جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد چليپايي، حلزوني او زنځيري قافيو پېژندنه او سپړنه

د چليپايي، حلزوني او زنځيري قافيو پېژندنه او سپړنه

ليکوال: تمهيد سيلاني

دا چې د شعر په باندنۍ موسيقي او ښکلا کې قافيه رغنده رول لري، نو شاعران تل هڅه کوي چې ښکلي او زړه وړونکي کلمات د اشعارو په قافيو کې غوره کړي، ترڅو د شعر باندنۍ ښکلا او موسيقۍ ته يو نوی رنګ ورکړي او لوستونکي د خپل کلام لوستلو ته را وبلي. همدا قافيه ده، چې په شعر کې بېلابېلې بڼې او ځېلونه( فورمونه ) را منځته کوي او  موږ د هغه له مخې يوه ته غزل بل ته بولـله …. وايو. که چېرې موږ د غزل، مثنوي، قصيدې او داسې نورو شعري ځېلونو جوړښت ته پام وکړو، نو قافيه پکې بنسټيز رول لري او موږ د همدې قافيوي کلماتو د ځاي د بدلولو او را بدلو له مخې د شعري فورم توپير کولی شو. د بېلګې په توګه : که موږ د څلوريزې او قطعې ظاهري جوړښت ته وګورو، نو دواړره څلور مسرې لري، توپير يې په  دې کې دی، چې د قافيو ځايونه يې سره توپير لري… دا څېړنه ما د دريو نويو قافيو په هکله په څلورو ژبو ( پښتو، دري، انګليسي او ترکي ) ژبو ترسره کړې، په دې څېړنه کې درې نوې قافيې، چې موږ يې شعري ژانرونه بولو په څلورو ژبو کې له پېژندنې، تاريخ شاليد او بېلګو سره وړاندې شوي دي. داچې ولې په نورو ژبو (انګليسي، ترکي او دري ) ژبو کې نوموړو ژانرونو ته د قافيې نوم ورکوي؟ ځواب يې ځينو ايراني ليکوالو داسې ورکړی، چې زه يې په لنډو دلته يادونه کوم. داچې قافيه په عروضي شاعرۍ کې بنسټيز توکی دی او موږ شعري ژانرونه د قافيوي کلمو د ځای د بدلون پر بنسټ بېلو، نو موږ ځکه نوموړو ژانرونو ته دا نومونه ورکړي دي. بايد يادونه وکړم ، چې زه هم پورته ياد شوي شعري ژانرونه قافيې نه بولم، بلکې دا د عزل، قصيدې او نورو شعري فورمونو په شان شعري فورمونه دي… هېره دې  نه وي چې په يادو شعري قافيو يا هم شعري ژانرو يوه مقاله په دري ژبه ليکل شوې وه، په پښتو ژبه کې زما تر سترګو داسې کومه ليکنه نه تېره شوې چې حتا د نوموړو ژانرونو نومونه يې ياد کړي وي او يا هم نوموړي شعري ځېلونه يې کارولي وي. زه په دې باور يم چې زما ليکنه په پښتو ژبه کې لومړنۍ ليکنه ده او دهغه پښتنو شاعرانو شعرونه چې ما د نوموړو قافيو په بېلګو کې کارولي دي، په دغه برخه کې لومړني ليکل شوي اشعار دي. دا ژانرونه د لويديځو ادبياتو زېږنده ده، چې روسته د ترکي او له ترکي ژبې فارسي ژبې را لېږدول شوي دي. ما هم دا هڅه وکړه چې ياد شعري ژانرونه دې په پښتو ژبه کې هم رایج شي. په پای کې غواړم يادونه وکړم، چې زما ليکنه کېداشي ډېر تېروتنې ولري، نو له ټولو درنو ليکوالو په ډېر درنښت هيله کوم، چې دا ليکنې ته پخپلو نېکو مشورو سمون ورکړي.

  • چليپايي قافيه 

دغې قافيې ته په انګليسي ژبه کې Alternate rhyme  ، په ترکي ژبه کې Çapraz kafıye او په فارسي ژبه کې ورته د چليپايي قافيې نوم کارول کيږي. په دې ډول قافيه بندۍ کې معمولآ څلور مسرې يا دوه بيته په داسې بڼه راځي، چې لومړۍ مسره له درېيمې او دويمه له څلورمې سره هم قافيه وي. يا په بله وينا طاقې يا مفردې مسرې له طاقو او مفردو مسرو سره او جفتې مسرې له جفتو مسرو سره هم قافيه وي. د چليپايي قافيې هندسي جوړښت په لاندې ډول دی:

……………………………………………..a

…………………………………………….b

…………………………………………….a

…………………………………………… b

Alternate rhyme: In an alternate rhyme, the first and third lines rhyme at the end, and the second and fourth lines rhyme at the end following the pattern ABAB for each stanza. This rhyme scheme is used for poems with four-line stanzas.

په انګليسي ژبه کې د چليپايي قافيې بېلګې :

Whilst traveling in Istanbul, I got
A wire from Uncle Ned, who’d kept my cat.
”Puss darted from the curb; a greasy spot
Upon the street shows where she ended at.”
“Oh Ned!” I sent as my reply, “How kind
Was that? Far better break the news by small
Degree! First, tell me that she climbed behind
Your back and sits upon the roof. When all
Of that’s absorbed then wire again to say
She fell, was hurt, malingers, may not live
To see the morrow. Then at last belay
My tender fears and when I’m ready give
The awful news.” He wired again, aloof,
“Your Nana, nephew, sits upon the roof.”

په لومړي شعر کې (got  او spot  cat او at ، kind او behind، small او all، say  او belay ، give او live ) سره هم وزنه او هم قافيې کلمې دي. چې دې ډول قافيې ته په انګلیسي ژبه کې Alternate rhyme وايي.

په انګليسي ژبه کې د والتر لاندر د شعر بېلګه په چليپايي قافيه کې:

Mother, I cannot mind my wheel 

My finger ach, my lips are dry

Oh, if you felt the pain I feel 

But oh, who ever felt as I

(sokhanvar,1996:170)

په پورته څلورو مسرو کې ( wheel او feel ) چې لومړۍ او درېيمې مسرو کې دي، د قافيې کلمې جوړوي. همدارنګه د  ( dry او I ) کلمې چې په دويمې او څلورمې مسرو کې دي، د قافيې کلمې جوړوي.

دا ډول قافيه په لويديځو ادبياتو کې ډېره کارول کيږي، خو د ترکي ژبې په کلاسيکو ادبياتو کې هم له دغه ډول قافيې څخه ګټه اخستل شوې ده، مګر دا نشو ويلی چې ترکي شاعرانو نوموړې قافيه له لويديځو ادبياتو او شاعرۍ څخه خپل کړي دي…  لکه څنګه مو چې پورته يادونه وکړه، دې ډول قافيې ته په ترکي ژبه کې ( Çapraz kafıye) قافيه وايي. د Çapraz ( چاپراز) کلمه اصلآ د فارسي ژبې ( چپ او راست ) ويی دی، چې د وخت په تېرېدو سره يې بدلون موندلی، چې د چليپا په معنا دی. په دې برخه کې لومړی په ترکي ژبه د چليپايي قافيې پېژندنه کوم او وروسته يې تاسو ته په هماغه ژبه بېلګې وړاندې کوم.

Çapraz Kafiye

 Bir dörtlükte; birinci mısra ile üçüncü mısraın, ikinci mısra ile de dördüncü mısraın kafiyeli olmasıdır. abab şeklinde gösterilir.

a- Hayran olarak bakarsınız da,
b- Hûlyanızı fetheder bu hâli.
a- Beş yüz sene sonra karşınızda,
b- İstanbul Fethi’nin hayâli.

a- Bir hayalet gibi dünya güzeli,
b- Girdiğinden beri rüyâlarına.
a- Hepsi meshûr, o muamma güzeli,
b- Gittiler görmeye Kaf dağlarına.

لکه څرنګه مو چې يادونه وکړه، په ترکي ژبه کې دې ډول قافيې ته چبراز ( Çapraz Kafiye ) وايي، پېژندنه يې په ترکي ژبه کې هم په دې ډول ده: هغه څلور مسرې چې لومړۍ مسره يې له درېيمې او دويمه يې له څلورمې سره هم قافيه وي، چاپراز قافيه  بلل کيږي. په پورته اتو مسرو کې ( bakarsınız da او karşınızda,، hâli. او hayâli. ، dünya او muamma، rüyâlarına او dağlarına. ) د قافيې کلمې دي. 

په لاندې څلوريزه کې د عثماني خلافت له دور مخکې يا د کلاسيکې دورې هغه شعر تاسو ته وړاندې کوم چې په هغه وخت کې د ترکي ژبې ليکدود د عربي ژبې د ليکدود په تقليد ليکل کېده.

داغلارين لاله سی، باغین جلاسی

رحمت خدادان باهاردا ګلير

ګول لرین ګوزلی بولبول صداسی 

دوکونور انسانا سحرده ګلير ( ۲۰۰۵:۴۵۳ ،Elçin  )

په پورته مسرو کې ( جلاسی، صدامی او ګلبر، ګلیر) د قافيې کلمې جوړوي، چې لومړۍ له درېيمې او دويمه او څلورمې سره هم قافيه دي. تاسو کولی شئ د  چليپايي قافيې بېلګې د مولانا د معاصر، يونس عمره په شعرونو کې پيدا کړئ. نورې بېلګې يې :

Gördüler: “Aynada bir gizli cihan
Ufku çepçevre ölüm servileri…”
Sandılar doğdu içinden bir an
O, uzun gözlü, uzun saçlı peri.
(Yahya Kemal Beyatlı)

Şu bakır zirvelerin ardından
Bir süvari geliyor kan rengi.
Başlıyor şimdi melûl akşamdan
Son ışıklarla bulutlar cengi…
(Ahmet Haşim)

Kara gözlüm, efkârlanma gül gayrı,
İbibikler öter ötmez ordayım
Mektubunda diyorsun ki “Gel gayrı!”
Sütler kaymak tutar tutmaz ordayım
(Bekir Sıtkı Erdoğan)

د فارسي ژبې په کلاسيکه شاعرۍ کې د دا ډول قافيو ډېرې نادرې بېلګې تر سترګو کيږي، چې هغه هم په اتفاقي ډول رامنځته شوي دي.  زه له هغه له ډلې څخه دلته دوه بېلګې تاسو ته در وړاندې کوم، لومړی دوه بيته د ښاغلي شهيد بلخي، چې نوموړی د درېيمې پېړۍ د وروستيو او د څلورمې پېړۍ د لومړۍ کلونو شاعر دی، چې د کلام يوه بېلګه يې  تاسو ته وړاندې کوم:

اگر تو را ملک چینیان بدیدی روی            نماز بردی و دینار بر پراکندی

و گر تو را ملک هندوان بدیدی موی            سجود کردی و بت خانه هاش برکندی

 ( دبیر سیاقی 1370:11)

په پورته څلورو مسرو کې ( روی او موی ) چې د لومړۍ او درېيمې مسرو د قافيې کلمې دي، سره ورته قافيه جوړوي. همدارنګه ( پراکندی او برکندی ) چې د دويمې او څلورمې مسرو دقافيې کلمې دي، سره ورته قافيې جوړوي. دغه ډول قافيوي جوړښت ته چليپايي قافيه وايي.

د چليپايي قافيې يوه بېلګه د سعدي د ګلستان په لومړيو کې:

اول ارد یبهشت ماه جلالی             بلبل گوینده بر منابر قضیان

بر گل سرخ از نم اوفتاده لالی         هم چو عرق بر عذار شاهد غضبان 

سعدی، ۵۴؛۱۳۷۳

په پورته مسرو کې ( جلالی، لالی او قضيان غضبان ) د قافيې کلمې جوړوي.

د فارسي ژبې په ادبياتو کې په اګاهانه توګه د لومړي ځل لپاره علامه د هخدا چليپايي قافيه په خپلو اشعارو کې وکاروله، ده په خپل مشهور شعر ( ياد آر ) کې چليپايي قافيه وکاروله. مګر د نوموړي شعر قافيوي بڼه د چليپايي قافيې سره په توپير کې ده، هغه دا چې په چليپايي قافيه کې معمولآ هر بند له څلور مسرو څخه جوړيږي، مګر د دهخدا په دغه شعر کې اته مسرې يو تربله چليپايي قافيه جوړوي. د بېلګې په توګه :

ای مرغ سحر، چو این شب تار          بگذاشت ز سر سیاه کاری

وز نفحه روح بخش اسحار                   رفت از سر خفتگان خماری

بگشود گره ز زلف زرتار            محبوبه نیلگون عماری

یزدان به کمال شد پدیدار               و اهریمن زشت خو حصاری

( دهخدا، ۷:۱۳۶۶)

د دهخدا د شعر په پورته بيتونو کې  څلور طاقې مسرې سره همقافيه کلمې( تار، اسحار، زرتار او پديدار ) لري او څلور نورې جفتې مسرې هم  سره ورته د قافيې کلمې ( کاری، خماری، عماری او حصاری ) لري، چې چليپايي قافيه جوړوي. دهخدا د شعر دغه ډول  قافيوي جوړښت له میرزا علي اکبر صابر څخه زده کړي دي. ( بخشی، ۱۳۹۱: ۱۹-۲۱ )

يولس کاله وروسته مير زاده عشقي په ۱۳۳۷ ل کال يو شعر د همدې قافيې په جوړښت وليکه، لکه څرنګه چې پخپله عشقي وايي: چې ددغه شعر يوازې يو بند يې په ياد دی او نور يې له هېره وتیث دی. په دغه شعر کې ښاغلي عشقي ټولې  ۲۴ مسرې د چليپايي قافيې په بڼه ليکلي دي، چې له هغه څخه يوازې لومړي دوه د پيل بيتونه يې دلته تاسو ته راوړم:

در منتهی الیه خیابان بود پديد            تهران برون شهر خرابه يکی به پای 

گسترده مه ز روزنه شاخه های بید       فرشی که تابد، ار که بلرزد همی هوای 

 ( عشقي، ۱۳۵۰: ۳۱۶ )

په فارسي ژبه کې د وخت په تېرېدو سره ډېرو نور شاعرانو لکه : پروين اعتصامي، ابوالقاسم لاهوتي او داسې ډېرو نورو شاعرانو ددغې قافيې په جوړښت شعرونه وليکل، حتی د تجدد ګرايانو د مشروطه غوښتونکو عصر شاعرانو کې دا ډول قافيه تر ټولو ډېره وکارول شوه. لاهوتي، تقي رفعت، جعفر خامنه ای او شمس کسمايي په ایران کې د نوي ادبي بهیر سر لاري دي، دوی په ډېره پراخه پيمانه  نوموړې قافيه په خپلو اشعارو کې وکاروله. چليپايي قافيه په دغه پېر کې دومره مشهوره شوه چې نوم وتي سنت ګرا شاعر ملک الشعرا بهار او تقی رفعت چې د نوي ادبي بهير وتلي شاعران دي، خپل دېر اشعار په دغه قافيه کې وپېیل. هغه خپل شعر چې (( بنای يادګاری )) نوميږي او د پوشکين د يوې منظومې ژباړې پر وړاندې يې ليکلی دی، غواړم تاسو ته وړاندې کړم:

در دهر بزرگ یادگاری              کردم ز برای خویش بنیاد

بنیاد بنای پایداری              بی یاری دست من شد ایجاد

خار و خس روزگار ناسازی      سدکردن راه او نیارد

چون بانی خود ز فرط اعزازی     سر پیش کسی فرو نیارد

نورې بېلګې يې د نيما په اشعارو کې :

در میان بس آشفته مانده                   قصه دانه اش هست و دامی 

وز همه ګفته نا ګفته مانده                از دلی رفته دارد پيامی 

( نيما، ۱۳۷۱: ۳۸ )

په پورته اشعارو کې ( ياد ګاری، پايداری، ناسازی ، اعزازی او  بنياد، ايجاد او نيارد ) د قافيې کلمې جوړوي. په دويم شعر کې ( مانده، مانده او دامی، پیامی ) د قافيې کلمې جوړوي.

په پښتو ژبه کې دا ډول قافيه په لرغونې او منځنۍ دور کې کوم  شاعر نه ده کارولې او که چېرې کارولي يې هم وي، نو په ناخبره توګه يې کارولې ده، هغه په دې معنا چې له چليپايي قافيې ناخبره يې دا کار تر سره کړی دی. خو په معاصره يا اوسنۍ دوره کې د لومړي ځل لپاره زموږ څو تنو تاندو شاعرانو: هر يو محمد ابراهيم کروړ، مهربان ستومان او  پوهنيار استاد خليل الله حنيف په خپلو اشعارو کې دا ډول قافيه کارولې ده چې تاسو ته یې د شعر بېلګې وړاند کوم:

ليونۍ پر بام ختله کېوتله 

يو ساعت کې به سل وار طلوع غروب 

کروړ څه ونکړل، نه منع کېدله

ناديدک ته شول بسيار طلوع غروب 

که د ښاغلي کروړ پورتني بيت ته ځير شو، نو ( کېوتله، کېدله او  وار، بسيار ) د قافيې کلمې دي، چې د چليپايي فورم سره په جوړښت لومړۍ مسره له درېيمې او دويمه له څلورمې سره هم قافيه دي. دې ډول قافيې ته چليپايي قافيه وايي. هېره دې نه وي، چې ( طلوع غروب ) په دويمې او څلورمې مسرو کې رديفونه دي.

د ښاغلي استاد پوهنيار  خليل الله حنيف، د شعر هغه بېلګه تاسو ته وړاندې کوم چې په چليپايي قافيه کې يې ليکلی دی:

چې د حسن دې خيرات و ما خبر کړه 

مات کچکول د ملنګۍ زما په نوم دی 

څه حېصه ترې را جدا زړه دې اتمر کړه 

بادشاهۍ کې مې بیا ګوره خاص د روم دی 

په پورته دوه بیتونو ( څلورو مسرو ) کې ( خبر، اتمر او نوم، روم ) د قافيې کلمې جوړوي. همدارنګه ( کړه او دی ) يې رديفونه دي. 

د ښاغلي مهربان ستومان په يوه څلوريزه کې چليپايي قافيه تر سترګو کيږي:

للمه د ګلونو دلته نه کيږي

هېڅ د بارانونو امکان نشته دی 

ښکلي چمنونه دلته نه کيږي 

هېڅ د بارانونو امکان نشته دی 

که پورته څلوريزې ته ځيز شو، نو يوه مسره ( دويمه ) پکې د تکرار په ډول راغلې ده، د بڼې په لحاظ چليپايي قافيه ته ورته او په هماغه بڼه ليکل شوی دی. چې ( ګلونو او چمنونو او هېڅ د بارانونو امکان نشته دی) سره د قافيې په بڼه راغلي دي.

يادونه : چليپايي قافيه د جوړښت په لحاظ څلوريزې ته ورته ده، خو يوازې يې د قافيې ځايونه پکې تغير شوي دي. نو ځکه ورته چليپايي قافيه وايي، چې د څلوريزې داخلي بڼه د قافيو پر بنست بدلون موندلی نو ويلي شو، چې موږ شعري ځېلونه يا فورمونه د قافيوي کلمو د ځای ټاکنو له مخې نومو، چې ليکوالو هم نوموړې بڼې ته  دچليپايي نوم ورکړی دی.

  • حلزوني قافيه 

دې ډول قافيې ته انګليسي ژبه Enclosed rhyme   وايي، دغه ډول قافيه د اروپايي شعر زېږنده ده. نوموړې قافيې د اسلامي هېوادونو په ادبياتو کې، په ځانګړې توګه د ترکي ژبه په ادبياتو کې هم لرغونتوب نه لري… لومړی د ترکي ژبې ليکوالو او شاعرانو له لويديځو ادبياتو څخه دا ډول قافيه له نويو شعري ځېلونو سره خپلې ژبې او ادبياتو ته را دننه کړل، چې وروسته د دري ژبې ليکوالو د ترکانو په تقليد دا قافيه خپله کړه او نوم يې ورته حلزوني قافيه کښېوده.  د نوموړې قافيې هندسي جوړښت په دې ډول دی: لومړۍ مسره له څلورمې مسرې سره همقافيه وي او دويمه له درېيمې سره همقافيه وي.

………………………………………………A

……………………………………………..B

…………………………………………….B

…………………………………………… A

Enclosed Rhyme Definition

An Enclosed Rhyme is a type of poem that features a rhyming scheme that is often found in literature in the form of “ABBA”. This means that the first line of the poem and the fourth line of the poem make a rhyme together; Similarly, the second line of the poem and the third line of the poem make a rhyme together as well. In any case, an enclosed rhyme an introverted quatrain, or rather a stanza, as the rhyming lines are in a varying order as opposed to what is normally seen in a complete poem of four lines.

Enclosed rhymes, or enclosing rhymes as also known, can take many forms. An excellent example of this format is featured in Wilfred Owen’s “Exposure”. This particular piece shows the enclosed rhyming structure throughout each of the eight stanzas that make up the poem itself. Another example of this structure can be found in the very first verse or stanza of Matthew Arnold’s piece entitled “Shakespeare”. 

د انګليسي ژبه پېژندل شوی شاعر  اسکار وايلد هغه شعر تاسو ته وړاندې کوم، چې دحلزوني قافيې په بڼه يې ليکلی  دی:

An omnibus across the bridge 

Crawls like a yellow butterfly

And. Here and there, a passer – by

Shows like a little restless bridge 

( ۱۶۴: ۱۹۹۶ ، Sokhanvar )

د حلزوني يا Enclosed Rhyme د قافيې له پېژندنې سره سم، پورته څلورو مسرو کې لومړۍ مسره له  څلورمې سره همدارنګه دويمه او دريمې سره همقافيې دي، هغه دا چې ( bridge او bridge ، butterfly او  – by  ) کلمې سره په وزن او قافيه کې يو شان دي، چې په شعر کې د دا ډول قافيو مراعتولو ته حلزوني قافيه ويل کيږي. دويمه بېلګه:

How soon hath Time, the subtle thief of youth,
Stolen on his wing my three and twentieth year!
My hasting days fly on with full career,
But my late spring no bud or blossom shew’th.

(From John Milton’s “On His Being Arrived to the Age of Twenty-Three”)

پورته ليکل شويو څلورو مسرو کې (youth  او shew’th ، year  او career) د قافيې کلمې دي… نورې بېلګې يې:


Uninspired, ’tis a search for ShangriLa,

It’s much ado, I mean, don’t you think so,

All of this bruhaha, just fools would go,

To this La La Land, –no ’tis other La.

Well, if fools have time for frivolous things,

Let it be theirs, not ours, a game of chance,

–It does seem charming, a touch of romance,

Oh no, a fool’s errand, what of your bling’s.

–What say you, we both got money, let’s go,

‘Tis a slide of the hands, all done with mirrors,

Pulled out of the hat, it’s flawed with errors,

Yet, you are my friend, answer, that you know

Let us hire some guide, and one from those schools,

–From the universities, a teacher,

I believe they are called professor, err,

–Now history, and dishwashing, two fools.

2019 September 22

په ترکي ژبه کې د حلزوني يا سارما قافيې پېژندنه 

Sarma Kafiye

Bir dörtlükte; birinci mısra ile dördüncü mısranın ve ikinci mısra ile de üçüncü mısraın kafiyeli olmasıdır. abba şeklinde gösterilir.

لکه څنګه مو چې پورته يادونه وکړه، په ترکي ژبه کې حلزوني قافيې ته ( Sarma Kafiye ) يا سارما قافيه وايي. پېژندنه يې په دې دول ده: هغه څلور مسرې چې لومړۍ يې له څلورمې او دويمه يې له درېيمې سره هم قافيه وي، سارما قافيه بلل کيږي. يا هغې قافيې ته ويل کيږي، چې د  ( a bb a) بڼه ځانته غوره کړي. بېلګې يې په لاندې اشعارو کې لوستلی شئ.

a- İhtiyar elini bağrına soktu,
b- Dedi ki, “İstanbul Muhasarası.
b- Başlarken aldığım gaza yarası,
a- İçinden çektiğim bu oktu!

b- Bir sonbahar akşamı… sahillerdeyim,
a- Gamlı bir heykel gibi kayalarla ben.
b- Dağınık saçlarımdan pervasız esen,
a- Rüzgârların elinde bir kırık neyim.

په لومړي بند کې ( soktu او oktu! ، Muhasarası. او yarası  ) د قافيې کلمې دي، يعنې د سارما قافيې د پېژندې سره سم لومړۍ مسره له څلورمې او دويمه له درېيمې سره د قافيې کلمې جوړوي. همدارنګه  په دويم بند کې ( sahillerdeyim, او neyim. ، ben. او esen, ) د قافيې کلمې دي. که چېرې پورتنيو بندونو ته ځير شو،نود (a bb a ) بڼه يې ځانته غوره کړې ده.
په ترکي ژبه کې د سارما يا حلزوني قافيې نورې بېلګې په لاندې اشعارو کې لوستلی شئ.

Her şey yerli yerinde; havuz başında servi a
Bir dolap gıcırdıyor uzaklarda durmadan, b
Eşya aksetmiş gibi tılsımlı bir uykudan, b
Sarmaşıklar ve böcek sesleri sarmış evi. a

Tuna’yı görmedim, fakat, tanırım,
Bir ümit önünde koştuğum zaman,
Geçmişi anarak coştuğum zaman
Kendimi Budin’in beyi sanırım.
(Arif Nihat Asya)

Seni sevmek mor denizlerdi biraz
Ne kadar gidilse bir o kadar bitmeyen
Umutlar ve yıkılmalar ardında direnilen
Seni sevmek mevsimler içinde en güzel yaz
(Afşar Timuçin)

په دري ژبه کې د حلزوني قافيې پېژندنه 

داسې اټکل کيږي، چې حلزوني قافيه د لومړي ځل لپاره د (( تجدد په ورځپاڼه )) کې د تقي رفعت لخوا پخپلو اشعارو کې له کارولو وروسته خپره شوه. حلزوني قافيه له  چليپايي قافيې وروسته د فارسي ژبې شاعرۍ ته لاره وموندله او رواج شوه. بايد ووايم چې نوموړې قافيه د چليپايي قافيې په پرتله د فارسي ژبې په شاعرانو کې لږ وکاروله شوه او خوښوونکي يې لږ وو.  اوس د جعفر خامنه ای هغه شعر تاسو ته دبېلګې په توګه وړاندې کوم، کوم چې د تجدد ورځپاڼې په پسرلني ګڼه کې په ۱۲۹۷ ل کال د رفعت تر کتنې او ارزونې لاندې خپره شوه:

نفرين به تو ای عصر فريبنده و غدار       لعنت به تو ای خصم بشر، دشمن عمران

ای بوم، فرو کش نفس، ای داعی خسران     زين پس مشو اندر پی ویارنی آثار 

د ښاغلي خامنه ای پورته شعر چې د حلزوني قافيې په هندسي جوړښت کې ويل شوی دی، د ( غدار او آثار، عمران او خسران ) کلمې پکې د قافيې کلمې دي. چې د حلزوني قافيې له پېژندنې سره سم، د لومړۍ مسرې قافيه له څلورمې او د دويمې له درېيمې سره هم وزنه او هم قافيه کلمې جوړوي. چې ډې ډول قافيې ته په دري ژبه کې حلزوني قافيه وايي. همدارنګه نيما په خپل يوه شعر کې چې د (( ققنوس )) په نامه ياديږي، له دغه ډول قافيې څخه يوازې په يوه بند کې ګټه اخيستې ده، چې دلته يې تاسو ته وړاندې کوم:

آن مرغ نغز خوان 

در آن مکان ز آتش تجلیل يافته 

اکنون به يک جهنم تبديل يافته 

بسته است دم به دم نظر و می دهد تکان

چشمان تيزبین…. ( نيما، ۱۳۷۱: ۲۲۳ ) 

په پورتنۍ شعر کې ( خوان او تکان، تجليل او تبديل ) د قافيې کلمې دي. همدارنګه په دويمه او دريمه مسره کې ( يافته ، يافته ) رديفونه جوړوي.

هېره دې نه وي چې له تجدد ګرا شاعرانو وروسته نورو ډېرو شاعرانو حلزوني قافيه  خوښه کړې او په خپلو اشعارو کې يې کارولې ده، چې له دې ډلې څخه يو هم ګلچين ګيلاني دی. هغه داسې يو شعر لري چې هر بند يې شپږ مسرې لري، چې لومړۍ دوه مسرې سره هم قافيه او څلور نورې يې حلزوني قافيې جوړوي. د ګلچين ګيلاني نوموړی شعر (( برګ )) نوميږي، چې دلته يې دبېلګې په توګه تاسو ته وړاندې کوم:

باد شبگیر می کشد فریاد

که  گل و برگ و سبزه ویران باد 

با فغان  پرندۀ شب خیز 

زیر اشک ستارگان بلند

برگ و گل روی سبزه می افتند

زرد از مشت وسیلی پاییز 

( روزگار نو، ۱۳۲۴ ) 

د ګلچين ګيلاني په پورتني شعر کې د لومړۍ دوو مسرو روستۍ کلمې  ( فرياد او باد ) سره هم قافيې دي، د دويم بيت لومړۍ اودرېيم بيت روستۍ مسرې سره هم قافيې دي او د دويم بيت دويمه مسره د درېيم بيت له لومړۍ مسرې  سره هم قافيه دي. په پای کې بايد ووايم چې، د پورته شعر له لومړي بيت وروسته، څلور مسرې پخپل منځ کې سره حلزوني قافيه جوړوي. نورې بېلګې يې لاندې اشعارو کې  لوستلی شئ.

سهراب سپهری پخپل يو شعر (( درۀ خاموش )) کې خلزوني قافيه کارولې ده:

نشته در پس هر صخره  وحشتی به کمین

کشیده از پس يک سنگ سوسماری سر 

ز خوف درۀ خاموش

نهفته جنبش پیکر 

به راه می نگرد سرد، خشک، تلخ، غمين 

( سپهري، ۱۳۸۰: ۴۲ ) 

د سهراب سپهري په پورته مخمس کې، د لومړۍ مسرې  او پنځمې مسرې قافيې سره يوشان دي او په منځ کې يې درېيمه مسره را چارپېره کړې او دويمه او څلورمه  مسره سره هم قافيې دي، چې حلزوني قافيه يې جوړه کړې ده. همدارنګه ابولقاسم لاهوتي پخپل يو شعر کې چې د ويکتور هوګو د شعر ژباړه ده، حلزوني قافيه کارولې ده. نوموړی شعر يې (( سنګر خونين )) نوميږي.

اذنم بده به خانه روم تا  کنم وداع

با مادر عزیز – ( به سلطان فوج ګفت )

الساعه خواهم آمد

عجب حقه ای زدی!

محکوم کیستی اگر اصلآ نیامدی؟

سلطان،  نه ! داد پاسخ او کودک شجاع 

( لاهوتی ،  ۱۳۸۵: ۶۸۹ )

په پښتو ژبه کې د زنځيري قافيې بېلګې 

په پښتو ژبه کې د حلزوني قافيې بېلګې په لرغونې، منځنۍ او معاصرې شاعرۍ کې نه تر سترګو کيږي، که چېرې په ځينو ولسي نکلونو او کيسو کې کارول شوي هم وي، نو د حلزوني قافيې په پيروي نه دي ويل شوي ، بلکې کېداشي په ناخبره توګه يې نوموړې قافيه په ځينو ځايونو کې کارولي وي…. په اوسنۍ شاعرۍ کې، تاند او ځوان شاعر محمد ابراهيم کروړ حلزوني قافيه خپلو اشعارو کې کارولې ده، چې دلته يې تاسو ته وړاندې کوم :

بې له تا مې زړه د تنګې خولې منګی شو

د حيات زهر مې ښه پکې ساتمه 

بل به څوک وي، نور به څه پکې ساتمه 

نور کروړ دې  تاته يکي يو سړی شو

که پورته څلوريزې ته ځير شو، نو ويلی شو، چې د لومړۍ مسرې (( منګی )) او د څلورمې مسرې (( سړی  )) سره هم قافيه کلمې دي او د دويمې مسرې (( ښه )) او د درېيمې مسرې (( څه )) په خپل منځونو کې هم قافيه کلمې دي. هېره دې نه وي، چې په لومړۍ او څلورمې مسرو کې (( شو، شو )) او په دويمې او درېيمې مسرو کې (( پکې ساتمه ، پکې ساتمه )) رديفونه جوړوي.

  • ځنځيري قافيه 

ځنځيري قافيې ته په انګلیسي ژبه کې chain rhyme  وايي. په فارسي ژبه کې د حلزوني قافيې په شان پرې نوم نه دی کېښودل شوی. chain په انګليسي ژبه کې ځنځير ته وايي. خو ځنځيري قافيه هغې قافيې ته وايي چې د هغه بندونه له دريو مسرو څخه رغېدلي وي، چې په ټولو بندونو کې لومړۍ او دريمه مسره سره همقافيه وي او منځنۍ مسره دوروستيو بندونو له لومړۍ او درېيمې مسرو سره قافيه جوړوي. نو که ددې قافيې جوړښت ته وکتل چې واقعآ د ځنځير په شان يو په بل کې نغښتي دي. د نوموړې قافيې هندسي جوړښت په لاندې ډول دی:

…………………………………………………a

…………………………………………………b

…………………………………………………a

…………………………………………………b

…………………………………………………c

…………………………………………………b

…………………………………………………c

…………………………………………………d

…………………………………………………c

Chain Rhyme Definition 

Chain rhyme is the linking together of stanzas by carrying a rhyme over from one stanza to the next.

A number of verse forms use chain rhyme as an integral part of their structures. One example is terza rima, which is written in tercets with a rhyming pattern a-b-a, b-c-b, c-d-c. Another is the virelay ancien, which rhymes a-a-b-a-a-b, b-b-c-b-b-c, c-c-d-c-c-d.

Other verse forms may also use chain rhyme. For instance, quatrains can be written to the following pattern: a-a-b-a, b-b-c-b, c-c-d-c.

په انګليسي ژبه کې د ځنځيري قافيې بېلګې :

O wild west wind, thou breath of Autumns being

Thou, from whose unseen presence the leaves dead 

Are driven, like ghosts from an enchanter fleeing 

Yellow, and black, and pale, and hectic red 

Pestilence – stricken multitudes: O thou 

Who chariotest to their dark wintry bed 

(sokhanvar, 1996:171)

په پورتني دوه بندونو کې چې شپږ مسرې لري، لومړي بند کې د لومړۍ مسرې قافيه د درېيمې مسرې له قافيې سره هم وزنه او همقافيه کلمې لري. په دويم بند کې هم همدارنګه د لومړۍ مسرې قافيه د درېيمې مسرې له قافيې سره هم وزنه او هم قافيه کلمې لري. هېره دې نه وي چې د لومړي بند منځنۍ مسره د راتلونکي بند له لومړۍ او درېيمې مسرې سره هم قافيه کلمې جوړوي. چې دې ډول قافيې ته ځنځيري قافيه وايي.

ځنځيري قافيې ته په ترکي ژبه کې Örüşük Kafiye ( اوروشک قافيه ) وايي. په دې برخه کې تاسو ته په ترکي ژبه کې د نوموړې قافيې پېژندنه او په هماغه ژبه د هغه بېلګې وړاندې کوم

Örüşük Kafiye

Üç dizeli bentlerde kullanılır. Edebiyatımızda ilk örneklerini “ servet-i fünun” vermiştir. “Terza rima” denilen nazım biçimi yalnızca örüşük kafiye ile yazılır.

Her üçlükte birinci ve üçüncü dizeler kendi arasında kafiyelidir. İkinci üçlükten itibaren her üçlükte birinci ve üçüncü dizeler bir üsteki üçlüğün orta dizesiyle kafiyeli olur. Terza rimada son üçlükten sonra şiir tek dize ile bitirilir: aba bcb cdc d.

Kafiye şeması: “ a b a” “ b c b “

Bir dereden kopardım (a)
Bu incecik kamışı (b)
Ve bir bıçakla yardım (a)

Pek solgunsa da dışı (b)
Sesinde gizli, berrak (c)
Pınarların akışı: (b)

Ali Mümtaz Arolat

د ښاغلي علي ممتاز آرولات په پورتني شعر کې،چې دوه بندونونه لري، ځنځيري قافيه کارول شوې ده. د لومړي بند لومړۍ مسره د لومړي بیت له درېيمې، د دويم بند لومړۍ مسره د دويم بند له درېیمې مسرې سره هم قافيه دي او د لومړي بند منځنۍ مسره د دويم بند له لومړۍ او درېيمې مسرو سره هم قافيه دي. چې دې ډول قافيې ته ځنځيري قافیه ویل کيږي.

ځنځيري قافيه په فارسي ژبه کې د ډېرو شاعرانو لخوا و نه کارول شوه، يوازې ابوالقاسم لاهوتي او ځينو نورو شاعرانو نوموړې قافيه په خپلو اشعارو کارولې ده، چې دبېلګې په توګه يې تاسو ته وړاندې کوم:

قصه ها از حیات حاتم طی 

خوانده ام با شینده ام بسيار

همگی شاهد فتوت وی 

ثروت حاتمی نداشت شمار 

مال هم بی شمار می بخشود

به فقیران بی کس و بی کار 

( لاهوتی، ۱۳۵۸: ۴۷۸ )

په پورته لومړي بند کې ( طی او وی ) او دويم بیت کې ( شمار او بی کار ) سره همقافيې کلمې دي او د لومړي بند منځنۍ مسره د دویم بیت د لومړۍ او درېیمې مسرو قافيې تعقيبوي.

اوس راځم د پښتو ژبې په هکله به ووايم چې د ځنځيري قافيې کارونه ما د پښتو ژبې په لرغونې، کلاسيکه او اوسنۍ دور شاعرۍ کې نه دي تر سترګو شوي، که چېرې کوم ديواني يا هم ولسي شاعر کارولي وي، نو په ناخبره توګه به يې کارولي وي. کله مې چې ددې قافيې بڼه له خپلو ټولګيوالو سره شريکه کړه، نو تاند شاعر  او ګران ټولګيوال محمد ابراهيم کروړ د نوموړې قافيې په بڼه يو شعر وليکه، چې زه يې هم د بېلګې په توګه تاسو ته در وړاندې کوم:

د لېونۍ مينې انجام لېونی a

ته رانه مه پوښته چې حال مې څه دی b

خپل بخت راکړی دی انعام لېونی a

ثواب مې څه دی او وبال مې څه دی b

ژوندي کالبوت کې لکه مړی يمهc

کند او کچکول لرم نور  مال مې څه دی b

د کنډواله وجود رغون به شمه c

کروړ به بېرته کړم کروړ جانه d

داسې د ورک ځان په لټون به شمه c

ښاغلي کروړ پورتنی شعر د ځنځيري قافيې په بڼه ليکلی، هغه دا چې د هر بند لومړۍ او درېيمه مسرې سره همقافيه او منځنۍ مسره يې د راتلونکي بند له لومړۍ او درېيمې مسرو سره همقافيه دي. هېره دې نه وي چې په لومړي بند کې ( لېونی، لېونی )، دويم بند کې ( مې څه دی، مې څه دی ) او درېيم بیت کې ( به شمه، به شمه ) رديفونه دي .

ماخذونه : 

  1. بخشی، حسين. برسی سه نوع جدید قافیه در شعر مشروطه : ادبیات پارسی معاصر، پژوهشګاه علوم انسانی و مطالعات فرهنګی سال چهارم، شماره سوم، پاييز ۱۳۹۳، ۱- ۱۴
  2. قافيه در شعر معاصر  فارسي ونقش ان درهماهنګی شعر و انتقال مفاهیم، یعقوب نوروزی / حجت الله  قهرمانی 
  3. اسحاق، محمد ( ۱۳۷۹ ). شعر جدید فارسی ، ترجمه  سیروس شمیسا، تهران: فردوس.
  4. Sokhanvar, jalal (1996). The practice of literacy, terminology, Tehran: SAMT.
  5. Elçin, şükrü (2005). Halkedebiyatınagiriş,9,baskı,ankara: akçağ yayınları.
  6. https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.google.com%2Furl%3Fsa%3Dt%26source%3Dweb%26rct%3Dj%26url%3Dhttp%253A%252F%252F1ahaber.com%252Fkafiye-semasi-nedir-en-yaygin-ornekleri%252Famp%252F%26ved%3D2ahUKEwjdhrjtiurkAhXOfFAKHesHAjcQFjAHegQIBRAB%26usg%3DAOvVaw13VVCfBipjPM3UJ3eS6UN7%26ampcf%3D1%26fbclid%3DIwAR2G5JU2af4ODMCm-W2nNHk9dPDPAnGJFCCWrnjhki92N9Abs7aS8EN_eLI&h=AT0cLWdIHUJ0gFFP1G9VCwrTqu63oCai-y2JuJGwvuYSIao-cw9lOcKpsrNdhVlD0etxWmUhx7u1QmBOP8M0D6HSHQcbj0BRfrQiMWgemD6efeWMe2JIfj0w23iTRxMZp1Lg
  7. https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.cokbilgi.com%2Fyazi%2Fkafiye-orgusu-uyak-semasi%2F%3Ffbclid%3DIwAR1Je2S4IxiWl9CO-3JD8Fm3yVmsjyMYpJN2BViSjaU72VjEimBPNOEzjkw&h=AT0cLWdIHUJ0gFFP1G9VCwrTqu63oCai-y2JuJGwvuYSIao-cw9lOcKpsrNdhVlD0etxWmUhx7u1QmBOP8M0D6HSHQcbj0BRfrQiMWgemD6efeWMe2JIfj0w23iTRxMZp1Lg
  8. https://study.com/academy/lesson/poems-with-abab-rhyme-scheme-examples-lesson-quiz.html
  9. http://www.languageisavirus.com/poetry-guide/chain_rhyme.php
  10. http://oxforddictionaries.com/definition/english/rhyme
  11. https://en.wikipedia.org/wiki/Chain_rhyme
  12. https://www.litcharts.com/literary-devices-and-terms/rhyme-scheme
  13. https://www.revolvy.com/page/Chain-rhyme
  14. https://www.poetrysoup.com/poems/chain_rhyme
  15. https://literarydevices.net/rhyme-scheme/
  16. https://www.litcharts.com/literary-devices-and-terms/rhyme-scheme
  17. https://study.com/academy/lesson/poems-with-abab-rhyme-scheme-examples-lesson-quiz.html
  18. https://en.wikipedia.org/wiki/Enclosed_rhyme
  19. https://www.britannica.com/art/enclosed-rhyme

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب