بارکوال میاخېل
ستاسو کوم کوم منافقت و ژاړم وستايمه؟
تاسو به شر هم غوښتو تاسو به اوربند هم غوښتو
روایت شکن لیکوال جعفر خان اڅکزي یو وخت په خپله لړۍ سوالاً جواباً کې پوښتنه کړې وي، چې په پاکستان کې پولیس برتي کېږي څه شرایط یې وي، په جواب کې یې ویلي وو، چې “یو خو یې قد ناپوي او بل یې په ذهن کې د ښکنځاوو ذخیره ناپوي”، ما له اقبال مومند سره د شاعر په توګه په ادبي نړۍ کې مخامخ نه پېژندل خو د هغه له ژونده ډکه شاعري او په شاعرۍ کې د خپلو خلکو او خاورې له مینې ډک زړګی یې راته وایي چې- که د جعفرخان اڅکزي وروستۍ خبره ومنو- د هغه په ذهن کې د ښکنځاوو نه بلکې د هغه په تخیل کې د بلها ارمانونو د نابیان شویو خیالونو ذخیره وه او دا ذخیره یې ورسره ګور ته یووړه.
د اقبال مومند شاعري چې څوک لولي او د هغه له ژونده خبر وي چې هغه د پولیسو د یو افسر په توګه په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې پر خپل کور کلي لږ او د نوکرۍ له کبله په مختلفو سیمو کې ډېر پاته شوی دی، نو حیران شي چې څنګه د پښتنو په دې خاوره د مصنوعي جګړو او د ترهګرۍ د کرل شوي فصل په منځ کې یې د پولیس له ستړي ژوند سره سره په شاعرۍ کې هغه ټولې خبرې شته چې د یوه انتهايي حساس او خوږمن انسان په زړه او ذهن کې وي، دا به شاید د وخت او حالاتو جبر وو چې هغه د خپلې خاورې رنځونه د شعر په درملو دوا کول خو ډوډۍ یې په پولیسو کې ګټله او د پولیس افسر کار که هر څومره هم د ټولنې امن او نظم ساتل دي خو زموږ د وطن دا پولیس اقبال به ضرور له شاعر اقبال سره تل په روحي جګړه اخته پاته شوی وي.
د پښتو د تکړه شاعر ریاض تسنیم او اقبال مومند دوه قدرونه مشترک وو، تسنیم هم په پولیسو کې وو او اقبال هم، خو د هغه وجود او ژوند د تور ژیړي ناروغۍ وخوړ او د مومندو د اقبال ستوری پر دې خاوره لګېدلې ناروغۍ را وغورځاوه. تسنیم هم د حالاتو ناکړدو پر زړه داغلی او د چارسدې له «سواتو» کلي یې سوځنده کراچۍ ته وړی وو او هلته یې خپل زخمونه د خپلې خاورې او ولس په خوږمنو خیالاتو ټکورول او اقبال هم د پېښور له «ادینزو» تل ورک په نورو سیمو کې یې د پولیس تر ستړې دنده وروسته د شعر په مرهمو د خپلې ټپي ټپي خاورې د رغولو کار کاوه.
عموماً په شعر کې خلک هغه خبره ډېره خوښوي چې هم نوې وي او هم په نوي انداز شوې وي، اقبال هم دې اړتیا ته کتلي او په خپله شاعرۍ کې یې د نویو خبرو هڅه یې کړې ده، خو د هغه د اظهار انداز ډېر له تصنع تش او روان دی او له دې ښکاري چې هغه د شعر په هنري پېچلتیاوو پسې ځان ډېر نه دی کړولی بس چې څه یې د تخلیقي شېبو په وخت زړه ته ورغلي هغه یې ویلي دي:
اول دا فرش د جمات ووينځئ په وينو سور دی
بيا نو که لګي په ډول مار دې پابندي ولګي
د جاګیردار طبقاتي نظام هغه ذهنیت اوس هم لا په هند و سیند او له امو تر اباسینده حاکم دی چې کسبګرو ته په ټیټ نظر ګوري، خو د یوویشتمې پېړۍ په نوې زمانه کې چې نوې ټیکنالوجي د خلکو د ژوند طرز بدلوي، د فکرونو بدلون ته هم لاره هواروي او د کسب او هنر خاوندانو ته د اصیل او کم اصل پخوانی نظر په ختمېدو دی. د اقبال دا پورتنی بیت د مذهبي ذهنیت هغې خبرې ته اشاره کوي چې ډول او موسیقي ناروا ګڼي او شاعر ورته وایي چې د انسان وینه د هنرمند له لاسه نه بلکې د هغو له لاسه بهېږي چې د دین د استازیتوب دعوې کوي.
خبره چې د پابندۍ شوه نو اقبال پر هغه امیر او سالار هم پابندي غواړي چې په ماتوونکې بلا مو سپاري، د وینو او مرګونو د خبرونو پر خپروونکي اخبار هم پابندي غواړي او په یو ډېر خوندور طنزیه پېراډاکس کې په یوه داسې ټولنه کې په ریښتینوالې باندې هم بندیز غواړي چې جعلکاري او خلکو ته د درواغو پټکي ور تړل یې په سیاسي او ریاستي کلچر بدل شوي وي:
دغه د زهرو سوداګر ته دې تمغې وتړي
خو د ګبين په دوکاندار دې پابندي ولګي
شاعران چې تر نورو خلکو زیات حساس وي ضرور به تر عامو خلکو زیات سترګور هم وي، اقبال چې د پولیسو افسر وو نو په ټولنه کې به ضرور له داسې خبرو زیات او پر وخت خبرېده چې عام خلک ترې یا نه خبرېږي یا ډېر ناوخته خبرېږي او زموږ غوندې په یوه رواجي ټولنه کې د مذهبي او کلتوري شرم له کبله ورباندې پرده غوړول کېږي، ځکه خو یې په شاعرۍ کې ډېرې داسې خبرې هم شته چې د حالاتو په اړه وړاندوینې او پېشبینۍ یې ګڼلای شو، هغه پوهېده چې که څه هم د زندګۍ د بقا په خونړۍ لوبه کې د مرګ او شر د لوبغاړو د مخنیوي دنده پر غاړه لري خو رواج داسې دی چې څوک د زندګۍ چیغه وهي هغوی له منځه ایستل کېږي، ځکه یې داسې اظهار کړی دی:
دا يمه مرم د زندګۍ چغه وهم ووهم؟
که اجازت وي لېونۍ، چغه وهم ووهم؟
څوک خو به راشي دروازه به د زندان خلاصه کړي
لکه پنجره کې د مرغۍ چغه وهم ووهم؟
شاید د پولیس افسر په توګه نه، خو د شاعر په توګه د هغه دا شاعرانه چیغې او ویښتیا وه چې نور ونه زغمل شو، هغه په خپله شاعرۍ کې اکثر چیغې وهلې دي، خو دا چیغې یې د ستم خدایانو ته نه دي وهلې چې له ستمه لاس واخلي بلکې خپلو خلکو ته یې وهلې دي چې نور دوی ته د سجدو له تور دینه منکر شي او دا چیغې یې کله کله ډېرې ښکاره هم وهلې دي او کله یې بیا د هنر او علامت په پوښ پوښلې وهلې دي چې په دواړو کې د ده د تخلیقي وخت ذهني کیفیت صفا ترې ښکاري:
خپل مار ګډوه خپله تماشه کوه پاړو!
د خلکو د ذهنونو جنازه کوه پاړو!
په دې بیت کې «مار»، «ګډول»، «تماشه» او «پاړو» ټول داسې علامتونه دي چې د پښتنو پر خاوره له اوږدې غمیزې را وروسته اوس په استعارو بدل شوي دي او هر ځیرک لوستونکی پوهېږي چې د استعمار پاړو د جنګ د مارانو په وسیله په میلینونو انسانان وچیچل او لا یې هم ځکه تماشه او ننداره کوي چې د سیاسي دین په نشه یې خلک په مصنوعي خوبونو ویده کړي او د جنګ په تجارتي هېپنوټیزم یې د هغوی د ذهنونو جنازې ایستلې دي.
شاعري لکه رحمان بابا چې فرمایلي له درده د زګېروي په مثال ده او دا درد چې د فرد پر ځای د ټولنې په وجود کې وي نو هغه انسانان به یې په څومره شدت سره محسوسوي چې وجود یې په فزیکي او جذباتي توګه د خاورې او ولس له روح سره تړلی وي، اقبال مومند هم یو له دغسې خلکو وو چې د خپلې خوږمنې ټولنې دردونو کړاوه او اظهار ته یې هڅاوه او د هغه په دې اظهار کې تش د یو رنځور غوندې زګېروي نه دي بلکې په دې کې د یو داسې مسیحا طبیب له حوصلې ډک پیغام هم دی چې د خلکو د لوېدلو زړونو د را پورته کېدو سبب کېږي ځکه خو وایي:
تيارو ځپلي خلک دې زمونږ په خوا کې کښېني
مونږ کړی انتظام د رڼاګانو دی لاليه !
د هند د کوچنۍ وچې یا برصغیر لوی مؤرخ ډاکټر مبارک علي پخپله یوه مقاله «رزمي ادبیات»* کې لیکلي چې “له مقاومتي ادبياتو سره تړلي اديبان، شاعران او پوهان د خپلو حکومتونو او واکمنو طبقو پر جرمونو پټه خوله نه پاتېږي، بلکې د هغوى په ضد احتجاج کوي، نړۍ ته يې رسوا کوي او نورو ته هم د دې درد او کړاو احساس ورکوي، چې خپل خلک يې ورسره مخامخ وي او همدغه احساس د هغو جرمونو په وړاندې يوه عمومي رايه او ذهنيت پيدا کوي او په ضد يې نړيوال تحريک چلېږي”. د رزمي او مزاحمتي شاعرۍ لوی کمال دا وي چې د استعمار د بلا له ډاره ګنډلې شونډې پرانیزي او خلکو ته د شعور او احساس ژبه ورکړي، اقبال مومند هم له خپلې شاعرۍ د داسې مزاحمتي چیغو کار اخیستی او د خپل ولس د ویښتیا سپېڅلی کار یې تر سره کړی دی:
که دې ګونګۍ ښاریې تېر کړو ایمان
بیا به دا کاڼي هم خبرې کوي
په دې کې شک نه شته چې په یوه استحصالي او استعماري نظام کې خلک د خپلو ټولو حقونو لپاره د سیاسي پاڅون په نتیجه کې را ویښېږي، خو په دې ویښتیا کې لوی لاس د هنر او ادبیاتو وي ځکه چې شعر او ادب خلکو ته ذهني او فکر خوراک ورکوي او کله چې خلک له فکري او نظریاتي نېستۍ را ووزي بیا یې استعمار تر ډېره د خیالي جنتونو په لمسون په لوږه کې نه شي ساتلای. د شلمې پېړۍ له لومړۍ نیمایي راهیسې چې زموږ په وطن کې د استعمار په ضد سیاسي تحریکونه پیل شوي او لا هم تر نن ورځې د دې ښامار له منګولو د خپلې خاورې او ولس د خلاسون لپاره مبارزه کوي، قلم هم په دې ټوله مبارزه کې لوی رول تر سره کړی دی، د رزم او مزاحمت سنګر یې تود ساتلی دی او خلکو ته یې له دوزخي ژونده د وتلو او پر خپله خاوره د هوسا او بسیا جنت جوړولو شعور ورکړی دی، اقبال مومند هم د دې لښکر یو داسې استازی دی چې «سر یې ورکړ، خو دا سنګر یې پرېنښوو» او تر مرګ یو څو ورځې مخکې یې هم پر خپل فېسبوک د استعمار بلا ته له سرټیټۍ د انکار بیرغ اوچت کړ:
هغه سر نه شو بې ځایه ټیټولای
دا دی مات یې کړو خپل سر پاڅېدو لاړو
اقبال مومند د پښتو د معاصر شعر په روایت هم غزل او هم نظم لیکلی او دواړو ته یې د زړه برابره وینه ورکړې ده، هغه ته به یواځې د غزل یا یواځې د نظم د شاعر خطاب کول ګرانه پرېکړه وي، ځکه چې په دواړو کې یې له تکنیک او جوړښت سره سره ټولو شعري غوښتنو، روانۍ او موسیقیت ته هم پوره پام کړی دی، ما یې د ګوتو په شمېر څو پابند یا قفیه لرونکي نظمونه لوستي دي او په دغو ټولو نظمونو کې یې هم خپل تقریباً هغه احساسات بیان کړي دي چې پخپل ژوند کې د خپلې خاورې غیرمعمول او د ستم “تر چړو لاندې ساه اخیستونکو حالاتو” ور پیرزو کړي دي.
«زه شاعر یم» نظم یې د هغې ټولنې یو هراړخیز انځور دی چې انسان پکې د طبقاتو په مېچنه هڼل شوی او وېشل شوی دی او د ژوند ټول حقونه ترې اخیستل شوي دي. په دې نظم کې شاعر یو ډول پر هغو شاعرانو طنز کوي چې انسان یې د استعمار په منګولو کې پرېیښی او خپل قلم یې د ډار او طمعې په ساړه سیوري پر داسې موضوعاتو چلولی چې ریښې یې د مځکې پر ځای د خیالونو په نړۍ کې دي.
پر کومه خاوره چې د وسایلو وږې بلا روږدې شي نو بیا سوکه سوکه د هغې خاورې د خلکو ټولنیز او کلتوري ارزښتونه، تاریخ، اخلاق او له نوې زمانې سره د پیوستون افکار هم تر ستوني تېر کړي، په داسې حال کې نو د اقبال مومند غوندې د خاورې ویښو زامنو ته د دې بلا په ضد له مبارزې سره سره له دغو تیاره وختونو «Dark Ages» د خپلو خلکو د را ایستلو او د سیالۍ، سوکالۍ او نېکمرغۍ رینېسانس ته د رسولو کار هم ور له غاړې وي:
چې دردانې یې پکې وبایللې
د هغو خلکو په کونجکه جنګ دی
د اقبال د خاورې زامنو د انګرېزانو له راتګه (1938م کال لومړۍ افغان انګرېز جګړه) بیا تر اوسه په دې څه کم دوه سوه کلنه موده کې نه یواځې د خپل تاریخي برم، کلتور، پېژندنې، سیالۍ او ازادۍ دردانې وبایللې بلکې د خپلې جغرافیې پر سینه یې په وار وار د استعمار چړې تېرې شوې او د خپلې خاورې د زړه ټوټې یې وبایللې خو لا یې هم تر ډېره مخ د غاصب پر ځای د خپل ځان په طرف دی او په کور کې ساتلې پردۍ جوړې وسلې یې له سکه ورور او تربره سره د واړه پټي، جایداد او میراث پر وړه کونجکه د جګړې لپاره ساتلي دي.
څنګه چې پخوانیو شاعرانو له یو بل سره د سیالۍ لپاره په هر ډول قافیه کې غزلې لیکلې او د الفبا په ترتیب مردف دیوانونه یې ترتیبول، همداسې په اوسني پښتو شعر کې هم د موضوعاتو، مضامینو، خیالاتو، تشبیهاتو او استعارو له نویوالي سره سره د قافیو خصوصاً د نویو، اوږدو او نااشنا ردیفونو پیدا کولو او کارولو ته هم ځانګړې توجه شوې ده او واقعاً هم ردیف د هر بیت د خیالاتو په را غونډولو کې ځانګړی رول تر سره کوي. اقبال مومند د پولیسو په ستړې دنده اخته شاعر هم په دې ځغل کې تر شا پاته نه وو او په داسې نااشنا ردیفونو کې یې غزلې ویلې دي چې په هر لحاظ نوي دي، «ټېکداره، جي، پروت دی خو پټ دی، مړ یم، وېشي، سړیه، او غلی وم، دواړه وو» او دې ورته نور په زړه پورې ردیفونه دي چې د اقبال غزلې ته یې هنري او معنوي ښکلا ورکړې ده.
زما په ګډون د اقبال د شعر د ټولو لوستونکو ارمان به دا وي چې د ده “د زړګي څڅولې وینه” د زمانې په توره ناترسه سیلۍ کې ورکه او د بېغورۍ تر پښو لاندې نه شي او ژر یې شعري دیوان چاپ شي، خیر دی که زموږ دې مومند اقبال د نیل سمندر له ساحله د کاشغر تر خاورې د چا د خیالي جغرافیې په ارمان د حرم د پاسبانۍ جعلي ویاړ نه درلود او «شاعرِ مشرق» ونه ګڼل شو، خو د خپلې پښتونخوا په پاسبانۍ کې یې د ځوانۍ سهار او ماسپښن تېر کړل او د رڼا د ناوې د پت پالنې لپاره یې د بې پروا مین غوندې د خپل خواږه عمر اوږده او درنه شپه په شوګیر تېره کړه، خو د دې اوږدې شپې له ستړیا یې بیا هم شکایت ونه کړ او د سپېدو په درشل کې یې په ابدي خوب د سترګو تر پټولو مخکې تش دومره وویل:
نن خو دا شپه ډېره درنه غوندې ده
ته چې راخېژې زه به نمره مړ يم.
31 مارچ 2023م کال
ویرجینیا- امریکه
دا مقاله د «علم او تاریخ» په نوم کتاب کې شامله ده چې ما ژباړلی او دانش خپرندویې ټولنې په ۲۰۱۷م کال کې چاپ کړی دی، په دې کتاب کې ټولې د علم او علم په اړه د ډاکټر مبارک علي مقالې دي.*