Homeخبرونهتاجيکستان د افغانستان پر پوله نوې پوستې جوړې کړې

تاجيکستان د افغانستان پر پوله نوې پوستې جوړې کړې

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۸ مه )  د تاجیکستان ولسمشر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د دغه هېواد د ختلان ولایت په شهرتوس کې دوه نوې پوستې جوړې شوې دي.

د دغې اعلامیې له مخې دغه دوه پوستې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا پرانیستل شوې.

د تاجیکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې د خپلو پولو ساتنه او دفاع به وکړي.

دغه پوستې په داسې حال کې جوړې شوې دي، چې د تاجیکستان د سرحدي ځواکونو د جوړېدو له ۲۹مې کلیزې سره برابره ده.

په اعلامیه کې راغلي چې نوې پوستې په عصري پوځي تجهیزاتو سمبالې دي.

له افغانستان څخه د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه د انديښنې څرګندول د منځنۍ اسيا د هېوادونو ګډ دريځ دى، چې د طالبانو له لوري په پرله پسې ډول ردیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...