جُوجُو په ناول کي د مرکزي کریکټر نوم دی چي له یوې بلي سیارې څخه مځکي ته راغلی، غواړي د انسانانو پر ژوند څېړنه تر سره کړي. جوجو له خورا لوړي زدکړي، پوهي، مهارتونو او له یوه داسي پرمختللي تخنیک څخه برخمن دی چي انسانان یې نلري.
تواب چي یو ځوان هلک دی، په جوجو ناول کي یوه بله مرکزي څېره ده، جُوجُو په یوه کلي کي ورسره ملګری کیږي.
ساینس فکشن هغه کیسو، ناولو او فلمونو ته وايي چي ساینسي، تخنیکي او ټکنالوژکي تخیل او اړخ ولري او په دې توګه د مینه والو پام ځان ته راواړوي.
دا هڅه تر ټولو لومړی په لویدیځه نړۍ کي را پیل او وروسته وروسته چي څنګه یې مینه وال زیاتیدل په ټوله نړۍ کي یې غځوني وکړي.
فکر کیږي چي دا د هنر او تخیل اوسنۍ او پر مختللې بڼه ده.
زما په اند پښتو به هغه ژبه وي چي تر دا مهاله د دې ډول پرمختللي لیکوالي کچه پکي صفر وه، خو لیکوال نصیر احمد احمدي وو چي دا تشه یې احساس او د ډکولو لپاره یې لومړۍ هڅه جوجو ناول را وړاندي کړ. ښه فال یې ځکه بللای سو چي ښاغلی احمدي په هنري نثر کي پراخه تجربه او ځانګړی سبک لري، هغه په خپلو تیرو ناولو او لنډو کیسو کي څرګنده کړه چي د نوي او ځانګړي لیکوالي قوي استعداد او تومنه لري.
په جُوجُو ناول کي که هر څومره تخنیکي تخیل کار سوی خو بل پلو پکي د پښتنو ژوند او کړه وړه کټ مټ په رښتنې او منطقي ډول انځور سوي ، په دې مانا چي د پښتنو کلی هم هغه سي لکه چي دی انځور سوی، بیلابیل ناوړه دودونو، ستونزو، بدبنیو او مشکلاتو ته په رښتنې بڼه اشاره سوې او را سپړل سوي دي چي د پښتنو لپاره یې لوستل اړین دی.
له ښاغلي احمدي صاحب څخه یوه هیله وي به داوي چي د جُوجُو کرکټر دي ورسره و ساتي او دې سلسلې ته دي ادامه ورکړي څو پښتنو ته د هغوي نوري ناخوالي، ستونزي او بد مرغۍ ور په نورو دا ډول ناولو کي انځور سي.
دا دیته ورته ټول ناولونه، کتابونه او پانګې د پښتنو د ویښتابه سبب کیږي او په څنګ کې یې پښتو ژبه هم غوړیږي، یو وخت به زمونږ د ګرانو لیکوالانو کتابونه نورو ژبو ته که د خدای رضا وه وژباړل شي، ددې دواړو ګټو تر څنګ تر ټولو مهمه مسله ساینس ته د پښتنو پاملره زیاتولی شي او همدغه کار به پښتانه یو ځل بیا په اسیا او نړې کې که د خدای رضا وه لوړو پوونو ته هسک کړي. د سرلوړي افغانستان په هیله.