پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت وايي، د مشهد جنرال کونسل د فساد له کبله...

د طالبانو حکومت وايي، د مشهد جنرال کونسل د فساد له کبله بدلوي

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د بدلون په اړه د ایران د باندنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود.

وروسته له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې تهران د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي، د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي پر ایکسپاڼه لیکلي:

«په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ ماموریت پای ته رسېدلی او تر هغه چې نوی ډیپلومات نه وي استول شوی، په تهران کې چارواکي او یا د مشهد د کونسلګرۍ لومړی سکرتر به د کونسلي خدماتو او د کونسلګرۍ سرپرستي په غاړه لري.»

ده زیاته کړه: په دې اړه پرېکړه چې د یوه هیواد د دیپلوماتیک ماموریت یا کونسلګرۍ سرپرستي څوک وکړي، له هغه هیواد سره تړاو لري چې کونسلګري ورپورې تړلې وي.

جلالي څرګنده کړه: مهمه مسله دا ده چې په مشهد کې زیات شمېر افغان کډوال اوسي او ټول شفافو کونسلي خدماتو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له لومړیتوبونو څخه یو له فساد سره جدي مبارزه ده.

ده ویلي، په پخوانۍ دوره کې د اداري فساد ستر جال د دغه وزارت له کونسلګرۍ څخه تر افغانستانه بهر ماموريتونو پورې غځېدلی و او په مرکز کې د فساد د رښو له وچېدو وروسته، اوس له هیواده دباندې په کونسلي برخو کې د فساد له منځه وړلو ته پام اوښتی دی.

جلالي دا هم وویل چې په مشهد کې اصلي مسله اداري فساد دی چې پخواني کونسل هم په کې د پام وړ ونډه درلوده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ویلي: «دې ته له پامه پرته چې څوک به جنرال کونسل څوک شي، د جابر انصار د ماموریت پای په بشپړه ډول د افغانستان په حکومت پورې اړه لري.»

دغه طالب دیپلومات وویل؛«هیله من یو چې دا مسله به د ایران د اسلامي جمهوریت د اورګانونو په همکارۍ ښه حل شي او د افغانستان د عوایدو د ضایع کیدو مخه ونیول شي او کونسلګري خدمات به هم په عادي توګه دوام ومومي.»

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، ناصر کناني د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د مشهد په کونسلګرۍ کې د بدلونونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې کونسلګرۍ کې هر ډول بدلون باید د کونسلګریو داړیکو په باب د ویاینا د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون د پر بنسټ وي.

ده زیاته کړه چې دا موضوع یې په بېلابېلو ډولونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو تر غوږنو رسولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب