د متونو د تصحیح اصول:
اوس چي مو د متن په ارتباط یو لړ عمومي احکام او اصول بیان کړل، زه پر ځان لازمه بولم چي د دې ټول بیان په پای کي د متونو د برابرولو په برخه کي هغه معیاري اصول راوړم چي د متنپوهني ټول پوهان ورباندي متفق دي، دا اصول د ډاکټر المنجد له هغي لیکني څخه په پښتو راژباړم چي”قواعد تحقیق المخطوطات” نومېږي.
د ډاکټر صلاح الدین المنجد د دغي عربي مقالې او فارسي ترجمې یادونه د ښاغلي زلمي هیوادمل “د متن څېړني میتودولوژي” نومي کتاب په (دوولسم مخ) کي سوې ده او له یادوني څخه داسي ښکاري چي ښاغلي هیوادمل دا مقالې کتلي یا لیدلي وې. ده د همدې کتاب له ۸۷ مخ څخه تر ۱۱۷مخ پوري د ډاکټرالمنجد د مقالې اردوترجمه، چي دکتر فضل الرحمن ندوی کړې ده، په پښتو ژباړلې ده. د پښتو ترجمې عنوان ئې “د مخطوطاتو د تحقیق اصول” دئ. ښاغلي هیوادمل تر دغي یادوني لس کاله وړاندي هم په دغه مشخصه برخه کي د ډاکټر منجد د لیکنوحوالې لري([1]).
د ډاکټر المنجد د نوموړي مقالې فارسي ترجمه اوس زما مخ ته پرته ده او عنوان ئې “روش تصحیح نسخه های خطی” دئ. دا ترجمه د استاد حسین خدیوجم په قلم سر ته رسېدلې ده. ما (هوتک) چي د فارسي ترجمې او د ښاغلي هیوادمل د پښتو ژباړي ځیني برخي سره مقابله کړې، راته معلومه سوه چي په پښتو ژباړه کي له لنډیزه کار اخیستل سوی دئ. زه نه پوهېږم چي دا لنډیز به د اردو مترجم کار وو، که د پښتو ژباړونکي.
ما (هوتک) د متونو د تصحیح په باب د ډاکټر المنجد تر مقالې بله زیاته هراړخیزه څېړنه لوستلې نه ده. په دې برخه کي د همدې مقالې د محتویاتو، چي د متونو د تصحیح خورا عمده ټکي لري، دوهم وار رانقلولو او ژباړلو ته ځکه اړ یم چي لومړۍ پښتو ژباړه ئې د اصلي متن لنډیز راته ایسي. په نننۍ علمي نړۍ کي د علمي مطالبو د بیا بیا ترجمې دود (عنعنه) سته. په عین ژبه کي د مهمو مقالو، رسالو او کتابو بیا بیا ترجمه کول باید د دغو آثارو د اهمیت په معنا وگڼل سي او هره ترجمه له ها بلي سره د مرستندویي لیکني حیثیت لري. زه به تر هر څه دمخه د دغه دانشمند محقق په باب په لنډ ډول وږغېږم.
ډاکټر صلاح الدین المُنَجِّد څوک وو؟
د ارواښاد ډاکټر صلاح الدین المنجد د ژوند او علمي کارو په باب زه د سید علي طباطبایي یزدي له هغي لیکني څخه استفاده کوم چي د دغه ستر عالم د وفات پر وخت ئې د (درگذشت صلاح الدین المنجد) تر سر لیک لاندي کښلې ده.
ډاکټر صلاح الدین المنجد په ۱۹۲۰ع کال په دمشق کي زېږېدلی او په ۲۰۱۰ع کال د جنورۍ پر نونسمه په ریاض کي وفات سوی دئ. پلار ئې شیخ عبدالله منجد نومېدی او په دمشق کي شیخ القراء (د قاریانو مشر) وو.
ډاکټر المنجد په اسلامي زړو متونو او خطي نسخو کي ژوري څېړني کړي او ارزښتناک آثار ئې کښلي دي چي شمېر ئې تر یو سلو پنځوسو اوړي. ده د خپل مثمر ژوند په اوږدو کي مسکو، کیمبرج، توبینگن، مونیخ، پاریس، تهران، کراچي، دهلي، استانبول، بغداد او د اسلامي هیوادو نورو ښارو ته علمي سفرونه کړي او د نړۍ په مشهورو پوهنتونو کي ئې ویناوي او کنفرانسونه ورکړي ول.
د متونو د تصحیح په باب د ده غوره اثر “قواعدتحقیق المخطوطات” نومېږي چي په عربي ژبه ئې کښلی او د ایراني محقق حسین خدیوجم په قلم په فارسي ژبه ترجمه سوی دئ.
د المنجد د رسالې فارسي مترجم استاد سید حسین خدیوجم د مشهد پوهنتون استاد وو. په افغانستان کي ئې د ایران د فرهنگي سلاکار په توگه کار کړی وو. ده د متونو په څېړنه، تصحیح او ترجمه کي څه دپاسه دېرش کتابه خپاره کړي دي چي په هغو کي د امام غزالي د کیمیای سعادت او احیاء علوم الدین ترجمه او تصحیح ئې ما (هوتک) ته معلومه ده. استاد سید حسین خدیوجم په ۱۳۶۵ هـ ش کال مړ سوی دئ. خو ما ته د المنجدد دغه کتاب بله فارسي ترجمه هم رامعلومه ده چي د محمود فاضل (یزدی مطلق) په قلم سر ته رسېدلې ده او (روش تحقیق و تصحیح کتابهای خطی) نومېږي.
زه به په دې برخه کي د ډاکټرصلاح الدین المنجد له خوا د متن برابرولو په برخه کي ټاکل سوي روشونه د ده د خپلي لیکني له فارسي ترجمې څخه په پښتو راواړوم او خپلي تجربې او خبري به د لمنلیکونو په ډول ورسره مل کاندم.
ډاکټر صلاح الدین المنجد په خپل دغه اثر کي تر یو لړ مقدماتي خبرو وروسته لیکي:
ترجمه:
په دې ځای کي موږ د تالیف د منځ ته راتگ یا د لیکپوهني او اخځپوهني په باب او یا د کاتبانو د روشونو او د حدیث د اصطلاحاتو په باره کي نه ږغېږو. که څه هم دا ټولي خبري د تحقیق له روش سره مرسته کوي او هر څوک چي د متونو د تصحیح او خپرېدلو کار پیل کوي، باید تر هغه دمخه ئې په دغو مطالبو سر خلاص وي. له دې امله خپلي خبري د تحقیق هغو علمي روشو ته رااړوو چي له څېړونکو سره د متونو د تصحیح او تهیه کولو په کار کي مرسته کوي.
([1]) وگ: اسماءالحسنی – د سر خبرې، الف مخ، ۱۳۵۹ش، کابل پوهنتون