جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرسرکاري پورونه/ عبدالباري جهاني

سرکاري پورونه/ عبدالباري جهاني

یو سړی په اصفهان کي دوکاندار وو

له کلونو پوروړی د سرکار وو

په دوکان یې عیال نه سو مړولای

د سرکار له پوره نه سو خلاصیدلای

چي په کال کي یې هر څه پیسې ګتلې

د حاکم تر خزانې پوري به تللې

هره ورځ په دروازه کي اردلیان وه

میلمانه د دوکاندار پر دسترخوان وه

زوی او لور به یې نهر ورته پراته وه

په ډوډۍ به یې د غم عسکر ماړه وه

که هر څو یې پښې تڼاکي په ځغستا کړې

که میرمني یې شپې ستړي په دعا کړې

نه ادا سول د سرکار ظالم پورونه

نه یې وکړل د آرامي شپې خوبونه

یوه ورځ له ناچارۍ ولاړی حاکم ته

چي حساب د نادارۍ ورکړي ظالم ته

و حاکم ته سو ور وړاندي په عرضونو

ور ښکاره یې کړې تڼاکي د لاسونو

ویل بار د ژوندانه مي کړه ملا ماته

را ته ووایه عرضونه وکړم چاته

اولادونه مي له لوږي قتل کیږي

ستا له پوره به مي کور کله خلاصیږي

حاکم وویل بهتره ځای شیرازدی

ډیر شته من دی تل سمسوره او ښیراز دی

کډه وکړه هغه ښارته چي آباد سې

له نیستۍ به سې فارغ په زړه به ښاد سې

نور به نه اورې ژړا د ماشومانو

هره ورځ به نه وي غم د اردلیانو

سړي وویل وراره دي حکمران دی

ستا په څیر مي هغه هم بلا د ځان دی

چي سپارې مي د هغه ظالم دُرې ته

له بارانه دي ولاړ کړمه ناوې ته

حاکم وویل ته کډه سه کاشان ته

په دعا لاسونه پورته کړه اسمان ته

ګوندي وي چي ټول کارونه دي پر لار سي

پر طالع دي برابر هغه لوی ښار سي

سړي وویل د کاکا زوی دي حاکم دی

تر وراره دي لا په سل چنده ظالم دی

په کاشان کي به مي څه ښه په نصیب سي

زه ویریږم خپل قسمت به مي رقیب سي

په لوی لاس ځان د بلا مخي ته سپر کړم

خپل اولاد وږي زمري ته په خوله ورکړم

حاکم وویل عرضونه ير سلطان که

ورته څیري تر لمني دي ګریوان که

ورته ژاړه چي له حاله دي خبر سي

ګوندي وي چي یوه ورځ دي ژوند بهتر سي

د هغه په فیصله دي کار سمیږي

ټول دردونه یې په حکم دوا کیږي

سړي وویل ستا ورور صدراعظم دی

له هغه خو مي زړګی قلم قلم دی

د لیوه له خولې به ولاړ سمه قصاب ته

په لوی لاس به مي ځان وسپارم عذاب ته

له دې غمه همیشه یمه پریشانه

چي دا عرض به مي څوک یوسي تر سلطانه

د حاکم سترګي له قهره څخه سرې سوې

سرې لا څه ته وا د وینو فوارې سوې

ویل ورک سه زما له مخي له درباره!

چي را نه سې پر دې سیمه پر دې لاره

جهنم ته ځه چي ځاي دي سي اورونه

تا ته ښایی په دوږخ کي عذابونه

سره لمبه چي درته هر کلی او ښار دی

ستا نصیب ته هغه سور دوږخ په کار دی

سړي وویل حاکمه ستا قربان سم

ستا د عدل او انصاف بلا ګردان سم

زه به څرنګه دوږخ ته ور روان سم

له ظالم څخه به څنګه په امان سم

موده مخکي چي دي مړ سپین ږیری پلار دی

زه پوهیږم په دوږخ کي صوبه دار دی

ورسره به وي ټولۍ د شیطانانو

ککرۍ به ماتوي د مظلومانو

ګواکي موږ به تل له غم سره اوسیږو

په دوږخ کي هم ل تاسي نه خلاصیږو.

د ۲۰۱۳ کال د آګسټ اتمه

ویرجینیا

10 COMMENTS

  1. سلامونه اونیکی هیلی
    یاره ښاغلیه جهانی الله ج خودی یوسل کاله نوره راته ژوندی لره چی بیخی دی زمادزړه زنګ ختم کړو په رښتیا چی موږ به ددی ظالمانو له لاسه په دوزخ کښی هم خلاص نشو دجنت تمه خودی دوی نکوی دوزخ ته الله ج موږاوتاسی نه ورولی
    په درنښت

  2. Jehani Sahib, hope you are feeling great in there, as I have said before you are a national treasure, your language is so simple and pure that’s the beauty of your poems. Anyhow you deserve some more publicity especially in Pakistani part of pakhtoonkhwa, where your name is hardly known. What do you think should be done to do so. regards

    Sher Wali
    11th Sep 2013 AISA Nangarhar

  3. جهانی صاحب خوند دی په وکی. الله پاک خو دی زموږ د سرو څخه مه کموه. همدا ستا قلم به د ظالم کلا ورانه کړی. تل ودان اوسې

  4. ګرانه جهانی صاحب پاک پروردګار دی ‌ډ‌یر عمر او د هغی نړی جنتونه در په نصیب کړی ستا شعرونه روح ته قوت ورکوی ډیره ډیره مننه

  5. ماشاالله ښاغلی جهانی صاحب واقعت چه ډیرښه خوند یی وکړی تاته دی خدای ج زیات ژونددرپه برخه کړی اوخدای ج دی زموږدسره مه کموه په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب