Home+یو هېر سفر / هیله پسرلی / لنډه کیسه

یو هېر سفر / هیله پسرلی / لنډه کیسه

یوه اوونۍ مخکې مې فکر کاوه که دوکتورا وکړم د ژوند معنا به بشپړه شي. تېره پنجشنبه مې د دوکتورا د څیړنې دفاعیه وه. عالي تېره شوه، همهغسې مې چې اټکل کاوه. جمعه مې په خوب تېره کړه. شنبه او یکشنبه هم په لمانځلو.

دوشنبه ده. د سهار له شپږو بجو چې ویښه یم، ژوند نه یوازې معنا نه لري بلکې لوری هم نه لري. د ځینو کاري مصاحبو پایلې ته منتظره یم، نور نو د ژوند سوال همغومره بې ځوابه دی لکه کلونه پخوا د کابل د دوبي هغه ماښام چې د قدرت لوری بدل شوی و، ښوونځي بند ول، د برخلیک لوری ورک و. مور او ابا ویل که وطن پرېنږدو زما تعلیم پاتېږي. هغه ماښام ابا چرتي و. مور وارخطا وه. لالا اروپا ته هوسېده ،ما هېڅ نه احساسول، ژوند بې معنا و. 

ابا نور په دنیا کې نشته، د مور د حافظې کله کله یاده یم، ډېر کله مې حتا پېژني هم نه، لالا له یو انتیک شي سره واده کړی او کابل: کابل یو ګنګ خوب دی چې یوازې یې وهم پاتې دی، د بیا لیدلو ارزو یې نه لرم.

لالا د دوکتورا د مبارکي لپاره راته زنګ وواهه، ویل یې د ابا او مور ارمان دې پوره کړ، درباندې ویاړم. مېرمنې یې هم راته په ږغ کې پیغام پرېښی و خو تصنع پکې دومره ډېره وه چې  له دېرشمې ثانیې وروسته مې زړه بد بد کېده.  اې آی ته مې وویل چې د دې په سټایل ځواب ورته ولیکي، یعنې خوږه ژبه پکې سل فیصده وي او اخلاص پکې منفي سل. 

هڅه مې وکړه مور وپوهم چې دوکتورا مې وکړه خو نه یې پېژندلم. څو ځلې مې نیت وکړ هدیرې ته لاړه شم خو پښې مې ته تلې. لالا کال کې څو ځلې هدیرې ته ځي، د ابا پر قبر تازه ګلان ږدي، پاکوي یې، ماته عکسونه رالېږي او ډېر کله غیر مستقیم ګیله کوي چې ولې ورسره نه ځم. هدیرې ته تګ مې نه خوښېږي، انسان چې نه وي یوازې خاطرې یې ژوندۍ وي. یوه لوېشت خاورو ته درېدل داسې راته ښکاري لکه هغو خاطرو ته چې بې احترامي کوم، هغه چې په حافظه کې لا ژوندۍ دي، ګرځي، خبرې کوي، خاندي، قهرېږي… عطر او روح لري. 

 ابا د سفر ډېر شوقي و. لندن ته چې راغلو ژوند په یوې ستړې منډې بدل شو چې دمه ځای یې مالوم نه و. مهاجرت یو امتیاز و. چې تېر مو پکې معنا نه لرله او هویت مو د مهاجر په یوې  کلمې کې بند و، چې هر څومره ترې تښتېدو همغومره ور نژدې کېدو. د مهاجرت په لومړیو کلونو کې ژوند د  ښو ورځو د راتلو یوه خلق تنګه ارزو وه چې په امید یې پاییدو… ابا به ډېر کله ویل چې ژوند لږ سر او سامان شی بیا به سفرونه کوو، پاریس ، روم، فلورانس، اتن، ویانا او پراګ به خامخا وینو. ژوند به کله سر درلود کله سامان خو هېڅ وخت یې سر او سامان ونه موند. 

 لالا په سوپر مارکېټ کې کار پیل کړ، په کم وخت کې د همهغه سوپر مارکېټ مدیر شو. معاش یې یو په دوه شو. په همهغه کال د ابا د شپته کلنۍ کالیزه وه. لالا ویل پاریس ته ځو، مور ویل بې ځایه مصرف دی، واده ته دې پیسې ټولې کړه. ابا غلی و او ما ویل چې باید لاړ شو اخر موږ هم باید ژوند وکړو .. فیصله مو وکړه چې د بل کال په جون کې د ابا په زوورځ کې پاریس ته ځو. لالا ویل که میاشتې مخکې یې پلان کړو، ارزانه تمامېږي. هغه کال مو د لندن د  ژمي خلق تنګه شپې د پاریس د سفر په پلان کولو او مجلس ښادې تېرې کړې.

 په نوروز کې ابا ته له وطنه زنګ راغی چې مشر ورور یې، ګل دادا، وفات شوی. د پاریس سفر ته ټولې کړې  پیسې مو وطن ته ولېږلې، ابا په ورور پسې وژړل خو زړه یې په دې تکیه کاوه چې د ورور خیرات یې داسې لوی و چې د هیچا نه و. کال وروسته لالا د مور په خوښه کوژده وکړه. ژوند بدل شو، لالا شپه ورځ یوه کړه چې کافي اندازه پیسې وګټي، او د کوژدنې یې هېڅ ارمان پاتې نه شي. د هغې ګل بابونه د ژوند ارمانونه هم ظاهرا ټول لالا ته منتظر ول، ته وا مخکې له لالا یې هېڅ ژوند نه درلود.  مور مې د عصري خواښې توب اکت ته کش ورکړی و، ویل به یې چې ځوانان پوهېږي او ژوند یې، زه کار پرې نه لرم، پخپله دې پرېکړې کوي خو بیا به خبره ترې خرابه شوه، خپل زړه او زموږ ماغزه به یې خوړل چې پلانۍ داسې وویل او پستانکۍ داسې وکړل.  ابا غوښتل د زوی یې داسې لوی واده وي چې د هېچا نه وي. د دغو ټولو عجیبو غریبو ارمانونو په منځ کې پاریس په یو هېر سفر بدل شو،  ژوند بې معنا و.  زموږ په کور کې به له  سهاره تر ماښامه د ګل بابونه یاد و.  مور او ابا هر ورځ له سره د لالا د کوژدنې کمالونه حسابول، نه پوهېږم ځان یې غلطاوه، که لالا، که دواړه…ما ډېر څه نه ویل، کوژده شوې، وه نکاح شوې وه، د افغانانو په حساب خبره له خبرې تېرې وه. یوازې د خپل مور، پلار او ورور عقل ته  حیرانه وم، خو کار مې پرې نه لره.  یوه ورځ مې له خولې ووتل چې د ګل بابونه د فیشن سټایل مې نه خوښېږي. لالا وویل بخیلي مه کوه. مور وویل کره وړه یې ښه دي، فیشن به  هم زده کړي. ابا ووویل یو خو تاسي ښځې! مشره وریندار دې ده، خبرو سره  پام کوه. وروسته له هغې مې هغه یوه نیمه خبره هم چې کوله، نه کوله.… د لالا واده ژوند بدل کړ،  دومره ډېر چې بیا ابا د سفرونو ارمان یاد نکړ. لالا ډېرو سفرونو ته لاړ، له ځینو یې خبر شو، له ځینو یې بې خبره پاتې شو خو بیا چا پاریس ته ګډ کورنی سفر یاد نکړ. د پاریس سفر مو هېر کړ لکه ډېرو نورو ارزوګانو چې د پوره کېدو امکان یې و خو پوره مو نکړې.

 ابا به تل کتابچې اخیستې او تل به یې د یاداښت کتابچه ګرځوله، ده به ویل که یې یاداښت نکړم هېڅ کار نه شم کولی. د ابا له وفاته وروسته مو د ده ډېر وسایل لېرې واچول خو په کتابچو مو زړه ونه شو. کتابچې یې مور له ځان سره وساتلې.  کلونه وشول چې نیت مې دی، یو ورځ به کښېنم، د ابا د خوښې تور هیل داره چای به دموم، نور به هېڅ نه کوم له سهاره تر ماښامه به کتابچې لولم، خو هغه ورځ تر ننه رانغله، که یې دغسې پرېږدم هېڅ وخت به رانشي. نن د ابا کتابچې ګورم. 

 د کتابچو کارتن مې خلاص کړ. د هغه کال په کتابچې پسې وګرځېدم چې د پاریس د سفر پلان مو کړی و. ومې مونده،  چرمي، جګري، دکمه داره کتابچه ده. په اوله پاڼه کې یې په میده خو ښکلي خط (بسم الله الرحمن الرحیم)  لیکل شوي دي. په څو پاڼو کې د کور حسابیانې دي. په یوه بله کې د لالا د هغه وخت د معاش وېش دی. پاڼې مې واړولې راواړولې، د پاریس په کلمې پسې ګرځېدم. په یوه پاڼه کې په لوی او خطاطي خط عنوان لیکل شوی و: پاریس.  

لاندې یې څو لسته ول. د هوټل او ټکټ مخته د لالا نوم لیکل شوی و. د ځینو خلکو نومونه او شمیرې هم لیکلې شوې وې. حاجي داوود. بیا یې څنګ ته د  تلفون شمېره وه ورسره لیکلې ول: برسي، پاریس. 

د پاڼې په پای کې دوه لسته ول. 

– د لوګزامبورګ باغ 

– د سارتر کفې 

– د لوور موزیم 

– د بالزاک قبر

د ناپلیون اپارتمان 

د دې لیست لندې څو ډشونه ول، بیا بل لست و. 

– د ایفل برج 

– شانزلیزه واټ 

یوه بله کلمه وه چې سمه نه لوستل کېده خو ورسره لیکل شوي وو: میدان.  

د ابا لستونو هغه ژمي ته بوتلم چې د پاریس پلانونه مو جوړول. ابا به دغه ځایونه یادول، چې په ځوانۍ کې یې د استقلال لیسې په کتابخانه کې لوستي وو او په فلمونو کې لیدلې ول.  د لوګزامبورګ باغ به یې بیا بیا یادوه او کیسه به یې کوله. د بالزاک ژوند لیک او داستانونه یې د محصلي په وخت کې لوستي وو. د لیلیې هم اتاقي یې زمري چې د ابا همصنفی هم و، د بالزاک کتاب ورکړی و. ابا ویل زمري هسې د پلار لپاره انجینیري لوسته، شپه ورځ به په کیسو کې غرق و، یا یې لوستې یا یې لیکلې. زمري ابا ته ویلې ول چې بالزاک به د لوګزامبورګ په باغ کې ګرځېده، خلکو ته به یې کتل او د کیسو د کریکټرونو الهام به یې ترې اخیست. 

ابا به ویل، دی او زمری به ډېر کله باغ بالا کې ګرځېدل د بالزاک د کیسو تعریفونه به یې کول او ارمان به یې کاوه چې هغه باغ یې لیدلی وای چې بالزاک ته یې کیسې ورکولې. 

ابا کیسې ډېرې لوستې خو کیسې یې ډېرې نه لرلې، ډېر کله به یې تکراري کیسې کولې. د زمري کیسه یې دومره ډېره په کور کې کړې وه چې زموږ له یاده زده وه. ابا به چې هر ځلې د زمري کیسه کوله ویل به یې، زمری خلقیانو بندي کړ، نه یې جرم مالوم شو، نه یې مړی، نه یې ژوندی… او وروسته له دې جملې به تل غلی کېده. موږ به هم غلي کېدو.  د پاریس  سفر مو چې  پلان کاوه  ابا څو ځلې وویل د لوګزامبورګ باغ ته خامخا ځو، د زمري د روح لپاره هم ورځو.‌ 

موبایل مې راواخیست. د پاریس ټکټونه مې ولیدل، وتس اپ ته لاړم چې لالا ته ولیکم زړه مې دی پاریس ته لاړه شم. بیرته پښیمانه شوم داسې نه چې بل نظر ولري. سبا ته مې تکټ واخیست. د ابا په کتابچه کې د حاجي داود له نوم سره لیکل شوي ول، برسي، پاریس، نوم مې ګوګل کړ. د پاریس یوه منطقه وه. هوټلونه مې ولیدل، د درېو شپو لپاره مې په برسي کې هوټل بوک کړ. 

د دوشنیې خلق تنګه سهار ختم و، هوسناکه غرمه وه. د پاریس سفر ته مې بکس تیاراوه،‌ د ابا کتابچه مې د اوږو په بکس کې کېښوده. سبا سهار په ۱۱ بجو پرواز و، څه کم یو نیم ساعت لار وه. 

– – – – – 

له میدانه ووتم. د هوټل په خوا مې ټکسي ونیوه. د ابا کتابچه مې له بکسه راوویسته. د کتابچې په یوې خالي پاڼه کې مې ولیکل: سه شنبه، پاریس، اوله ورځ، 

– – – – – 

 د هوټل خونه نه ښه، ده نه بده . ګرمه ورځ ده. لالا تل وايي د اروپا هغه سم دوبی په حساب څو ورځې وي. نن  له همغو ورځو یوه ده. پر ځان مې یخې اوبه واچولې. خولۍ مې په سر کړه، له هوټله ووتم. هوټل د کفې ګانو په منځ کې دی، سه شنبه ده خو کفې ګانې داسې له خلکو ډکې وې ته وا د رخصتي ورځ ده. 

یخه قهوه مې واخیسته، د ابا کتابچه مې پرانیسته: حاجي داود، برسي.‌ چې حاجي داود به څوک و؟ په دې سیمه کې به یې کور وي؟ که مو هغه کال د پاریس سفر کړی وای ممکن له ابا سره دلته راغلي وای. خو بیا یې زه چیرته راوستم، ابا به ملګرو کره یوازې لالا ورسره ووړ.  لالا به وپوښتم ښايي ویې پیژني! نه، اوس یې پرېږده.  په کتابچه کې شمېرې ته ځیره شوم، زنګ ورته ووهم؟ پر خپل فکر خندا راغله.

هوټل ته نژدې جګې، پلنې  پراخې ډبرینې زینې دي. په منځنۍ برخه کې یې اوبه راماتې دي. اوبو خوند راکړ. پر زینو وختم، حیرانه شوم، د سیمې متفاوته منظره وه چې مخکې نه ښکارېده. د یوه پراخ لرګین پله څنګ ته ولاړه وم، لاندې دریاب بهېده، د پله ها خوا له ښيښو جوړې شوي، د نوې معمارۍ جګۍ جګۍ ودانۍ ولاړې وې. پل ته نژدې لوحه مې ولوسته لیکل شوې ول: د سیمون دو بووار پل.  تصادف خوند راکړ. د ابا په لسټ کې د دې نوم نه و، د سارتر د کفې تر څنګ مې د دې نوم هم ولیکه.

 ګوګل مپ مې ولید چې څرنکه د لوګزامبورک باغ ته لاړه شم. په ښاري ترانسپورټ کې ۴۰  دقیقې لار وه. کومې خوا ته چې ګوکل ویل په همهغه خوا رهي شوم. 

– – – – – 

د لوګزامبورګ باغ،  

مجسمې دي، ګلان دي، ونې دي، فوارې دي او پریمانه څوکۍ.  ډېر ځایه په یو ګوښه کې یوه څوکۍ ایښې ده. دغو پناه کنجونو ځکه خوند راکړ چې د انسانانو له شوره ډک باغ کې د یوې تنها ګوشې لټه یوازې زما ارزو نه ده. یوه ګوشه سیوري ته کښېناستم.  

شا او خوا ځیره شوم، د یوې سه شنیه لپاره ډېر خلک دي، ځینې له ورایه مالومېږي چې سیلانیان دي، بکسونه ورسره دي، هر کنج ته یې د مبایل کامرې نیولې، وږې سترګې یې له لېرې ښکاري چې ژر ژر ها خوا دا خوا اوړي، رااوړي چې د لیدلو وړ کوم ځای ترې پاتې نشي. یوه ډله امریکایان دي، غږ یې لوړ دی. له فوارې سره د ښوونځي ماشومان قطارک ناست دی، د باغ په کیسه کې نه دي، د خپلو خوراک له ډبیو سره بوخت دي.  یوه جوړه عکاس ته ولاړه ده. د ښځې جګه غاړه په سپین کمیس کې داسې ښکاري لکه سپینه هیلۍ. دواړه سره خاندي. دوی په ځان کې غرق دي، عکاس په دوی کې.  څو ځایه خلک په مطالعې یا رسامي بوخت دي…سترګې مې پټې کړې، هڅه مې وکړه دا هر څه یو ځای احساس کړم خو نه کېږي. دا باغ  هنر دی چې ساه اخلي، نه پوهېږم باغ د هنر ټوټه ده که  د تبلیغاتو اثر دی. که هر څه وي خو بې هېڅه نه دی.  که ابا  دلته وای څه احساس به یې درلود؟ خامخا به یې زمری یاد کړی وای. بالزاک او یو درجن نور لیکوال به یې یاد کړي وای چې دا باغ یې ستایلی…

د ابا کتابچه مې پرانیسته. په یو خالي‌ کونج کې مې ولیکل: د لوګزامبورګ  په باغ کې یم ابا..که زمری ژوندی وای او دلته ګرځېدلی وای، ښايي کیسه به یې لیکلې وای.  د طبیعت، هنر او انسان ترکیب چې کیسې در نه کړي نو څه به یې درکوي؟  سترګې مې پټې کړې، د څو ثانیو لپاره په خیال کې له تا سره وګرځېدم.‌ خیال و خو دومره اشنا و، ته  وا  واقعا دلته ګرځېدلې یوو.

– – – – – 

له باغه د بالزاک تر هدیرې د بس ۴۵ دقیقې لار ده. 

– – – – – 

هدېره هدېره ده نو، قبرونه دي او قبرونه،‌ هېڅ ښه احساس نه لرم. د ژوند او مرګ دومره ښکاره منظره اصلا خوشاینده نه ده. نور مړه دي زه ګرځم. ښه او بد، د زمانې په یاد، د زمانې هېر، ټول ښخ دي.
هدېره لویه ده، انسان سر بداله کوي. ښه نو بالزاک به څنګه پیدا کوم؟ له یوه قبر سره د ونې سیوري ته کښېناستم. هدیره پر لوړه جوړه ده. نه د قبرونو په سر د ګرځېدلو شوق لرم، نه هم د لمر له لاسه چندانې سېکه راپاتې ده. زړه مې دی  بیرته ترې ووځم،‌ خو ګوګل وايي دا د دنیا له ډېرو لیدل شویو هدیرو ده چې هر کال ګڼ سیلانیان ورته راځي. اې آې مې وپوښت چې د بالزاک قبر څنګه پیدا کړم، راته ویل یې: ۴۸ ډېوېژن ته لاړه شه، هلته د بالزاک مقبره ده. نقشه یې راکړه رهي شوم. لس دقیقې د پښو لار وه. د ۴۸ برخې د سر له قبرونو یو د بالزاک و. 

یو زوړ سړی او ښځه ورته ولاړ دي. زه لږ ګوشه ودرېدم چې دوی لاړ شي. زړې ښځې د قبر عکس واخیست. سړي عیکنې په سترګو کړې ډېر نژدې قبر ته ودرېد، سر یې لږ نور هم ورمخکې کړ، لکه څه چې لټوي، ښځه روانه شوه، سړی ورپسې روان شو، څو قدمه یې واخیستل بیرته یې شا ته وکتل او بیا دواړه رهي شول. ما د اوبو بوتل په سر واړاوه. د بالزاک د قبر مخامخ پر ځمکه کښېناستم. ورته مې وکتل، یوه لنډه غوندې مستطیلي، ډبرینه مناره وه، په سر یې د ده د مخ مجسمه وه.  پر منار د صلیب نخښه وه، لاندې یې بیا د ده نوم، کتاب او بڼکه هک شوي ول.  ګوګل ویل د بالزاک د  مقبرې مجسمه د هغه وخت د فرانسې کوم مهم هنرمند جوړه کړې ده خو ما پکې څه خاص ونه لیدل.  هېڅ نه پوهېږم چې څه وکړم. خلک چې قبر ته درېږي، څه کوي؟ دعا کوي؟ زه چې قبر ته ودرېږم دعاوې رانه هېرېږي.
د ابا کتابچه مې راوویسته ومې لیکل: ابا د بالزاک له قبر سره ولاړه یم.  د ده د مخ مجسمه یې جوړه ده چې په سر یې جولا تارونه غځولي دي. د قبر په سر یې یو ډبرین کتاب جوړ دی، د کتاب د پاسه یو چا د کافي څو دانې ایښي، نه پوهېږم ولې؟ بالزاک کافي ډېره څښله او که کوم چا ته همدا د دعا کولو او ارامش غوښتلو لار ښکاره شوې ده؟ مقبره اثر نه لري، نه یې ښه اثر راباندې وکړ نه بد. هنر که هنر وي یو اثر خو باید ولري، بې خاصیته کېدای نه شي. دلته مې ساه بندېږي ترې وځم.

– – – – –  

چهارشنبه 

هوا د پرون په اندازه ګرمه نه ده. په بس کې ناسته یم، مخامخ راته یو هلکی چې ښايي د دیارلس، څورلس کلونو به وي، له خپلې په غالب ګومان خور سره ولاړ دی، خور یې ښايي پنځه کلنه وي. له تور پوټکې، ګورګوري ویښتو او زرغون کمیسک سره قندکه ښکاري. سترکې یې داسې ځلېږي ته وا د افریقا الماسو خپله ځلا د دې له سترګو غلا کړې وي. ګلالۍ ده، ډېره ګلالۍ، څو ځلې مې ورته وکتل، ورور یې راوکتل، وشرمېدم، سترګې مې واړولې خو زړه مې غوښتل تر ډېرو یې سیل وکړم. ماته مخامخ یوه ښځه ناسته ده. پښه یې په پښه اړولې، اوږدې پښې، نرې ملا، عادي آبي کمیس یې په ځان کې دی خو ښه ورسره ښکاري، ته وا دا رنګ او کمیس دې ته جوړ دي. اړخ ته مې یوه نجلۍ په مبایل کې خبرې کوي او خپلې اوښکې پاکوي، دا یې پاکې کړي خو اوښکې بیرته وبهېږي.  بهر ښار ته ګورم، پاریس یو فلم دی چې ۲۴ ساعته روان دی، کیسه به پکې د هر چا خپله وي خو د ښار روح یوه ده او دغه روح هنرمنده ده. د ابا په کتابچه کې مې ولیکل: چهارشنبه، پاریس دوهمه ورځ. پرون شپه مې ټکټ وکړ، نن د لوور موزیم ته ځم. 

– – – – – 

موزیم ته دننه شوم. په مختلفو ژبو نقشې وې، یوه مې ترې پورته کړه، ورته ځیره شوم، ګنګسه یې کړم، نه پوهېدم له کومه یې پیل کړم. لکه د ښار دننه چې بل ښار ته ننوځې. د ناپلیون اپارتمان مې په نقشه کې پیدا کړ. ورغلم، لیکل شوې ول، کار پرې روان دی. اصلي برخه به یې نن او سبا  بنده وي. نقشه مې د اوږو په بکس  کې واچوله،‌ زړه کې مې ویل ټول موزیم خو هسې هم نه شم لیدلی څه چې په مخه راتلل ګورم به یې نو.. 

ستړې یې کړم، خو دا موزیم‌ پای نه لري. ښه پوهېږم چې شااوخوا مې د بشریت د ذوق له اوجه ډکه ده خو ماغزه مې نور د جذب تاب نه لري. په موزیم په  کفې کې کښېناستم.د ابا کتابچه مې پرانیسته، ومې لیکل:‌ ابا په لوور کې یم. درې ساعته شول چې ګرځم نور مې ماغزه د دقت تاب نه لري او دا موزیم تمام نه لري. داسې احساس کوم لکه یو فرصت مې چې په ګوتو کې وي، خو زما زړه غواړي چې ګوتې خلاصې کړم.  زړه مې غواړي له موزیمه ووځم.  د موزیم ګناه نه ده ، ‌ژوند پخپله لکه له ګوتو وتلی فرصت .  د مونالیزا نقاشي لا ګورم نور ترې ځم. 

د مونالیزا انځور ته ورسېدم. د خلکو بیروبار دومره ډېر دی چې مونالیزا نه ښکاري، خلک عکسونه ورسره اخلي. اول قطار ته مې ځان ورساوه. سلفي مې واخیسته. نقاشي ته دوه ساتونکي ولاړ ول، په عکس کې تر ما دوی ښه راغلې ول. بل عکس مې واخیست. مونالیزا ته مې وکتل، نه خوشحاله ده، نه خفه ده، نه ارامه ده، نه نارامه ده، نه یې په سترګو کې د ژوند شوق شته نه ترې بیزاره ده.. مونالیزا لکه ما غوندې ده، هر څه احساسوي خو هېڅ نه احساسوي. 

پنجشنبه 

ابا په پاریس کې مې وروستۍ شپه ده. ماښام دی، هوا ستا په اصطلاح جنتي ده. دریاب ته نژدې ناسته یم. دواړو خواوو ته مې رستورانونه دي، له خلکو ډک دي. د پاریس شور به تر لندن ډېر نه وي خو هلته مې سترګې پرې مړې دي. دلته شور وینم. نن په ښار کې وګرځېدم، ایفل ته میینان خوشحاله ول، عکسونه یې ورسره اخیستل. شانزلیزه له شیک پوشه او تر ما بدتر نه چندانې شیک پوشه خلکو مالامال و.  د سارتر په کفې کې د سیلانیانو د کمرو په غږ کې د لیکوالو د فکر غږ ورک و…  زړه مې غواړي دا هر څه احساس کړم خو نه یې شم احساسولی، نه پوهېږم زه ولې داسې یم، ولې هر څه وروسته احساسوم کله کله ډېر وروسته. 

لالا ته مې لا نه دي ویلي ابا، زړه مې دی هېڅ یې خبر نه کړم. له لالا او مور هېر دغه سفر دې زما او ستا تر منځ راز وي. 

– – – – – 

په میدان کې یم، په ۳۰ دقیقو کې مې لندن ته پرواز دی. ښه شو چې دا سفر مې وکړ. احساس کوم لکه د ژوند د بې معنا توب، تورې، وچې ژورې څاه ته مې چې څو قطرې اوبه غورځولې وي.

پای، جون ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...