دنمارک
هر نوم چې غواړئ را باندې کېږدئ:
لابيگر، متعصب، قومپال، فاشیست،، بې دین، مخالف او یا دښمن؛ ماته هېڅ اهمیت نه لري.
ځکه افغانستان او د اسلامي افغانستان سترې ملي گټې زما لپاره له هر ډول ټاپو او نومونو څخه ډېر ارزښت لري.
زما د فکر او د باورونو لاره له تفوق طلبانو، زیاده خواهانو او د مظلومنما وو څخه له بنیاده بیله ده.
عجیبه ده؛ که د افغانستان دفاع، د هغه د ثبات او پیاوړتیا ملاتړ، او د هر ډول پرمختگ، بیارغونې، سړک جوړونې، د بریښنا او کانال جوړونې ملاتړ د ځینو له نظره د طالبانو ملاتړ وگڼل شي او راباندې د «لابيگرۍ» ټاپه ولگول شي، زما لپاره هېڅ توپیر نه کوي.
ځکه هغه څه چې زما لپاره ارزښت لري د افغانستان ثبات، عزت او سترې ملي گټې دي، نه بل څه.
که له طالبانو سره د نړۍ د تعامل ملاتړ، چې زه یې د افغانستان په گټه بولم، د ځینو له خوا په بل ډول تعبیر شي، نه راته توپیر لري او نه هم کوم اهمیت.
که د افغانستان د کنگل شویو شتمنیو د ازادولو ملاتړ، چې زه یې د هېواد په گټه گڼم، د طالبانو ملاتړ تعبیر شي، نو آن دومره ارزښت هم نه ورکوم چې ورته پام وکړم.
که د جمهوریت د تېښتېدلو کسانو چیغې او شعارونه، چې نن د عدالت، دیموکراسۍ، د وطنخدمت، قانونیت، مشروعیت او اساسي قانون او د ازادو انتخابانو خبرې کوي، خو لا هم د خپل تېر په اړه حساب ورکوونکي نه دي، زما د نیوکې او غندنې هدف وگرځي او دا هم د طالبانو ملاتړ وگڼل شي، نو دا دې هم همداسې وي.
که زه پوځي، تروریستي اوچریکي حل لاره منتفي او غندم او هغه د افغانستان د ستونزو د حل ځواب نه گڼم، او بیا هم که زما دا دریځ په بل ډول تفسیر شي، زما لپاره یوه پیسه اهمیت هم نه لري.
که د افغانستان د ستونزو د حل سپارل بهرنیو قدرتونو ته، زما له مخالفت سره مخ شي او ځینې یې قومپالي او تعصب وبولي، بیا هم همداسې دې وي.
تر هغه چې افغانان خپله خپلې ستونزې حل نه کړي، هېڅ بهرنی ځواک به د هغو د حل توان ونه لري.
بهرنیو قدرتونو تر اوسه افغانستان ته له تفرقې او نفاق پرته بل میراث نه دي پري ایښي.
همدوی وو او همدوی دي چې افغان یې د افغان پر وړاندې درولی او د دې خاورې د اولادونو ترمنځ یې د جگړې زمینه برابره کړې ده.
همدارنگه، د افغانستان د اسلامي امارت د نیمگړتیاوو، تېروتنو او کمزوریو نقد او روښانه کول، د ملي گټو او د هېواد د سترو مصالحو په چوکاټ کې، باید د طالبانو سره د دښمنۍ په معنا هم تعبیر نه شي او که طالبانو هم دا کرښه خپله کړي او د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي، یوازې او بې پایه به پاتې شي.
لکه څنگه چې د ځینو گټورو اقداماتو ملاتړ د بېقید او شرطه ملاتړ معنا نه لري، همدارنگه خواخوږی او مسؤلانه نقد هم د ااا سره د خصومت او دښمنۍ معنا نه لري.
او که طالبان هر ډول نیوکه، له لازمو وضاحتونو او ځوابونو پرته، د اسلام، شریعت یا نظام ضد وبولي، نو دا هم زما ستونزه نه ده؛ همداسې ده.
زما مسؤلیت د خپلو باورونو په چوکاټ کې د هغه څه بیانول دي چې زه یې د افغانستان او د هغه د خلکو په گټه گڼم، نه د دې یا هغه سیاسي جریان او یا کوم خاص شخص رضایت ترلاسه کول.
ډیرې وینې وبهیدې، ډیر او په کافي اندازه مو یو بل ووژل، وطن مو وران او د پردو په لمنه کې مو وغورځول، نور بس دی.
یا ربه! د دې کار انجام داسې وگرځوه چې ته پرې راضي شې، او موږ ته بریا او نجات راپه برخه شي.