د پښتو ادبیاتو د موضوعاتو څانګې خورا ګورې دي د پښتو ژبې شاعرانو او لیکوالانو د ژوند په هره برخه کې شاعرې کړې ده، شاعران د عامو وګړو په پرتله دقیق او بارک بین دي له همدې امله د ټولنیز ژوند هر اړخ ته متوجې شوي دی او بیا په ځانګړي ډول له هغه څه سره چې مخامخ کیږي د شعر موضوع ترې جوړوي، د شعري هنري او هنري الفاظو په جامې ور اغوندي.
د پښتو ادبیاتو د شعر په پراخه ورشو کې پر ټولنیزو، سیاسي، عشقي، تصوفي، حماسي، اقتصادي، فلسفي، مذهبي او دیني، وطن، بېلتون، غم ….. سربېره حبسیه اشعار هم د ځانګړې پاملرنې وړ دي.
په پښتو ادبیاتو کې حبسیه شاعري د منځنۍ دورې شاعرانو د شعري موضوعاتو څخه ده چې خورا د پام وړ ده.
حبسیه شعر ډیری وخت د هغو شاعرانو له خوا لیکل شوي چې د ژوند څه موده یې په زندانو کې تېره شوې ده؛ د حبسیه شعرونو په لړ کې شاعران د زندان ستونزې، ناخوالې، د وطن څخه د لریوالي درد، د کور، کلي، خپلوانو څخه پکې د بېلتون خبرې کېږي.
په پښتو ادب کې د حبسیه شعري لړۍ پیل د منځنۍ دورې له ستر سالار خوشال خان خټک څخه شوی دی.
په کال (۱۰۷۴) هـ ق کې خوشال خان خټک د مغلو له خوا ونیول شو او څو کاله د مغلو په زندان رنتهبور کې وساتل شو.
خوشال خان خټک په دې اړه وایي:
لــه بــګــرامــه پــښې تــړلی
هــندوستان لــره روان شوم
په ډیــلي په رنــتـهبــور کې
درې څلور کاله حیران شوم
د خوشال خان خټک په کلیاتو کې ډیر داسې اشعار شته چې په هغو کې د حبس او زندان ناخوالې بیان شوي دی؛ خوشال خان د حبس دغه د درد څړیکې په یوه ځانګړي اثر فراقنامې کې انځور کړي دي؛ د فراقنامې په اړه سرمحقق زلمی هیوادمل وایي ” د خوشحال په آثارو کې د ډیر ارزښت وړ کتاب د ده فراقنامه ده، چې په (۱۰۷۵) هـ ق کال یې د رنتهبور په کوټ کې له وطنه لیرې د قید و بند په حال کې نظم کړې ده”
خوشال په فراقنامه کې وايي:
جهان واړه کور د عشق د محبت دی
په خوشال باندې بانډه شه رنتهبور
بل ځای وایي:
زه غمجن په عید په جشن خبر نه شوم
کـــه درست خــلک د ډهـــلې ابتهاج کــا
دا چې خوشال خان یو ټولنیز شخص دی، سرکار یې له حجرې، خلک سره په مجلس تېرېږي، د رزم او د بزم سړی او په حجره یې یاران پاللي د خپلو خلکو سره ډیره مینه لري او په ځانګړي ډول مور چې اولاد ته خورا ګرانه وي څنګه هیره کړي؟
خوشال وایي:
د خـــوشال سلام په واړه
زیات یې لا په خپلې مور
بل ځای وايي:
د خوشال سلام په واړه ښو یارانو
ګوندې بیا یې په لیدو سره زړه ښه شي
خوشال ته له هر څه فراق غم ډیر ګران دی، کله چې فراق او هجران ګوري د ژوند ټولې چارې ورته اسانې ښکاري.
په دې اړه وایي:
پــه سړي د فــــراق غــم
رڼا ورځ کـــاندي تــورتـــم
دا دې وای تـــر دا لا ګـران
خـو دې نه وای یو هجران
بل ځای وایي:
هغه باد چې کابل خېز دی
پــه مــــا واړه عنبرییز دی
په دې لړ کې اشرف خان هجري څوارلس کاله د زندان سختې وګاللې هجري ته فراق، د وطن مینې، له وطنه لیریوالي، د کورنۍ یاد، ټولنیزو او سیاسي کړاونو د هجران غم زندان او حبس د پښتو ادبیاتو په اسمان کې د روښانه ستوري دریځ او مقام ورکړی دی.
اشرف خان هجري په (۱۰۹۲) هـ.ق د مغلو له خوا ونیول شو، له همغه پیله یې د وطن نارې پیل کړې.
اشرف خان وایي:
مــا هــالــه مــاتــم د ځان وړکړو په وینو
چــې اټــک و ته مې شا کــړه په ژړا شوم
اوس بــه څه د وطــن کــاڼي بــوټې ژاړم
د رخصت سلام مې او کړو ترې جلا شوم
اشرف خان هجري د هند په بېلابېلو زندانونو کې د عمر زیاته
برخه تېره کړه چې په پای کې د همدې حبس او زندانونو په تورتمونو کې وفات شو، د حبس په دغه موده کې یې سر وکار له شعرونو له ویلو سره وو؛ داسې خوندور او دردونکې اشعار یې ویل چې ښایي په پښتو او په سیمیزه کچه بې ساري وي.
اشرف خان وایي:
پـه انــداز زمــا د سوز کــله پــوهیږي
چـا چې نه وي آزمائیلی د هجران اور
که د یار د هـجــر غــم را باندې نه وی
راتــه سهــل وو ســړیــو د زنـــدان اور
نوموړي شعر ځانګړنې د وطن درد، د وطن څخه لیریوالی، زندان او په هجران دي چې د ده ته یې لوړ مقام ورکړی او په شعر کې یې حبسیه شعرې لړۍ اوج ته رسولې ده.
هجري وایي:
څــو د یار له مستو سترګو نه جدا یم
لاهـــو کــړی د حیرت خــوني دریا یم
د ځېګــر وینې مې وخــوړې غــمــونو
مرګه جګې جګې راشه اوس رضا یم
لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، هجري د ژوند ډیره برخه په زندانونو کې تېره کړې؛ نو له همدې امله یې په دیوان کې د زندان حالات په زندان کې یې روحي او رواني حالاتو د ده شعرونو ته یو ځانګړی رنګ ور کړی دی.
د پورته بیتونو په دوام وایي:
که زما په خون مین یې نن دې وار دی
د یــار غــم مــې سبا وژنـي درته وایــم
د کــفــن حـاجت یې نشته شهیدان دي
چې په تیغ د هــجـر مړه دي زه ګویا یم
هجري حبس او زندان له خوبه هم لیرې ګڼي؛ خو بیا هر څه د قضأ او تقدیر څخه بولي او هغه څه چې پېښیږي د تقدیر چاره یې ګڼي.
هجري وایي:
بیجاپور هــجــري په خوب لیدلی نه وو
آخر پېښ شي هغه کار چې یې قضأ کا
کله چې د اشرف خان هجري اشعار په غور ولوستل شي، د حبس او زندان کړاو، د مغلو ظلم څرګندوي.
هجري وایي:
یـا دکن د غم وطن ښادي یې نشته
یـا په ما غمونو شپه کــړه مبتلا یم
هـــر نــفـس په ما عشور کـــا یزیدانو
ګویا زه حسین د وخت په کربلا یم
په پښتو ادبیاتو کې اشرف خان هجري تر خپل پلار وروسته یوازینی سړی دی، چې په دیوان او اشعارو کې د حبسیه شعرونو پله درنه ده.
له خوشال خان خټک او اشرف خان هجري وروسته په پښتو ادب کې داسې ډیر شاعران او لیکوالان شته چې د وخت حاکمانو د سترګو اغزي او وخت په وخت یې د حبس او زندان ناخوالې لیدلي او انځور کړي.
د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر او لیکوال اجمل خټک هم د ژوند څه برخه د زندان په تورتمونو کې تېره کړې؛ بیا افغانستان ته راغلی؛ د نوموړي په اشعارو کې د قفس درد او غم انځور کړی او همدا ډول یې “دا زه پاګل وم ” په هنري نثر
اثر پنځولی دی، چې په هغه کې یې د حبس او زندان حالات بیان کړي دي.
په افغانستان باندې د امریکایانو یرغل په پیل عبدالسلام ضعیف د زندانو سختې وګاللې او په همدې برخه کې یې ګوانتانامو انځور په نوم خپلې خاطرې او د غربي یرغلګرو د ظلم کېسې کتابي کړي دي.
ځېنې زندانیانو ته یې خواخوږو له حبس او زندان څخه بهر د درد څړیکې احساس کړې او د شعر په ژبه یې نارې کړي؛ هغه مهال چې خان عبدالغفار خان په زندان او حبس کې وو، زوی غني خان ته یې د ګیلو ډک لیک ولیږی؛ هغه یې په ځواب دا د درد ناره وکړه:
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه یې لولم هره شپه دو بار دو باره
کله خاندم کله ژاړم لیونی یم
ای! زما په بند کې پروت غریبه پلاره
په لړ کې د خوشال خان خټک مشره مېرمن توتیا چې ځېنو مرجانۍ بللې د خوشال په هجران کې اوښکې توی کړي دي.
وایي:
نور به مخ په آئېنه برابر نه کړم
نه به دواړه سترګې تورې په رانجه کړم
که ژوندون تر هر څه خوږ دی په جهان کې
اوس بې یاره په ما تریخ شي زه څه کړم
هغه یار مې چرته دی خوشحال دې اوسی
دی دې خپله خوشحالي کا غم به زه کړم
باید یادونه وکړم چې د دې وروستیو یرغلو په ترڅ کې زموږ
زیات هیوادوال د غرب په زندانونو کې د حبس شپې او ورځې تېرې کړې؛ دوی هر یو ګوندې د د حبس او زندان حالات انځور کړي وي، کولای شوو چې په دغه برخه کې لا زیاته څېړنه وکړو.
لیکنه: حضرت نبي شیرزی
اخېستنې (ماخذونه)
تاریخ مرصع، دوست محمد خان کامل مومند، یونیور سټي بُک ایجنسي.
د پښتو ادبیاتو تاریخ، لومړی ټوک، سرمحقق زلمی هیواد مل.
ډیر اعلی ، ډیر خوندور