یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+زموږ د کوڅې د خلکو هیلي| عزیز نسین

زموږ د کوڅې د خلکو هیلي| عزیز نسین

ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی

    هیڅوک هم لکه زموږ د کوڅې خلک په ټاکنو باندې دومره مین نه دي… زموږ د کوڅې خلک دا هیله لري چې ټاکنې د څلور کلونو په ځای هره ورځ ترسره شي. داسې فکر ونکړئ چې موږه خپل استازی لرو!! یا هم داسې فکر کوو چې ښايي هغه به موږ ته کوم کارسرته ورسوي؟ نه … داسې څه نشته. زموږ د کوڅې خلک هیڅکله هم په دې خطونو کې نه دي. ښايي تاسو به داسې فکر وکړئ چې په ټاکنوکې به موږ ګټه وکړو. پیسې او لوړې زینې لاس ته راشي!؟ داسې هم نه ده… زموږ د کوڅې خلک د سازوسرور، حق او حساب اخیستلو وګړي هم نه دي. له لویه سره موږه تراوسه پورې د یوه استازی یا وکیل مخ نه دی لیدلی یا دا چې هغوئ دي موږه په سړیو کې حساب کړي یوو او موږ ته دي حق راکړي.

که رښتیا خبره وکړم زموږ وکیلان هم تر ډیره حده ملامت نه دي. زموږ د کوڅې وکر داسې دی چې هغوئ نه شي کولای هالته راشي! د هغوئ لوکس موټرونه خو پریږده چې د باروړونکي موټرهم په ډیرتکلیف د خټو، چیګړو او په کوڅه کې د موږه د غورځول شویو خاشو او خځلو له امله نه شي کولای په اسانۍ تیرشي. په ښار کې لکه زموږ د کوڅې په څیر لويي کوڅې نشته، څه کار وکړو؟ زموږ کوڅه همداسې ده، موږ په خپله ډیر ناراضي نه یوو! که زموږ د کوڅې حال او وکر تر دې ښه وای، هغه کورونه چې موږ په کې ژوند کوو زموږ د ژوند له سامانونو سره نه جوړیږي. پیړۍ پیړۍ وشوې چې موږه همداسې ژوند کوو او ورسره عادت شوي یوو، هیڅ هیله هم نه لرو. پرته له دې چې ټاکنې دي هره ورځ یا په اونۍ کې یوځل تر سره شي!

     ښايي تاسو به ووایاست چې زموږ د کوڅې اوسیدونکي لیونیان دي، خو دا هم سمه خبره نه ده. زموږ د کوڅې اوسیدونکي تر ستوني پورې پوروړي دي. د بقال، قصاب، هټۍ وال، نانوای د ټولو د کور کرایه خو له سره مه حسابوئ. ډیرې کمې کورنۍ به د میاشتې په وروستیو کې د خپل کور کرایه پرې کوي. یعني نه یې لري څه شی ورکړي؟ له همدې کبله هر ماښام او د شپې زموږ د کوڅې په منځ کې د کرایه ورکونکو او د کورونو د څیښتنانو ترمنځ دعوې جنجالونه، چیغې او نارې وي. هره ورځ لږ ترلږه درۍ یا څلورسوه کسان خپل توکي، سامانونه، کالي، لوښي او… له یوه کوره تر بله کوره له یوې کوټې تر بلې کوټې پورې وړي او راوړې. د تشو کوټو په لټه کې وي. زموږ د کوڅې خلک له کارګانو سره را ویښیږي. تر غرمې له یوبل سره مه وایه، ووایه، څوک چاته باید پور ورکړي اوڅوک یې باید پور ورنکړې. څوک باید پورواخلي اوڅوک یې وانخلي… کوي. له سهاره ترماښامه پورې میندې خپل زامن ډبوي، داسې ویل کیږي: چې نړیواله جګړه پای ته رسیدلي ده خو زموږ د کوڅې جنګ هیڅ وخت هم پای ته نه رسيږي. کله چې نارینه په کارونو کې وي ښځي هم په خپلو منځو کې جنګ کوي. کله چې ماښام یې میړونه کورونو ته را ورسیږي. بیا د میړه اوښځي دعوې پیل شي. تاسو به داسې فکر کوئ چې دا دعوې به په څه شي وي؟ یوڅه یې د ژوند په اړه دي. یوه برخه یې هم په دې پورې اړه لري چې ولي په څلورو کلونو کې یوځل ټاکنې کیږي.! لا به مو زړه غواړي په دې وپوهیږي چې موږه ولي د زړه له تله غواړو چې ټاکنې دي هره ورځ له سره پیل شي! علت یې دادی چې زموږه په ټوله کوڅه کې د بریښنا څلور ستنې ولاړې دي البته باید ووایم چې نوم یې د بریښنا اوڅراغونو ستنې دي خو پکې نه څراغ لري نه بریښنا او نه یې ګروپ روښانه کیږي. دا ستنې یوازې د هلکانو له پاره د لوبو یوه سبب یې بللای شو. له سهاره تر مازیګره هلکان د هرې ستنې خواته راټول وي په وار یوې ستنې ته پورته کیږي له بلې کښته کیږي. داسې ورځ به نه وي چې د لسو پینځلسو هلکانو دې سرونه نه وي مات، یا یې لاسونه او پښې نه وي ختلي. دا چې دا ستنې یې زموږه په کوڅه کې څه وخت درولي دي زموږه په یاد نه دي. په پخوانیو سپین ږیرو کې هغه چې د یوه پښه د ګورپه غاړه ده وايي: کله چې مشروطه اعلان شوه او ښار یې څراغاني کړ دا ستنې یې زموږ په کوڅه کې ودرولي چې یوه اونۍ یې څراغونه بل وو.

بل چې کله هم ټاکنې ترسره کیږي د ښاروالي مامورین په بیړه ورباندې څو ګروپونه او څراغونه وځړوي. دوه درۍ ورځي ګروپونه روښانه وي. د ټاکنو په سبا یې بیرته څراغونه ورنه خلاصوي! اوس وپوهیدې چې زموږ د کوڅې خلک ولي د نویوټاکنو هیله لري؟! دا ځکه چې په هماغې موده کې زموږ کوڅه روښانه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب