پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبموسمونه/ اسدالله غضنفر

موسمونه/ اسدالله غضنفر

  دوبی له لا نه وي ختم چې د سنبلې په یوه مازدیګر کې لمر د ناروغ بنیادم غوندې رنګ الوتی راښکاره شي او لږ وروسته له لرې غرونو یوه ستومانه خو سړه وږمه د مني د زېړې ښکلا د رانږدې کېدو پیغام راوړي.

 خوشحال خټک چې د تودې سیمې اوسېدونکی و، منی تر پسرلي ښه ګڼي او په یوه قصیده کې فرمایي:

 که رښتیا وایم دا وخت مې په پسرلي لري رجحان

د دې وخت په مخ خلاصی دی، د پسرلي په مخ زندان

خو له دې سره سره چې منی په پسرلي زیات بولي، په خپله شاعري کې  منی د پسرلي په نسبت ډېر لږ ستایي. دا حال زموږ د کابو ټولو پخوانو او اوسنو شاعرانو دی چې د نورو موسمونو ښکلا یې هېره کړې یا تقریبا هېره کړې ده.

 ښکارندوی چې د غور په واورینو غرونو کې اوسېده، د غره د واورو ځلاندې  ښکلا ته پام شوي او ویلي وو:

 د هندارو  په څېر غرونه سپین وړنګن دي

چې پر واورو باندې ځل وکا لمرونه

 څو کاله پخوا استاد سعدالدین شپون راته  په یوه مرکه کې وویل چې دوبی یې تر بل هر موسم خوښ دی او په خپل یوه نظم کې یې د دې موسم ښکلاوو ته اشاره کړې ده. استاد  خپل هغه بیتونه یادول چې ( د مهاجر خوب) په نوم نظم کې راغلي دي:

خوب وینم باغچه وي ټوله شنه په چنارونو

منځ کې یې صوفه وي ټوله پټه په ټغرونو

خوا کې یې ویاله کې د روڼو اوبو ټوپونه وي

زه یمه یاران وي چلمونه مجلسونه وي

بره خوا پټو کې شولې څڼې باد ته اچوي

خېل وي د چڼچڼوټیټې الوزي اتڼ کوي

ځمکه او اسمان په ګډه وایي ترانه

خوب ویني عالمه که یې څوک راکي مانه

له لویه سره د مني، دوبي او ژمي د ښایستونو ذکر زموږ په شاعري کې خورا کم دی او دا مو د ادب یوه نیمګړتیا ده.

 استدلال کېږي چې پسرلی تر نورو ښکلی موسم دی، ځکه یې شاعران ډېر یادوي خو ګومان کوم دا یوازې له پخوا وخته د راروان دود د پیروي اثر دی چې د پسرلي په باره کې ډېر شعرونه لرو او د نورو موسمونو ښکلاوې رانه هېرې غوندې دي.

که پسرلی تر نورو موسمونو ښکلی هم وګڼو، دا د دې دلیل نه شي کېدای چې شاعران د نورو موسمونو تجربې بیان نه کړي. شعر یوازې د ژوند د ښکلو تجربو نه بلکې د ټولو تجربو د بیان میدان دی. په شلمه پیړۍ کې د ادبیاتو یو نومیالی استاد، لارنس پیرین د شعر د موضوع په اړه په خپل  کتاب   Sound and Sense: An Introduction to Poetryکې ډېره د کار خبره کړې ده : « د شعر موضوعات د ژوند د موضوعاتو په اندازه دي. دشعر اصلي توجه ښکلا او فلسفي حقیقت ته نه بلکې تجربې ته ده. فلسفي حقیقت او ښکلا د تجربې یوه برخه ده چې په شعر کې راځي خو په مجموع کې شعر د ډول ډول تجربو د بیان لپاره پکارېدای شي، لکه ښکلې او بدرنګه، عادي او فوق العاده، پرتمینه یا معمولي او واقعي یا خیالي تجربه. د تعجب خبره خو دا ده چې تجربه که ان دردناکه هم وي خو چې د هنر له لارې لیږدول کېږي، لوستونکی ورنه خوند اخلي. مرګ ، درد او تکلیف په واقعي ژوند کې بدرنګه دي مګر په شعر کې ممکن خوند راکړي. ژړا مو په واقعي ژوند کې ځوروي خو چې فلم وینو او غمجن شو او بیا وژاړو، له دغه حالته خوند واخلو. په رښتوني ژوند کې له وېرېدلو بد منو خو زړه مو کله کله داسې فلم یا کتاب غواړي چې ومو وېروي.»

هغه وخت چې له لرې وطنونو ساړه بادونه راشي او د ونو په زړه یخ ننوځي، یو غمجن خوند مې روح ته لاره وکړي. د دې پېچلې تجربې بیان شاعرانه نبوغ او تخییل غواړي.

1 COMMENT

  1. د تاند چلوونکو او لوستونکو ته سلامونه.
    د استاد غضنفر(موسمونه) مقاله مې ولوسته. موسمونه مقاله د استاد د نورو مقالو په څېر له کليشې سره جګړه وه. زه هم منم چې مونږ بيخي ډير ځله منل شوي او ډیر استعمال شوي نظرونه او… بيا بیا تکراروو، يو ځل چا دا جرات ونه کړ چې ووايي، دا کار داسې سم نه دی، دا کار داسې په کار دی. زه هم يو له هغه کسانو څخه چې پسرلی ډير ستايي، يم. خو زه خو ګرم نه يم، ځکه:

    خزان
    ورته راورسېد، چــــــــــې
    لومړی رنځور يــــــــې کړلو
    بيا يې وفـــــــــــات جــانانه
    ستا هــــــــا راکړی ګــــــلاب

    سپېره خـــــزان سپېره شو
    شــو د ګــــــلابـــــــو مـــوسم
    خـــــــو ستا له خوا جانانه
    ماته ګـــــــــــــــلاب رانه غی

    خزان هم خدای خلق کړی
    خو زمــــــــا بد چې ايـــشـــي
    ما سره داسې کــــــــــــانه
    دې لـــیـــــونــــــــي کړې ده

    تشکر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب