Homeادبشعرته یې رایاده کړلې/ د صفي الله ستانکزي شعر

ته یې رایاده کړلې/ د صفي الله ستانکزي شعر

ته یې رایاده کړلې

***

د تېرې شپې

په ښکلي شړکنده باران کې

زما د تیارې کوټې

کړکۍ پرانیستې ولې

زموږ په ګاونډ کې د سنځلې ونې

د باراني خاورې نمجنه څپه

په خپل ښایسته وږم کې ګډه کړله

ټوله فضا پرې معطره شوله

ستا خوشبويي را په یاده کړله

ستا خوشبويي

او د سنځلو عطر ډېر ورته دي

ساه اخیستلو مې روح ښه ارام کړ

****

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل ـ د سپټمبر اتمه

۲۰۱۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...