شنبه, مې 4, 2024
Home+یاد/ اجمل پسرلی

یاد/ اجمل پسرلی

د زرغونه بوټي او شنه سمندر د عکس له لیدو سره یې د موبایل پر شیشه غبرګې ګوتې سره خلاصې کړې چې تصویر لوی شي. دا عکس یې مسینجر ته ولیږه، دستي یې د کمپیوټر شیشې ته انتخاب کړ.

د دغې سیمې یو عکس یې درې کاله مخکې په فیسبوک کې لیدلی و. دا د اعلان عکس و چې ترې لاندې یې لیکلي و، ارزانه سفر.

 سږکال اوړی یې سپمولې پیسې په ټکټ ورکړې. تر سفر مخکې یې له ځان سره ویل چې د سمندر پر دې غاړه به له دغه شنه ټیټ بوټي سره پر شګو پښې غځوي، سترګې به پټوي د اوبو د څپو غږ به اوري، د مرغانو نغمو ته به غوږ نیسي.

بیا چې کله دغه ځای ته ورغی د همدې بوټي ترڅنګ کښیناست خو هلته یې داسې احساس کړی و چې شاوخوا خلک تیریږي دی ورښکاریږي نو د سمندر په ژۍ ژۍ لوړې ته ختلی و له پورته یې د څپو عکس اخیستی و چې وریځې هم په اوبو کې ښکاریدې:

« که مې هاغه عکس پیدا کړ»

د موبایل عکسونه یې ژر ژر تیر کړل، پوزه یې سونګۍ کړه:

« اوبه چې تکي شنې نه وي خوند نه کوي دا خو سپین ځک دی دا وریځې کله هغسې ښکارې»

« کاشکي مې دلته ډير عکسونه اخیستي وای»

د کمپوټر سکرین ته ځیر شو:

« په هغه ورځ څرنګه د خلکو لپاره له دې ځایه ولاړې پورته وختې؟….ښه ده چې بیا مازدیګر ورغلم…شمال سوړ لګیده؟….»

« رخصتي خو دې وه ولې دې ټکټ نه غځاوه؟!»

کړکۍ ته ودرید. د سګریټ لوګی یې ورو ورو له شونډو بهر ته پوف کړ. لوګي یې همهغه د سمندر خړې وریځې سترګو ته ودرولې. خو شاوخوا یې پرتو سپینو واورو فکر په بله کړ، له دریم منزله یې لاندې په کوڅه کې چکړو ته پام شو. سګریټ یې لا نه و تمام چې ښکته یې واچاوه. کړکۍ یې بنده کړه د لپ ټاپ سر یې پورته کړ. په هاغه ټیټ بوټي یې ګوتې ورو ورو تیرې کړې لکه ناز چې ورکوي. سر یې پر کوچ ولګاوه… د مرغه کغ کغ یې تر غوږو شو… سترګې یې پرانیستې. د کمپیوټر رڼا مړه شوې وه. انټر یې کیکاږه، د سکرین رڼا ته یې خوبولې سترګې وبریښیدې سکرین یې بند کړ، کمپلې ته یې لاس وروغځاوه:

« کاشکي ژر نه وای ترې راغلی»

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب