دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبطنزونهد ځیونو کاندیدانو میرمنې او خپلوان د خپلو شته ستونزو حل غواړي

د ځیونو کاندیدانو میرمنې او خپلوان د خپلو شته ستونزو حل غواړي

(طنز)

لیکوال : حبیب الله بختیال

ګاونډي مو خپل ځان په تیرو ټاکنو کې کاندید کړی، خو موږ که له یوې خوا تر اوسه یو زره خیر په کې ونه لیدو؛ لا یې هم له غم او سرګردانیو نه یو خلاص او اوس نو د تاویزګرو، دمګرو او ملایانو او د غزني زیارتونو کار په کې جوړ شو کاشکې مې له مخکې د هوا له لارې د تلو او د پخو کورنیو والا تاویزګرو سره اړیکې ټینګې کړې وای او یو شرکت به مې خلاص کړی وای، چې ګوله مې هغه دې چا خبره د ژیړې غوا په ژیړو غوړیو کې لمده شوې وای.

په اصلي خبره خو تاسو هم خبر یاست، چې د ټاکنو له ورځې را په دې خوا د لویو او وړو کاندیدانو تشویش د ټاکنو پایلو ته دی، چې ټاکل شوې نیټه او د دوي د ټاکنیزو منډو ترړو آخري پایلې به کله معلومیږي. زموږ د ګاونډي په ګډون مې د ښار او نورو ولایتونو له اوسیدونکو واوریدل، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو معلومیدو لپاره په سلهاوو زره کاندیدان او په میلیونونو افغانان په تمه دي، خو د دوي په ډله کې بیا د کاندیدانو تشویش زیات دی او هغه چې په خپل مینځ کې په نیږدې سیالۍ کې دي له حاله یې یو الله (ج) خبر دی، چې زامن ، لورانې او نور خپلوان یې په نورو برخو کې خو یې لا پر ځای پریږده ، خو د خپل کاندید لپاره د دعا لپاره په جوماتونو کې د خیراتونو او نفلونو د کولو او د جمعې په شپې او ورځې جوماتونو ته د بادام ، پسته او جلغوځو لروونکو حلواګانو د وړلو، د غواګانو ، بزو او پسونو د حلالولو او بیا د هغوي د غوښو په ویشلو کې څنګه له یو بل سره سیالي کوي، چې دا کار یې په ریښتیا سره د ستاینې وړ دی او تل دې خدای همداسې په سخاوت کې سره سیالمن لري، چې د غریبانو په کې خیټې مړې وي.

له دې ور آخوا زموږ د ګاونډي په ګډون ډیری کاندیدانو سره د ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه تشویش تر دې حده رسیدلی، چې د شپې له خوا په خوبونو کې خبرې ، کښیناستل او راپاڅیدل او د دې ډول سورو ، نارو جوړول خو عادي خبره ده، چې په خوب کې راپاڅي ، بیا په هماغه حالت کې د خوب له خونې د باندې ووځي او شعار ورکړي، چې (( په خدای زه خو دا ټاکنې ګټم ځکه چې په ریښتني ډول مې د ولس خدمت ته مټې رابډ وهلي دي)) . دا تشویشونه زموږ له ګاونډي سره دومره زیات شوي، چې هغه ورځې یې میرمنې موږ د شاوخوا کورونو ګاونډیان وروغوښتو او د یوې غونډې په ترځ کې، چې سترګې یې د اونیو اونیو له بې خوبۍ ډکې ښکاريدې داسې په خبرو پیل وکړو :

–         ګرانو ګاونډیانو وايي چې تر څلویښتو کورونو په یو ځای کې ګډ اوسیدونکي ګاونډیان بلل کیږي او محلي متل دی، چې وايي، از صد خیش یک همسایه بیش ؛ زما په دې حالت به مو خوا بده شي خو زه مو نور وخت هم نه نیسم په خپله ښه پوهیږئ، چې خاوند مې ځان کاندید کړی او د ټاکنو پایلو ته یې دومره تشویش دی، چې اوس یې په خوب کې خبرې کول او په لوړ غږ د شعارونو ورکول ، چې تاسې یې په خپلو کورونو کې هم اورئ عادت ګرځیدلی او زما په ګډون د کورنۍ نور ټول غړي او تاسو هم ورسره د شپې پر مهال په لوی عذاب اخته یاست، زما او زما له کورنۍ څخه یې نوره د حل لاره ورکه کړې ده اوس مې په دې مشورتي جرګه کې تاسو ګاونډیان راټول کړئ، چې د حل یوه لاره یې راته په ګوته کړئ او یا یې تاسې غم وخورئ.

هغې چې خپلې خبرې خلاصې کړې نو ایله یې په جوړه شوې خیمه کې ایښودل شوي کوچ ته ځان ورورساوه او د بې خوبۍ له وجې یې خپل سر په ډیر ناز د ترکي کوچ په پاسته اړخ کیښود. ورسره موږ په خپلو کې خبرې سره شروع کړې او هر څوک په بیلابیلو څلور کسیزه ډلو سره وویشل شول تر څو دې ستونزې ته په دې مشورتي جرګه کې یوه د حل لاره پیدا کړو او که بلې ورځې ته خبره غځیده نو غوړي لا غوړ زموږ خو په کې لا زیاته ګټه وه چې تاوده تاوده کبابونه او تازه میوې مو په کې خوړلې او ورسره به مو یو نظر هم ورکاوه.

لنډه یې دا چې د نن ورځې غونډې ټول نظریات چې راټول شول، نو ټول سره ویشلي وو او هیڅ بشپړ تړون یې نه سره درلود تر څو موږ ددې نظرونو له لارې یوې څرګندې پایلې ته رسیدلي وای او ستونزې ته مو د پای ټکی ایښی وای، ځکه په نننۍ غونډه کې هر چا بیل بیل د زړو زمانو ، منځنیو زمانو او اوسنیو زمانو نظرونه ورکړي وو، چې ځینې خو یې له دې امله چې زموږ د ګاونډي میرمن او خپلوان یې خوا راڅخه بده نه کړي بیان هم نه کړل او په خپل مینځ کې مو پټ سره وساتل، خو بیا هم د هغه څه په اړه چې نن نظرونه ورکړل شوي وو نچوړ یې په دې ډول ؤ:

۱: ستونزې ته د حل لپاره دې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل شي، څو د ټاکنو پایلې له ټاکل شوې نیټې څخه رادمخه کړي او دا کار دې یا د ناحیو ښځې او نارینه په ګډه سره په یوې خبري غونډه کې وکړي او یا دې مخامخ څو سر زوري کسان د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره همالته د کمیسیون په ودانۍ کې خبرې وکړي.

۲ : ستونزې ته د پای ټکي ایښودو لپاره دې مشکل لروونکي کسان، چې د ډیر تشویش له لاسه سربداله شوي دي د غزني زیارتونو ته بیوول شي تر څو ددې لرغوني ښار له نندارې او زیارتونو له برکته خوند واخلي که ګوندې وي، چې دا ستونزه یې خدای ور حل کړي او بیرته جوړ او روغ خپلو کورونو ته راستانه شي، خو دا چې تر غزني یوازې یو ساعته لاره د نا امنۍ له کبله اور ګرځول شوې ده، نو بیا به کوم هوايي شرکت سره خبره وشي، چې مشکل لروونکي کسان سره له څو خپلوانو په وړ بیه تر غزني ورسول او بیرته په خپلو ځایونو وسپارل شي،ځکه چې کاندیدانو خو خپلې ټولې حلالې خزانې په ټاکنیزو منډو ترړو کې مصرف کړي دي او اوس ایله دومره ورسره پاته دي، چې د کور خرچه او د جمعې د شپې او ورځې خیراتونه او حلواګانې پرې وکړي.

۳: په نږدې او لرې سیمو کې دې ملایان ، دم ګر ، تعویذګر ، ملنګان او پاړوګر ولیدل شي او له هغوي سره دې ستونزه شریکه شي؛ تر څو که خدای دې هغوي په لاس برکت ایښی ؤ او کوم دم یا تعویذ او یا هم څاښت ګټه ورته وکړه او یا یې هم هغه کوډي راویستل کوم، چې کیدای شي د سیالو کاندیدانو لخوا پر دوي باندې د دښمنۍ او کینې له وجې شوي وي، چې دا نظریه ډیری سپین سرو ورکړه او طرفدارانې یې وې، خو په لوړمړي سر کې د یو شمیر کسانو لخوا و نه منل شوه او پرې ویې خندل، خو وروسته بیا دې سپین سرو ګواښ وکړ، چې که چیرې یې دغه نظر و نه منل شي،نو دوي به د جرګې له تالاره مرورې ووځي، چې له مجبورې ورځې مو د دوي دا نظر هم ومانه.

دا مهال د نورو نظرونو د ورکولو وس په هیچا کې نه ؤ او د کاندید د کور له پخلنځي چې به د پولاو خوږ بوی زموږ سپږمې وتخنولې نو و به ترنجیدو او خولې به مو ورته اوبه اوبه شوې. په همدې خاطر د غونډې مشر زموږ د ناحیې ملک نورآغا قندیل د نننۍ غونډې پای اعلان کړو ، د ډوډۍ خوړلو لپاره یې بلنه راکړه او پریکړه وشوه، چې سبا به د سهار له لمانځه وروسته وختي د هر کور یو یو تن زموږ د ګاونډي کاندید کور ته د مشورتي جرګې د دوام او یا هم پایلې ته د رسیدو لپاره راځي.          ………….  نور بیا ……………………

بختیال ………………. د شپې دوولس بجې …………. کابل ښار کرایي خونه ……… ۵ ـ ۲ ـ ۱۳۹۳

1 COMMENT

  1. سلامونه
    بيشكه وايم درته
    په ريشتيا چه تول سره گنس شوي دي الله ج دا حو نفره ليوني كي امين

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب