پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeداسې هم شتهساینساپل کمپنۍ دوه نوي سمارټ آفونونه راوایستل

اپل کمپنۍ دوه نوي سمارټ آفونونه راوایستل

تاند- اپل امریکايي کمپنۍ، چې کمپیوټرونه او راز راز الیکترونیکي وسایل جوړوي، دوه نوي سمارټ افونونه په یو لړ مراسمو کې وښودل.

اپل دا ټېلفونونه په کلیفورنیا کې په یوه غونډه کې اعلان کړ. (iPHONE S5 – iPHONE C) هغه نوي ټېلفونونه دي چې اپل بازار ته د هغو راایستل اعلان کړل.

آی فون پنځه ایس تر آی فون سي هم ارزانه دی او هم یې کیفیت لوړ دی. د ګوتو نښې پېژني ځکه چې د ګوتو د نښو د پېژندلو سینسر پکې نصب شوی دی. خو د فایف سي پوښ پلاستیکي دی او مختلف رنګونه لري.

د فایف ایس ټېلفون د اخیستلو په مهال باید په دوکان کې لومړی د ګوتو د نښو د ثبتولو اجازه واخیستل شي. د دې ګټه دا ده چې بل څوک ستاسو ټېلفون نه شي استعمالولی.

په امریکا، بریتانیا، استرالیا، چین، کاناډا او څو نورو هیوادونو کې به د آی فون پنځه ایس پلور د سپټمبر په نیمايي کې پیل شي.

1 COMMENT

  1. څومره چې ټکنالوجي پرمختګ کوي هغومره د آسانتیا نورې وسیلې هم زیاتیږي. د اپل ګرځندې خو ډیرې ښې دي ولې یو منفی ټکی چې ټول یې لري هغه د بلوتوت نه لرل یا نه کارکول دی. بلوتوت هغه د ارتباط وسیله ده چې هرڅوک یې کولای شي چې معلومات د یو ګرځندې څخه بل ګرځندې ته نقل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب