تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د نن ورځې د چاودنې له کبله لږترلږه ۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
وروستي راپورونه وايي چې په یوه خصوصي ښوونځي کې لاسي بم چاودلی دی. شاهدانو ویلي چې بم د یوه زده کوونکي په لاس کې چاودلی دی.
د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قواندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ وویل چې په دې پېښه کې ۵۲ تنه ژوبل شوي دي. ده د چا د وژل کېدو یادونه ونه کړه.
ځدراڼ وویل چې د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې روانې دي.
د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې د لاسي بم چاودنه شوې
راپورونه وايي چې نن مازدیګر د کابل په لوېدیځ کې د ماشومانو یوه ښوونځي ته لاسي بم غورځول شوی او له کبله یې یو شمېر زده کوونکي ټپیان شوي دي.
لومړني راپورونه وايي چې د کابل په وخت شاوخوا څلورنیمې بجې د دشت برچي په سیمه کې د شمع هدایت په نوم خصوصي ښوونځي ته بم غورځول شوی او له کبله یې یو شمېر زده کوونکي ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
تراوسه پورې د طالبانو حکومت د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او روغتوني سرچینو هم د پېښې له کبله د چا د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د پېښې ځای ته نژدې د عالمي روغتون یوه ډاکتر رسنیو ته ویلي چې څو ټپیان وروړل شوي دي. هغه د ټپیانو شمېر څرګند نه کړ. (د دې خبر نور جزییات همدلته خپرېږي)
د خبر د سم تفهیم په موخه باید ووایم چی:
احتمالاً یو چا د ښوونځی انګړ ته لاسی بم ور غورځولی دی او کوم شاګرد موندلی یا لیدلی دی او د کنجکاوی له مخی ئی له مځکی را پورته کړی او په لاس کی ئی چاودلی دی، حتماً به هغه نور شاګردان هم شا او خوا را غونډ شوی وه کوم چی ژوبل شوی دی.