تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د برېتانیايي پوځ یو پخوانی افغان ژباړن، چې له افغانستان څخه سکاټلنډ ته تر کډوالۍ وروسته یې د ټکسي چلوونکي په توګه کار کاوه، پر یوې ۱۹ کلنې مسافرې د جنسي تېري په جرم په اووه کاله بند محکوم شوی دی.
۳۶ کلن عبدالنبیزاده د سېشنبې په ورځ د اډینبرا په لوړه محکمه کې محکوم شو. نوموړی تېره میاشت د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی و.
د محکمې د معلوماتو له مخې، نبیزاده د ۲۰۲۱ کال په نوومبر کې د شپې له مېلې وروسته یوه ۱۹ کلنه نجلۍ خپل کور ته ونه رسوله. هغه له نجلۍ موبایل واخیست او موټر یې اډینبرګ ته نژدې د جوپا یوې ګوښه سیمې ته یووړ، چې هلته یې پر هغې برید او جنسي تېری وکړ.
محکمې ته ویل شوي چې عبدالنبیزاده، نجلۍ د هغې له خوښې پرته په موټر کې ساتلې، موبایل یې ترې اخیستی او له هغې سره یې زورزیاتی کړی و. قرباني وروسته وتوانېده له موټر څخه وتښتي او له خپلو ملګرو سره اړیکه ونیسي. ملګرو یې لږ وروسته هغه په داسې حال کې وموندله چې سخته بېرېدلې وه او رواني کړاو یې درلود.
د سیمې امنیتي کامرو هم ښودلې چې نبیزاده له برید وروسته څو ځله بېرته هماغې سیمې ته تللی و.
قاضي جان موریس دا پېښه «له فرصت څخه د ناوړه ګټه اخیستنې جرم» وباله او ویې ویل چې دا یو ډېر جدي جنسي جرم دی. هغه وویل چې قرباني ځکه ډېره زیانګالې وه چې نشه وه او دا حالت باید نبیزاده ته څرګند وای، په ځانګړي ډول ځکه چې دنده یې دا وه چې هغه خپل کور ته ورسوي.
نبیزاده لا هم خپل جرم نه مني.
د هغه مدافع وکیل ډېوېډ ټیلر محکمې ته وویل چې نبیزاده مخکې په افغانستان کې د امریکا، ډنمارک او برېتانیا له پوځونو سره، تر ډېره د ژباړن په توګه، کار کړی و او وروسته سکاټلنډ ته راغلی دی.
محکمې وویل چې نوموړی په برېتانیا کې د نامحدود پاتې کېدو اجازه لري او د برېتانوي تابعیت لپاره یې هم غوښتنلیک ورکړی و. د هغه وکیل وویل چې نبیزاده اوس د خپل محکومیت له امله له بریتانیا څخه د ایستل کېدو د احتمال له درکه اندېښمن دی.
قاضي د هغه د ملاتړ لپاره وړاندې شوې مثبتې سپارښتنې، د پخوانیو جرمونو نه لرل او دا حقیقت هم په پام کې ونیول چې نوموړی د څلورو ماشومانو پلار دی. خو سره له دې، یې هغه په اووه کاله بند محکوم کړ.
نبیزاده به د نامحدودې مودې لپاره د جنسي مجرمانو په لیست کې شامل وي او محکمې پرېکړه کړې چې له قرباني سره به هېڅ ډول اړیکه نه نیسي او نه به ورته نژدې کېږي.
پولیس: دا یوه ډېره بوږنوونکې پېښه وه
د لوړې محکمې د جنسي جرمونو څارنوالې فې کوک وویل چې د قرباني زړورتیا او د پولیسو د هڅو له امله دا قضیه تر محکمې ورسېده. هغې وویل، قرباني باید ډاډه وای چې د ټکسي له لارې به په خوندي ډول خپل کور ته رسېږي، خو پر ځای یې ټکسي چلوونکي د هغې له زیانګالي حالت څخه ناوړه ګټه واخیسته.
د پولیسو افسرې کرسټي مکارتر دا پېښه «په ښار کې پر یوې ښځې یو ټکان ورکوونکی برید» وباله او ویې ویل چې نبیزاده به اوس د خپلو کړنو پایلې وویني.
هغې له هغو کسانو، چې د ورته جنسي جرمونو قرباني شوي، وغوښتل له پولیسو سره اړیکه ونیسي او ډاډ یې ورکړ چې ځانګړي روزل شوي پولیس او اړوندې ادارې به له قربانیانو سره مرسته وکړي.