ښار له ګڼې ګوڼېي څخه لري دي، نظر هغو ته چې د ښار په شور او مزاحمو آوازونو کې ژوند کوي.

۵: الکول (شراب): الکول د سر دردۍ تر ټولو لوی لامل ګڼل کیږي، د الکولو په څښاک کې اندازه مهمه نه ده، که لږ هم وڅښل شي نو د سر درد ترې پیدا کیدای شي. نو که غواړئ د سر دردي مو ختمه شي نو د الکولو له څښلو څخه ډډه وکړئ.

۶: لږ خوب: د سر دردۍ یو عام لامل ګڼل کیږي. ځکه چي نارمل خوب (له ۶ ساعتونو څخه تر ۸ ساعتونو) د انسان بدن ته وخت ورکوي تر څو دماغ بیرته تازه او د راتلونکي ورځې فعالیت ښه پیل کړي.

۷: لوږه: دا به ټولو تجربه کړې وي چې کله هم د لوږې احساس وکړئ نو له یو ډول سر دردي سره مخامخ شئ، خو خوشبختانه د دې ډول سر دردۍ حل تر نورو یو څه آسانه دی، هغه داسې چې کله د لوږې له وجې د سر دردۍ احساس درته پیدا شي نو ژر یو څه وخورئ، نو په ډیر کم وخت کې به مو سر دردي له منځه ولاړه شي.

۸:  دماغي ستونزې:  د دماغو ستونزه د سر دردي لامل کیدای شي، د دې لپاره د ډاکټر مشوره ضروري ده او باید جدي تشخیص يې وشي.

۹ : تنده: تنده هم د سر دردي یو لامل کیدای شي، ځکه چې د انسان بدن په کافي توګه اوبو ته اړتیا لري تر څو د بدن غړي سم فعالیت وکړي. چې کله هم تاسې تږي شئ نو د سر دردۍ احساس به حتمي کوئ، خو د اوبو په څښلو به مو د سر درد ورک شي.

۱۰: تر اندازې زیات د درد درمل کارول: څرنګه چې په لومړی سر کې هم یادونه وشوه، تر هغې چې د سر درد لامل معلوم نه شي د درد درمل مه استعمالوئ. د دې پر ځای چې درد ختم او یا هم کم کړئ، برعکس درد زیاتوي او تر ډیره بریده کیدای شي ترې نورې ستونزي جوړې شي.

نو په دې اساس که تاسو له سر دردۍ څخه ډیر سر ټکوئ نو د ډاکټر مشوره او تشخیص یې یو اړین او جدي کار وګڼئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب