Homeادبشعراسدالله خالد ته د عصمت قانع شعر

اسدالله خالد ته د عصمت قانع شعر

اسدالله خالد د خان جنت المقام شهید عالم خان خالد د درانه خاندان او دسترخوان یوازینی د ستاردرلودونکی دی . موږ د یوې سیمې او یوه دیار خلک یو. د خالد وطن پرستانه حس به اکثره وخت زما د امیدونو دنیا اباده او ښاده ساتله، د دوو ملګرو په توګه مو د انډیوالي اړېکي درلودې. کله چې د یوه ځانمرګي برید په پاېله کې ټپي شو، نو زما پر روح اوهیلو هم د زخمونو کهکشان را ړنګ شو ، دا نظم د هماغو غمجنو شېبو شاهد دی.
قانع

زما د کیږدۍ مخ ته هوار پېڅول

لا پاتاخوانو ته هوار پروت دی

لا د شپانه شپیلۍ ګونګۍ غوندې ده

لا پر سندرو اژدهار پروت دی

د شپې په زړه کې سپېده داغ تم شوی

لا د تیارو خوله کي سهار پروت دی

لا د مرګونو ساندې ګوکي وهي

لاخونړی د قام پرهار پروت دی

کوم مومن خان به افعي مار ووژني

وطن په خوله کې د ښامار پروت دی

د جومات صف د وینو رنګ نیولی

د ناورین وږم پر مینار پروت دی

ما ویل ته به راته زیری راوړې

پنجاب په خپل دام کې مردار پروت دی

@   @     @

ماستاتندي کې عجب فال لوستلو

چې داباد د بګړۍ ول جوړشوی

څیرې ګرېوان د ادې بیا بخۍ شو

او د خورکۍ پرېشان وربل جوړشوی

ماضي د مرګ کوڅوکې سا ورکړې

د لمرپه غېږ کې مستقبل جوړشوی

د ساندو خوله د نغمو زور پټه کړه

د ژوند اهنګ لره غزل جوړشوی

خیبر دټولې اسیا سردار دی

لرپېښوراو بر کابل جوړشوی

د خوشحال روح پرتاتره را ګرزي

وايې چې وار مو پر مغل جوړشوی

نوردي یرغل پردې وطن نه کیږي

اوس د افغان د پت مورچل جوړشوی

خو

زه دي څېره کې اوس فال نه ګورمه

ستا په څېره زخمونو کورجوړکړی

د لمبو رنګ دي په پرهرګډ شوی

لکه ګلاب ته چې چا اورجوړکړی

زموږ نصیب خوداسی تورهم نه وو

داخوارنصیب راته چاتورجوړکړی

ستاهر پرهار د دې وطن پرهار شو

خو دښمن جشن پرلاهور جوړکړی

زه د وطن فرهنګ کې فال ګورمه

په دې لنډۍ کې یې انځورجوړشوی

د زړه له څړیکو مي رنګونه اخلي

او هر یو درد ته مي ټکور جوړشوی

داچې :

سخته رنځوره خدای دې جوړکړه

درتګ مي نشته دعا کور درته کوومه

4 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...