تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، د قوش تېپې کانال کار په وروستیو پړاوونو کې دی او ژر به ورڅخه استفاده پیل شي.
نورالدین عزیزي نن په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړیوال نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې له ډېرو ستونزو او د بودجې له کموالي سره سره د دوی حکومت د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وړاندیز ومانه او دې کانال ته یې بودجه برابره کړه.
عزیزي وویل چې د قوش تېپې کانال کار وروستیو پړاوونو ته رسېدلی او د دې کانال د جوړوونکي شرکت د مسوولانو په وینا ژر به استفاده ورڅخه پیل شي.
عزیزي ونه ویل چې کله به د قوش تېپې له کانال څخه د مځکو د خړوبولو لپاره استفاده پیل شی. خو داسي نه ښکاري چې تراوسه پورې دې له کانال څخه وړې اوبلارې ایستل شوي وي څو کرنیزې مځکې پرې خړوبه شي.
خو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د قوش تېپې کانال کار تر ډېره مخکې تللی او ښايي هغه ورځ ډېره لېرې نه وي چې له دې کانال څخه په افغانستان کې د کرنیزو مځکو د خړوبولو لپاره کار واخیستل شی.
دا کانال، چې ۲۸۵ کیلومتره اوږد دی، د بلخ ولایت له کلدار ولسوالي څخه پیلېږي، له جوزجان ولایت څخه تېرېږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسواي ته رسېږي.
قوش تېپه به شاوخوا ۵۵۰ زره هتکاره مځکه خړوبه کړي.
دا پروژه لومړی پلا په ۱۳۵۰ مه لمریزه لسیزه کې ډیزاین شوه خو د جګړو او بې ثباتیو له کبله هېره شوه، د جمهوري حکومت په مهال پخواني ولسمشر اشرف غني یو وار بیا پر دې پروژې ورو کار پیل کړ خو د طالبانو په حکومت کې پرې جدي کار وشو چې لا هم روان دی.
د قوش تېپې د اوبلارې پلنوالی له۱۰۰ تر ۱۵۲ مترو پورې او ژوروالی اته نیم متره دی.