Home+بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د هواري هڅې کوي

بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د هواري هڅې کوي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنزي ویلي، لندن هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونه هوار او د دواړو لورو اړیکې عادي کړي.

نوموړي د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا د دفتر له مشر عبدالواسع سره په ویډیويي خبرو کې ویلي چې ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم د زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړي.

په دې اړه له ارګ څخه په خپره شوېز خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالواسع د بریتانیا او نورو هېوادونو د منځګړیتوب له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ اړیکې او همکاري غواړي.

لنزي ویلي چې بریتانیا د سیمې وضعیت له نژدې څاري او د اختلافونو د هواري لپاره یې له دواړو لورو سره لیدلي او خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر کال له اکتوبر څخه راوروسته اړیکې لا ډېرې ترینګلې شوې ده. پاکستان پر کابل او نورو ولایتونو خونړۍ حملې وکړې چې یوازې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د بمبارۍ په نتیجه کې تر څلور سوه ډېر کسان ووژل شول.

د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د قطر او ترکیې په ګډون د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو منځګړیتوب او د دواړو لورو ترمنځ  څو پړاوه خبرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...