Homeخبرونهمجاهد له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي

مجاهد له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او پر ګاونډیو هېوادونو د تورونو د لګولو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل هڅې وکړي.

مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې د افغانستان کورنۍ چارې په افغانانو پورې اړه لري او پاکستان باید پکې لاسوهنه ونه کړي. نوموړي زیاته کړې چې اسلام‌اباد باید د افغانستان پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د جوړولو لپاره ګامونه واخلي.

د طالبانو د حکومت ویندوی دا هم وویل چې داعش په پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري او دغه هېواد د طالبانو مخالفې ډلې په افغانستان کې جګړې ته هڅوي. هغه ویلي، طالبان باور لري چې پاکستان په سیمه کې د بې‌ثباتۍ لپاره په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.

مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې موجودې وسلې د هېواد د امنیت لپاره کارول کېږي او اجازه به ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې، په ځانګړي ډول د امنیتي مسایلو او له افغانستانه د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د ادعاوو له امله، ترینګلې دي.

له بلې خوا داسي راپورونه هم شته چې پاکستان د طالبانو د حکومت وسله والو مخالفو ډلو ته په چترال کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي او په وروستیو کې یې له چترال څخه د بدخشان د زیباک ولسوالۍ پر سرحدي سیمه برید هم کړی و. تر دې وړاندې طالبانو په ځلونو په بلوچستان کې د داعش د روزلو ادعاوې کړې دي او ویلي یې دي چې پاکستان د داعش وسله وال د ورانکارۍ لپاره افغانستنان ته لېږي او په ځلونو یې د دې ډلې غړي ژوندي هم نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...