پوهاند نصرالله ستانکزی
په دې تېرو ورځو کې د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چوهدري، طالبانو ته ویلي چې له کفارو سره په اړیکو کې دې احتیاط کوي او ځان دې له هغو لرې ساتي.
د دې ویاند څرګندونې د هند او طالبانو د پټو او ښکاره اړیکو په هکله دي. زما بحث د طالبانو او هندیانو د اړیکو د مثبتو او منفي اغېزو او څرنګوالي په هکله نه دی، بلکې خبره په دې کې ده چې که په نننۍ نړۍ کې له کفارو سره دوستي او سیاسي اړیکې نامشروع وي، نو ښکاره بېلګه یې په خپله د ښاغلي ویاند هېواد دی، چې له اصله یې موجودیت د انګرېز د سیاستونو پایله ده.
که د پاکستان د اتو لسیزو موجودیت ته پام وکړو، د دې هېواد بقا د غیر اسلامي هېوادونو لکه چین، امریکا، بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو له برکته ده. پاکستاني سیاستوال دغو اړیکو ته نه یوازې په ستراتیژیک انداز ګوري، بلکې هغو ته د تقدس بڼه ورکوي. دوی وار وار په سیمه کې د لوېدیځې نړۍ د ژاندارم په توګه رول لوبولی دی او لا تر اوسه هم دغه ستراتیژي په اسلاماباد کې حاکمه ده.
د بېلګې په توګه، د امریکا په اشاره د ایران او امریکا په جګړه کې د پاکستان د واسط ــ نه د منځګړي په توګه، ځکه پاکستان د منځګړیتوب حقوقي او سیاسي ظرفیت نه لري ــ رول، یا دا چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه څرګندونې چې ډونالډ ټرمپ یې د نوبل د جایزې مستحق وګاڼه. همدارنګه ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د پوځي مشر، عاصم منیر، په هکله په یوه ناسته کې وویل: «زما محبوب فیلډ مارشال.»
ما مخکې ولیکل چې پاکستان له لوېدیځ، په تېره له امریکا، سره خپلې اړیکې د تقدس تر حده انځوروي. د دغه ادعا د اثبات لپاره د سپینې ماڼۍ د ۱۹۷۳ کال د سپټمبر د ۱۸مې نېټې یوه یادښت ته مو پام راګرځوم.
دا یادښت د ذوالفقار علي بوټو د پاکستان د هغه سفر په هکله دی چې د ۱۹۷۳ کال په سپټمبر کې ترسره شوی و. په دغه سفر کې چې له ښاغلي بوټو سره د پاکستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر سردار عزیز او په امریکا کې د پاکستان سفیر شیرین خان هم ملګري وو، له امریکایي لوړپوړو مقاماتو سره د غونډې د بهیر په هکله لیکل شوي دي.
د مجلس په پیل کې د امریکا جمهور رئیس، نیکسن، په داسې حال کې چې د جمهور رئیس مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر هم حضور درلود، پاکستاني پلاوي ته وویل: «لطفاً د موضوعاتو په هکله واضح خبرې وکړئ.»
په ځواب کې بوټو په خوښۍ وویل: «مننه ستاسو له څرګندونو. دا یو استثنايي موقعیت دی. مهرباني مو وکړه چې موږ ته مو د واضح خبرو کولو موقع راکړه؛ ځکه ډېر ځله موږ ته د بربنډو خبرو اجازه نه ده راکړل شوې. موږ پاکستانیان ستاسو تر څنګ په صداقت او تواضع سره په نړیوال امنیت کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړی، د منځني ختیځ مسئله د جنوبي اسیا له موضوعاتو سره نېغ په نېغه تړاو لري او پاکستان نه شي کولای په دې هکله بېتفاوته پاتې شي …»
دا یادښت د یوه ساعت او پنځه څلوېښت دقیقو د غونډې په هکله دی. د یاد یادښت په یوه بله برخه کې د بوټو له خولې داسې نقل شوي دي:
«پاکستان د خلیج په خوله کې پروت دی. هر هېواد چې د کراچۍ ساحلونه یې په لاس کې وي، خلیج به په خپل تصرف کې ولري. همدا لامل دی چې شوروي اتحاد ډېره لېوالتیا لري چې ځان دې سیمې ته ورسوي. پاکستان له لوېدیځ کلتور سره په نړیوالو مناسباتو کې ورګډ شوی دی. موږ له امریکا سره تعهد کړی. په تېر کې معامله اسانه وه؛ د خدای او شیطان تر منځ به مو یو غوره کاوه او موږ خدای غوره کړی دی.»
د دې خبرو په کتو، د پاکستاني چارواکو معبود له پخوا ټاکل شوی؛ او هغه واشنګټن دی.
نو د پورتنۍ بېلګې په کتو، پاکستان ته له کفر سره دوستي مقدسه او نورو ته حرامه ده.