تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونیسف ویلي، بامیان او دایکنډي د افغانستان لومړني ولایتونه دي چې د حاجت رفع کولو لپاره له عامه ځایونو کار نه اخلي اوسېدونکي یې صحي تشنابونه کاروي. یونیسف دا پرمختګ د حفظ الصحې او عامې روغتیا د ښه والي په برخه کې مهم ګام بللی دی.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویوالې ویلي، دایکنډي سږ کال د هېواد دوهم ولایت شو چې دغه پړاو یې بشپړ کړ. تر دې مخکې بامیان په ۲۰۱۸ کال کې دغه مقام ترلاسه کړی و او د افغانستان لومړنی ولایت و چې له دې ستونزې پاک اعلان شو.
اویوالې ویلي، د دایکنډي په ۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۶۲۷ زره کسان اوس د روغتیا ساتنې او تشنابونو اسانتیاوو ته لاسرسی لري. د ده په وینا، دې کار د حفظالصحې وضعیت ښه کړی او د ماشومانو او کورنیو لپاره یې سالم چاپېریال رامنځته کړی دی.
له تشنابونو پرته د حاجت رفع کول د ککړو اوبو او کمزوري حفظالصحې له امله بېلابېلو ناروغۍ خپرېږي، او ماشومان د دغو روغتیايي ستونزو پر وړاندې تر ټولو زیانګالي دي.
په دایکنډي کې دغه پرمختګ د څو کلونو هڅو پایله ده چې مقصد یې خلکو ته د تشنابونو برابرول او په ټولنو کې د خوندي حفظالصحې دودونو ته وده ورکول وو.
یونیسف وايي، افغانستان لا هم د پاکو اوبو، تشنابونو او حفظالصحې خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دی، په ځانګړي ډول په کلیوالو او محرومو سیمو کې.
د یونیسف په وینا، پاکې اوبه، مناسب تشنابونه او ښه حفظالصحه د ماشومانو د روغتیا لپاره ډېر مهم دي او د مخنیوي وړ ناروغیو په کمولو کې مهم رول لري.
د بامیان او دایکنډي لاسته راوړنه ښيي چې د ټولنې په کچه دوامدارې هڅې اغېزمنې دي؛ خو اړتیا ده چې ورته خدمتونه د افغانستان نورو هغو ولایتونو ته هم وغځول شي چې خلک یې لا هم د تشنابونو او حفظالصحې له اساسي خدمتونو څخه کافي برخمن نه دي.