جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهقانعپه اقتدار کې، له احمد شاه مسعود سره لومړۍ لیدنه

په اقتدار کې، له احمد شاه مسعود سره لومړۍ لیدنه

عصمت قانع
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مؤسسې د پلان له شنډېدو سره جوخت ټول کابل د ویر پر ټغر پروت وو.
هسې ښکارېده لکه د اسمان لوبه چې هم بدله شوې وي او د ګردون هر څرخ د غمیزو او ناورینونو له نویو صحنو او تازه نندارو سره حرکت کوي.

کابل د ویر او ناورین پر ټغر پروت وو او هره لحظه په کې د وینو د یوه تازه توپان زړه رېږدونکې انګولا د تهدید او ګواښ پر نیلۍ سپره وه. کابل د چور او تالان په ښار بدل شوی وو، هرې خواته د تېښتې کاروانونه لا لهانده او سرګردانه په خوځېدو را خوځېدو بوخت وو.

ماښام به د ښار په اسمان کې د سرو سکروټو نینې د ځمکې پر تېغنه را لوېدې او داسې فکر کېده، چې زمان د تاریخ په اوږدو کې د یوې سترې غمیزې د بشپړېدو د نوي پړاو شاهد دی او شاهد هم وو.

د هېچا د مرګ تپوس نه کېدو، د هېچا ناموس خوندي نه وو، د هېچا پر مال صرفه نه کېده، د هېچا ژوند خوندي نه وو.
د ثور ۲۸ ورځ وه، چې د نوي نظام د غوره تبلیغاتي پلان پرسر د جمعیت اسلامي افغانستان فرهنګي کارمندان د ملي امنیت په ریاست کې سره راغونډ شوي وو.

احمد شاه مسعود غوښتل چې دغه غونډه په خپله رهبري کړي، تر دې وړاندې استاد برهان الدین رباني هم په غونډه کې حاضر وو، خو غونډه د یوه بدخشي قاري لخوا د قران شریف د څو ایتونو په لوستلو سره پیل شوه او وروسته احمد شاه مسعود په خبرو پیل وکړ.

د خبرو په سر کې احمد شاه مسعود له حکمتیار څخه سر وټکاوه، له خبرو او وینا څخه یې داسې معلومېده چې د افغانستان لپاره ټول خطرونه، ټول ګواښونه او ټول ضررونه د ګلبدین حکمتیار په وجود کې مجسم شوي دي.

زه د انیس د نشراتي مؤسسې په نماینده ګي غونډې ته ورغلی وم. مسعود په لومړي سر کې د حکمتیار په باره کې وویل، چې هغه به تر اوسه پورې کوشش وکړي ترڅو کابل په یوازې سر ونیسي او د قدرت انحصاري تشکیلات پلي کړي.
خو وروسته یې په خبرو کې د اتنیکي تعصب رنګ له ورایه راجوت شو او په داسې حال کې چې پکول یې د مخامخ ښیښه یي میز پر منځنۍ برخه په احتیاط سره کېښود پر څوکړه ږیره یې لاس را تېر کړ او ماته یې مخامخ وکتل، په خبرو یې شروع وکړه.

دیګه جان بیادر، حکمتیار صاحب میخواهد که بار دیګه نادرخان شوه، حالا دیګه وزیری ها و جاجی ها و منګل ها به مشکل به چور و چپاول کابل دست خواهد یافت.

شما باید به مردم بګوئید که رژیم کاملاً بدست مجاهدین است، دیګه هیچ کس نمیتواند که اقتدار مجاهدین را در تاریکی شب دزدی کند.

زه خاموش شوم. ملکزاد چې اصلاً ازبک توکمه وو او له ډېره وخته راهیسې یې د جمعیت اسلامي په فرهنګي کمېټه کې کار کړی وو د کابل د ملي راډیو تلویزیون د پرسونلي قحطۍ په باره کې خبرې شروع کړې او د تلویزیوني خپرونو د پیل لپاره یې د جهادي پرسونل او بشري توان د راغونډولو په باره کې خپل وړاندیزونه بیان کړل. زما په څنګ کې فضل الرحمن فاضل ناست وو، هغه هم د افغانستان د اسلامي حزب د فرهنګي کارمندانو د جلبولو په باره کې توضیحات وړاندې کړل.

زما کیڼ اړخ ته د لغمان محمد نیسم فقیري ناست وو، ده هڅه وکړه چې مسعود د تاریخ د یوه بېساري کرکټر په توګه یاد کړي، بس چاپلوسي یې شروع کړه، داسې چاپلوسي چې مه کوه پوښتنه.

غونډې تقریباً شل دقیقې دوام وکړ، چې مسعود د یوه عاجل او بېړني کار د پېښېدو په بهانه له غونډې ووت او موږ د لومړي لمبر قصر په لور روان شو، چې د فرهنګي او تبلیغاتي کار د پیل لپاره د استاد رباني ملاقات ته ورشو.

کله چې د جلسې له غونډې راووتو، نو احمد شاه مسعود لا د ملي امنیت د لومړي پوړ په تالار کې موجود وو او د تالار مخې ته د تېر رژیم لوړ رتبه پوځي قوماندان ولاړ وو.

زه احمد شاه مسعود بېرته یوه ګوښه ځای ته ور وغوښتم او راته ویې ویل: دده خبرې په فارسي وې، ټکي په ټکي یې نشم را اخیستلای خو مفهوم یې په ټوله امانتدارۍ سره څه چې زما په ذهن کې دي دلته رانقلوم.

ته یو پښتون یې او فکر کوم چې افغانستان به ډېر درته ګران وي، ما دې په میثاق خون او مجاهد کې لیکنې لوستي دي، ته او ستا نور همفکران حکمتیار ته دا پیغام ورسوئ، چې که له کابله څخه د نظار شوری او جمعیت مجاهدین په زور وشړل شي تاسو به یو متحد افغانستان ونه لرئ، بیا به د افغانستان د نیمګړتوب تاریخي مسوولیت هم تاسو ته متوجه وي.
داسې قوتونه شته چې زموږ تر شا ودرېږي دا به زموږ مجبوري وي، چې د سالنګ اخواته د خپلو خلکو د جهادي آرمان د سرته رسولو لپاره تشکیلات جوړ کړو او په کابل کې هم څوک په ارام پاتې نشي. مجاهدین به هېڅکله هم د حکمتیار دغه فاشیستي ارمان چې په یوازې سر دې حکومت وکړي پوره کېدو ته پرې نه ږدي.

زما لپاره د مسعود اخطار د افغانستان د تجزیې مفهوم درلود. اعصاب مې ګډوډ شول. کله چې له تالار څخه راووتم، نو محمود بریالی، جنرال مومن، اصف دلاور، جنرال بابه جان، دوستم مجید روزي او عبدالرحمن جرمن د تالار مخې ته ولاړ وو.

دوی په فاتحانه انداز کې داسې ولاړ وو لکه د ببرک کارمل دکترین چې یې د بریالیتوب ستیج ته پورته کړی وو. د ودانۍ پر هر دېوال د حفیظ الله امین تصویر راته ښکاره کېده. ګومان مې کاوه، چې افغانستان چا راڅخه برمته کړی وي، هماغو زړو روسي قواوو، هماغه د هورا نارو، هماغه کارملي دسیسو.

د حفیظ الله امین تصویر مې تر سترګو کېده نه پوهېدم، چې په داسې حالت کې ولې د امین تصویر زما سترګو ته درېږي.
ځان مې سره راغونډ کړ، اعصاب مې سره راټول کړل او هماغه د حفیظ الله آمین په پغمانۍ لهجه مې د محمود بریالي په مخ کې په لوړ اواز وویل: له آمو تر اباسینه ایمنګ ستر وطن هېڅکله له مېنځه نه ځي. زما تر اواز وروسته بریالي نورو ته وویل: امینست ها در صفوف مجاهدین هم نفوذ دارد.

12 COMMENTS

  1. سلامونه اونیکی هیلی قانع صاحب ته او ده تاند چلوونکو او لوستونکوته

    په رښتیاهم چی مسعود یو پښتون دښمن عنصر وو دهغه دښمنی ده حکمتیار سره نه وو بلکه دهغه دښمنی له ټول پښتون ملت سره وو. خو دډیرتاسف سره باید ووایمه چی اووس اووس هم داسی پښتانه شته چی یا خو یی دغه پښتون دښمنه عناصر نه دی پیژاندلی او یا خوی د دوی خولی په په څو مردارو او حرام پیسو ور ډکی کړی دی. قانع صاحب ده ځان ده امنیت خیال ساته ولی چی دپښتون دښمن امرډیر کوڅه ډبی ملګری اووس هم ریښتنی او حق ویونکی پښتانه نه شی زغملی ، چی یو ښه نښه یی ده تیری ورځی حمله په ژوندون تلویزیون باندی وو. کامیاب او بریالی وسی.

    په درناوی
    مسافر

  2. د قدر وړ قانع صیب: تاسو ته ښه پته ده چی دوی غله دی، وران کاران، قاتلین، لوټماران، غاصبین، بی ننګه، بی عزته، د خدای په قهر ککړ او داسی دوکه ماران چی د افغانستان ټول ملت تری په ژړا او واویلا دی. دوی په زوره ځانونه قهرمانان جوړ کړی، له ځانونو داسی فرښتی جوړی لکه چی ټول ژوند یی ددی مظلوم ولس د خپو د خاوروی شوی دی پداسی حال کی چی ددی مظلوم ولس وینه یی چښلی دی، الله پاک دی دوی تباه او هلاک کړی خدای دی داسی دوی په خپلو کورنیو وژړوی لکه څنګه چی زما مظلوم ولس یی ژړولی او لاهم لګیا دی، الله پاک دی ددوی تخم په دی دنیا کی پری نږدی، ددوی لپاره دعا کول هم ظلم دی دوی د افغانستان جهاد د دنیا په کچه بد نامه کړه پداسی حال کی چی د افغانستان د جهاد وختونو کی دنیا د افغانانو سرخندنو ته ګوته په غاښ ول، دا بی شرفان په دی نه ارزی چی د دوی صفت وکړای شی، اصلا د دوی صفت کول انسانی کرامت ته سپکاوی دی، الله پاک دی کرزی هم تباه کړی چی دغه خرو ته وخت ورکړ او دوی یی دومره اوچت کړل چی نور دوی خپل ځانونه ورک کړل او هم د خپل حد څخه دومره مخکی ولاړل چی هیڅ فکر یی هم نه کیده

  3. زما په اند اوس اوس زموږ تکړه لیکوالان هم خرابه پښتو لیکي. پدې اړه شپون صیب هم پخپلو لیکنو کې اشاره کړې وه.

    زموږ اوسني لیکوالان لیکي:
    داسې فکر کیده چې……….

    کچیرې دا سم وي بیا پدې لاندې دوه جملو کې څه نظر لرئ
    واوره وریده
    باران وریده
    آیا دا سم دي
    که باید داسې ولیکل شي:
    واوره وریده او باران وریدلو

    لیلی په خره سپریده
    مجنون په اوښ سپریدلو — موږ نشو ویلی چې، مجنون په اوښ سپریده.

  4. قانع گله خدای دی تل بریالی لره په قلم دی برکت شه عجبه لیکنه ده په ساده الفاظو وطنی کلمو او دوطن په مینه مسعود اودده ملگری افغان دشمنه دله ده انشا الله زر به ورک شی ددی لپاره دی خدای طالبان زوندی لری خفه نه شی مرگ ی را نزدی دی

  5. دروند او منلی قانع ره نور څه نه وایم ،خودالیکنه به درډالۍ کړم.
    عمو سام در گرد همایی واپسین کرکسان
    تنی بسمل زجه وناله کنان بروی میدان در حالتی افتیده که کرکسان لاش خورخیزان وجستان بامستی خاص گاهی با پرواز نیمه ی
    بالها مانند خروسان خسکی مست طرف یکدیگر میپرند وباچشمهای برجسته ونگاه های ابلق یکدیگررا در اشاره التیماتوم میدهند.
    درهمین روز هاعمو سامی که از آن سوی آبهای کلان (اتازونی ) چند روز قبل پرواز نموده ، اینک به دیار عنقا رسیده ، ظاهر
    میشود وبالای کرکسان صدا میزند .
    آهای !
    این تن نیمه بسمل رادفعه قبلی هم درحال ستم کش رها نمودید، وازنزد عنقاهای که نه از البرز بلکه از سرزمین (بومهای ترور) فرستادم ، فرار نموده وبه سمت کوه های شمال متواری شدید ، مگر انصاف ندارید که هنوز هم اورا ستم کش مینمایید ؟
    بیایید جمع شوید ، من بشما سفارش های دارم ، کرکسان بازهم خیزان وجستان از بالای سنگ های دور پریده وگرداگرد تن
    تن بسمل ،حول عموسام جمع شدند .
    عمو سام غریده میپرسد ، از گذشته الهام نگرفتید ؟
    کرکس نول دراز : سردار من به باشه کور خود ( عبدل چریک ) گفتم که با بسمل مدارا کن وبه باز غول خود ( مالک )توصیه
    نمودم که قفس سینه بسمل را خفاشان از سنگچل های خون آلود پر نمود که شما آنرا خیال پارچه های گوشت نموده تناول نمایید
    تا باشد وزن شما زیاد وپرواز نتوانید ، ولی کم شنید همان بود که درکمین خفاشان افتاد وشکار بسمل را ازدست دادیم وخفاشان
    برلاش بسمل مسلط شدند .
    سردار من ! شما به نا حق آنها را عنقا خطاب مینمایید ، بل آنها خفاشانی بودند که باز هم به فرمان وکمک دالری شما وحملات
    بی 52دوباره آنها را ازسر لاش بسمل دور راندیم .
    عمو سام آهی کشید وگفت : شما با وجودیکه بار دوم بر لاش مسلط شدید ، از گذشته پند نه گرفتید ، این بار حتی جوجه های
    بسمل را فرار ، آشیانه های شان را غصب وتمام دارایی ها آنها رابلعیدید وبرتن بسمل هنوز هم نمک پاشی دارید.
    او با خنده ی ضحک افزود : آنها هنوزهم سیمرغ و عنقا هستند وباید با آنها کناربیایید تا مشترکاٌ ازین بسمل لذت ببرید، من به
    خاطری آنها را سیمرغ خطاب نمودم که یک بار دردیار ترور وفرانسه دوسه تن شمارا بگیل ساخت .
    کرکس منقار چنگ : نه خیر سردار من با آنها هرگز کنار نمی آییم ، زیرا طرفداران آنها باز جسور ما (شفیع دیوانه ) را
    کشتند . وحال هم میخواهند شجاعی راازبین ببرند.
    کرکس پنجال دراز : سردار من راست میگوید ، چند تن از عنقا های شما یعنی خفاشان رابا مشوره جک ادیما در قفس زندانی
    نمودم، واقعاٌ پنجال های سیمرغ گونه یی داشتند باوجودیکه یکی آنها جوجه بود کرکس وردکی(وزیر داخله همان وقت) مجبور
    شد از ترس کرکس حقوق بشراز چنگال من او راآزاد نماید.
    کرکس مزاری : سردار من ! تا هنوز کهنه پیخ نشده ام ، ولله با عنقا های شما چنان گسو شوم تا یاد شان باشد بیرق خودرا
    دوباره بالا ننمایند ، راستی یادم آمد آنها بعد از مسلط شدن بربسمل ، حینیکه کرکسان رفیق ما در پهلوی لاش مهمان بودند
    ، آنها را کشتند ، من که میخواستم یک قله البرز را بنام رفیقهای شهید خود مسمی مینمودم ، اما برسر نامگذاری این قله ی
    البرز با کرکس فرهنگی نول به نول شدم .
    عمو سام به قهر : بس است دیگه ! باعث اعصاب خرابی من نشویید هر طوریکه میشود باهم متحد شوید ، ورنه
    این تن بسمل نصیب دیگران خواهد شد ، زیرا من (خیل ) دسته خوبتری از کرکسان با نظافت وهوشیا ر رامیشناسم .
    احتمال دارد گرد همایی مشابه آنها را نیز سازمان دهم ، نیمی تن بسمل ازشما ونیمی دیگرش از آنها ، مگر متوجه باشید
    که من جگراورا بسیار خوش دارم ، شما هیچکدام تان حق خوردن آنرا ندارید.
    عبدالرووف لیوال.

  6. گرانو او محترمو افغانانو، السلام علیکم ورحمه الله وبرکات !
    زه د دغه محفل او فوادشهنان خخه دیره مننه اوتشکرکوم چه زما خخه دغه خواهش وکری چه زه پدغه پاکه ورحی کی دشهید احمدشاه مسعود په باره کی خبری وکرم .

    کوم وخت چه فوادجان زنگ راته وکری، او زماخخه یی وغوشتل چه خبری وکرم لس دقیقه لپاره، ماراساً قبول کری، ورسته ئی زماکورته کتابونه، مجلی اوفیلمونه داحمدشاه مسعود په باره کی راولرل، مادغه توله شیان مطالعه کرل، او په انترنت کی هم ریسرچ وکری، او یو دریاب معلومات داحمدشاه مسعودپه باره کی ما پیدا کری . دا زما لپاره د افتخارخای دی چه زه ستاسو سره په دغه محفل کی اشتراک کوم.
    مگراکثره معلومات داحمدشاه مسعود تاریخچه وه، بیاهم دلته دیرمعتبر پوهان تاریخدانان دی چه داحمدشاه مسعود په باره کی دیرشه معلومات لری اوپوهیژی . زه دیر وارخطا شوم چه خنگه به لس دقیقی داحمدشاه مسعودپه باره کی خبری کوم، حکه زه هیخ نوع شخصی خاطره داحمدشاه مسعودپه باره کی نلرم. زه یو ساده افغان چه په قندهارکی پیداشوییم، د یوه قهرمان نه یوازی دپنجشیر اویا افغانستان، بلکه نن ورخ تقریباً دتوله نری په باره کی خه ویلای شی، نو زما ارتباط داحمدشاه مسعودسره چه دی؟ ستاسو تولو ارتباط داحمدشاه مسعود سره خه دی؟
    زه هلک وم چه په پشاورکی په 1981کی ما داحمدشاه مسعودپه باره کی اول بارلپاره واوریدل، چه احمدشاه مسعود یو موفق قوماندان دی، همیشه سیاسی اونظامی تاریخ ددنیامطالعه کوی مادیرآرزو وه چه احمدشاه مسعود ووینم، اوکه وکولای سم، د ده یو عسکر سم . مگرهغه وخت زه دخپل ژوند اختیاردار نه وم، زما نصیب اوقسمت زه وامریکا ته راوسلتم . مگراحمدشاه مسعود زماپه زره کی یوه مُهر دقهرمانی پریشودله، احمدشاه مسعودزما لپاره یو افغان زمری وزیژوی، احمدشاه مسعود یوافغان قهرمان وه چه امیر کرور به د7 قرن کی دده صفت داسی کری دی :
    زه یم زمری پر دی نری، له ما اتل نسته
    په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته
    بل به زابل نسته له ما اتل نسته
    غشی د من می حی بریشنا پر میرحمنو باندی
    په ژوبله یو نم یرغالم پر تشتیدونو باندی
    په ماتیدونو باندی له ما اتل نسته
    زما د توری تر شپول لاندی دی هرات او جروم
    غرج و بامیان و تخار بولی نوم زماپه اودوم
    زه پیژندو یم په روم له ما اتل نسته
    احمدشاه مسعود زمونژ افغانانو لپاره وجنگیدی، زموژلپاره ئی قربانیانی ورکری، او زموژلپاره شهید شو. احمدشاه مسعود ولاری، مگر ژوندی دی په زروکی دتولو افغانانو. احمدشاه مسعود ولاری مگر روح ئی اوس هم پرافغانستان او افغانانو باندی راگرخی . احمد شاه مسعود ولاری، مگرموژته یی دآزادی دروازه خلاصه کره، موژ ته ئی دامید سرک جورکری چه یوه ورح موژ توله افغانان په اتفاق اوآزاد افغانستان کی په آرامی او صلح کی ژوند وکرو،
    دغه دی زما او ستاسو تولو ارتباط داحمدشاه مسعودسره
    په یوه آخرو مصاحبو کی، احمدشاه مسعود دخپل تصور د افغانستان په باره کی داسی وویل: « تصویری که من دارم دربارۀ آیندۀ افغانستان، که یک ملت متحد ومستقل وآزاد باقی بماند، رژیم سیاسی که از ارادۀ مردم وازطریق دموکراسی وخودآرای مردم باشند، که رژیم آینده را تعیین کند. یکی ازاهداف وآرزو های همیشگی من بوده که تامردم سرنوشت زندگی خودراتعیین کنند.»
    اوس زما او ستا وظیفه ده چه دغه مرام او آرزومخته بوزو، اوس زموژ نوبت دی چه داحمدشاه مسعود روح خوشحاله وساتو، زه فکر کوم چه دغه امید داحمدشاه مسعودتر اوسه ندی پوره سوی، اوس زموژ نوبت دی چه دمسعود چراغ دآزادی او اتحاد مخ ته بوزو، مگردا مرام هغه وخت مخته بیولایسو، چه موژ توله داحمد شاه مسعود دآرمانو او قربانیانو په حوض کی ولمبیژو اوپاک کرو خپل وجدان و طرز تفکر دتولو هغه شیانو خخه چه زموژ دتفرقی باعث کیژی . مرحوم گل پاچاالفت پدی برخه داسی وایی:
    په رشتیا هغه ملت وی بختور
    چــی لری ملی نظام ملی رهبر
    وی اصلی حاکمیت دخلکولاس کی
    حکومت وی دملی قدرت مظهر
    جامعه پخپله وی په حان حاکمه
    د عامه افکارو وی قـــوی اثر
    نه تبعیض نه امتیاز وی نه تیری
    په حقوقو کشی وی خلک برابر
    د هرچا اعتمادوی په عدالت
    قوانین وی له هر چا نه معتبر
    آزادی دموکراسی وی واقعی
    خطر نه وی کرامت ته د بشر
    مخور مسلط نه وی په نظام
    اهلیت او لیـــاقت وی مخور
    سر اومال وی په امان فکراونظرهم
    زورورچه پکی نه وی پخپل سر

    راحی چه نن ورح تعهد وکرو چه موژ به داحمدشاه مسعود ارمان پوره کرو، آیا تاسو آماده یاست ودغه تعهد ته؟ (حضار:هو)
    آیا تاسو وعده کوی چه خپل حانونه اونفس د تفرقاتو پاک کری؟ (حضار: هو آماده یو)
    آیا تاسو آماده یاست چه دنن ورخی وروسته موژداحمدشاه مسعود دآرمانو ، چه آزاد او بااتفاقه افغانستان دی، کارو په گده وکرو؟ (حضار: هو، آماده یو)
    زه پدی باور لرم چه احمدشاه مسعودپه جنت کی موژته گوری اوخوشحاله ندی چه نن ورخ دافغانستان حالت وینی. داحمد شاه مسعود دشهادت د ورخی خخه تر نن پوری په افغانستان کی دیر پرمختگ راغلی دی، مگرداحمدشاه مسعود آرمان دیوه آزاد او متحد ملت ندی رسیدلی . راخی چه لاس په لاس، اوژه په اوژه ودریژو او ددغه شهید دآمانو لپاره کار وکرو، دا یوازی کافی نده چه موژ داحمدشاه مسعود ژوند ونمانخو، بلکه موژبایددده روح په جنت کی خوشحاله وساتو. نو هغه وخت دی چه موژپه حقیقت د احمدشاه مسعود ژوند نمانخو.
    احمدشاه مسعود زه باور لرم چه هغه وخت به وایی په خندا باندی، چه آفرین دی پرتاسی زما افغان ملت، چه زما لارمو مخته بوتله، آفرین دی پرتاسی زما افغان قومه چه تاسو یوحای سو او اتحاد مو وکری، آفرین زما افغانه چه زما دشهادت وینی چه ستا لپاره ما وبهیدی ، بی حایه توی نه سوی، آفرین او شادباش ای زما افغان چه تا زما د آزادی حراغ بل پریشوی . زه ستاسو خخه دیر خوشحاله یم او دیرتشکر اومننه کوم، اوس نو زما روح آرامه ده !
    په می د2007 زه افغانستان ته ولارم، میلمه سوم پنجشیرته، زه په ژوند پنجشیرته نه وتللی، داحمدشاه مسعود زیارت ته ولارم، دعا می وکره او (د میلمانه کتابGuest Book ) کی می خلص نوشته کره:«Shafeek Siddiq, Fairfax,VA, Gog bless your soul. »
    زما زره راته وایی چه احمدشاه مسعود شاهدزمادغه یوه آرزو چه پنخه ویشت کاله مخکی غوشتله دی په پنجشیرکی وورینم، پوره کره، شاهد دغه یو نشانه وه داحمدشاه مسعودچه غوشتله یی چه یو ارتباط زماسره ولری .
    مگر شه ارتباط او ریشته هغه ده چه داحمدشاه مسعود ارمان د غمزده ملت په باره که ترسرحدپوری ورسوو. البته دا زما په نظر زما او ستاسو تولو ارتباط دی داحمدشاه مسعودسره . دا مهمه نده چه موژ داحمدشاه مسعود سره شخصی خاطره نلرو اویازه په قندهار کی زیژیدلی وم او دی په پنجشیرکی، او یاموژ دمختلفو ولایتونودافغانستان یو، مگر دا مهمه ده چه موژ یوافغان یو. دغه دی زما او ستاسو ارتباط داحمدشاه مسعود سره .
    اوس زموژ وظیفه ده چه دغه ارتباط قایم وساتو. پدغه سلسله باندی او داحمدشاه مسعود دآرزوگانو په متابعت ما فکروکری چه یو شعر ولیکم، مگرزه چون نه شاعریم اونه یی استعداد لرم، دیر مشکل و زمالپاره . مگر ماکوشش وکری چه یوخولیکی ولیکم دده په افتخار، او تاسوته یی وراندی کوم اوخپله بیانیه ختموم. امیدلرم تاسو زماسره اشتراک وکری:
    خکه زه افغان یم
    زه یم سُنی، زه یم شیعه
    خکه زه افغان یم
    زه یم مسلمان، زه یم هندو
    خکه زه افغان یم
    زه یم پشتون، زه یم تاجک
    خکه زه افغان یم
    زه یم ازبک، زه یم هزاره، زه یم کابلی، زه یم هراتی

    خکه زه افغان یم
    زه یم مزاری، زه یم قندهاری، زه یم دلاوره، زه یم وفاداره

    خکه زه افغان یم
    مگر زما شایست دی زما په خاکساری کی !

  7. نوررحمان صب
    زما په فکر ته باید له سره پښتو زده کړې
    نجلۍ راغله /هلک راغی
    واوره وریده/باران وریدی
    نجلۍ ښوونځي ته تله /هلک ښوونځي تلی
    اوریدل فعل دی او په پښتو ژبه فعل داسم تابع دی
    البته پښتو هم دنورو ژبو په څیر کله استثناوې او بې قاعده فعلونه لري
    ************
    کچیرې دا سم وي بیا پدې لاندې دوه جملو کې څه نظر لرئ
    واوره وریده
    باران وریده
    آیا دا سم دي
    که باید داسې ولیکل شي:
    واوره وریده او باران وریدلو

    لیلی په خره سپریده
    مجنون په اوښ سپریدلو — موږ نشو ویلی چې، مجنون په اوښ سپریده.

  8. سلام
    قانع صاجب ستا د لیکنی سبک یو روښانه ژورنال ،فرهنګ،ادب او بشپړ سیاست دی کوم ترکیب او کلام چې ستا نثر کې راڅرګندیږی
    هغه دپښتو ژبې ګاڼه ده لهذا دزرو قدر له زرګر سره وی. سالمه نیوکه ځان ته سلیقه غواړی پوهه او هنر غواړی موږ پښتانه لاهم په تبصره کې هم کله ناکله ژر ټاپه وهو ، اهانت کوو او بدرنګی او په خوله باندې دڅرکندونې حاکمیت نه لرو چې څه وایو. په هرحال تا دافغانستان دیرې مهمې ورڅپاڼې سره کارکړی چیرې چې زموږ د مسلکی سییمینار عکسونه هم چاب شول اوپه سبا یې کمونستانو میر اکبر خیبر را بار کړی وه او شهدای صالحین ته روان ول.

  9. د احمدشاه مسعود ګروپ لکه د نورو تنظیمونو په شان د شورویانو مقابل کښی ندی جنګیدلی بلکه ملت جنګیدلۍ دی دا ګروپونه د پنجابی پاکستان تر رهبری لاندی د ژبو او قومیت په اساس جوړ شول او هر پناهنده به چی پنجابی پاکستان ته مجبوری تلو نو باید نظر و ژبی و قومیت ته ئي ځان د مهاجر په حیث رجستر کړۍ وای ، پنجابی پاکستان ټول خارجی ژورنالستان دی جوړ شوو ګروپونو ته معرفی کول او هغوی بیا دا ژورنالستان ځینو خاصو ساحو کښی خپل ساختګی جنګونه د شورویانو مقابل کښی ورته تمثیل کول پدی ډرامیتوب کښی احمدشاه مسعود قهرمان وو په واقعیت کښی همدی احمدشاه مسعود د شورویانو سره خاص تړون درلود او امریکا ته ئي هم وروسته لاره پیدا کړی وه ، دده تبلیغ لپاره د فرانسی ژورنالستانو ډیر رول لوبولۍ دی ، په هر صورت ما دا ډورامی په تاجکستان کښی له نږدی لیدلۍ وو او راته څرګند شوو چی نوموړۍ ډرامی د پښتنو مقابل کښی فوق العاده متعصب وو او نوموړۍ پلانیز د اجنبیانو له خوا دده هم قطارو په کومک له مینځه وړل شوۍ دی ځکه هغه ډیر ذکی بیدار وو او د اجنبیانو راتلوونکو پلانو لپاره ډیر ستر خنډ وو بیا هم پر ما هغه ډورامی نسبت و ګلبدین قاتل ته مثبت لیده کیده !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب