دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+قمرګله، د پښتو موسیقۍ د بڼ بلبله / نرګس سهاک

قمرګله، د پښتو موسیقۍ د بڼ بلبله / نرګس سهاک

قمرګله، د پښتو موسیقۍ د بڼ بلبله

د شیردروازې او د آسمایي د غرونو لمنې، د نارنج ګل د سیمې خواږه یادونه، کابو لس یا یوولس کاله کیدل چې د کابل د عطرینې خاورې بوی یې تر پوزې شوی نه وه، خو هره شپه یې دا خوږ عطرین بوی په خوب کې راته، ددې د خوبونو نړۍ له دې خوشبویۍ سره مینه درلوده او د شپو دا چوپتیا ددې د یادونو ترټولو مهربانه کوربنه وه، داسې کوربنه چې قمرګله یې هیڅکله یوازې نه پرېښوده. بلاخره د لیدلو شیبه راورسېده، هغه شیبه چې قمرګله کلونه کلونه ورته په تمه وه، هغه شیبه چې تل یې له ځانه پوښتل: بیا به داسې شیبه راشې، چې زه د خپل میین دیدار وکړم؟

داسې شېبه چې زړه یې درزیږي، ساه ساه وهي، خو باید پیاوړې اوسي، باید په خپل ځان پام وکړي هغه خپل خړبخنی ټیکری په لاسونو کې ټینګ نیسي، ځان چمتو کوي او غواړي چې ور پرانیزي، خو د انګړ ساتونکي یې نه پریږدي او ترې پوښتي: 

-مورې! 

-خیریت ده؟

اوه! عجیبه ده، چې دې ځای ته دیرش کاله بې تپوسه تللې او راغلې یي خو نن د تګ له پاره پوښتل کيږي. 

-مورې څه غواړې؟ 

دا ځای د افغانستان راډیو ده.

قمرګله هیښه پاتې، دا خلک نه پوهیږي چې ګنې دا زما کور دی؟

دا غلې ولاړه ده او څه نه وايي، د یوه ساتونکي پرې پام کیږي او ورته وايي: 

-مورجانې! دا لاره تړلې ده، مهرباني وکړه په هغې بلې لارې لاړه شه!

-زویه! زه تل په همدې لاره تللې یم، بله لاره مې لېدلې نه ده.

ددې خبرې په اورېدو ساتونکی خپل مشر ته زنګ وهي او وايي:

-یوه میرمن غواړي چې راډیو ته له هغې پخوانۍ لارې څخه لاره شي، هرڅه چې ورته وایو، زمونږ نه مني او په دې نوې لاره نه ځي. 

مشر یې ترې پوښتي: نوم یې څه دی؟ 

-ساتونکی: مورجانې! نوم مو څه دی؟

– قمرګله

مشر: څه؟ قمرګله. قمرګله….. اوه قمرګله ! 

زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کړم………. همممم پریږدئ یې، دا ځای د هغې میرمنې کور دی. د قمرګلې وریښمین ګامونه دا حسوي چې روزګار خپله وروستۍ هڅه کړې ترڅو هر څه بدل کړي. خو یوازینۍ څه چې بدله شوې نه ده هغه ددې ځای آشنا خاوره ده چې لا هم د خپلوۍ وږم لري، په دهلیز کې د مېرمن قمرګلې سترګې خپلوان او پېژندلې څېرې لټوي، په دیوال ځړول شوي انځورونه یو یو له سترګو تیروي چې ناڅاپه یې سترګې د موسیقي د نړۍ په یوې قدرمنې څیرې لګي، اووو سرآهنګ استاذ!

د استاد د انځور په لیدو ناڅاپه د مېرمن قمرګلې په سترګو کې د ملغلرې دانې راپیدا کیږي او د تیرو خاطرو انځور پکې ښکاري هغه وخت:

کله چې میرمن قمرګله، استاذ سرآهنګ او د هېواد د موسیقي نامتو سندرغاړي د یوه هنري سفر له پاره کندهار ته تللي ول، نو په پر له پسې توګه به محفلونه وه، او مجلس پسې به مجلس وه، دغه سندرغاړي به د دمې له پاره د شپې په یو ځای کې راټول شول، خبرې اترې او لوبې به یې کولې، کله به چې شپه پخه شوه نو استاد سرآهنګ به دې جمې ته راته او قمرګلې ته به مخامخ کښیناسته او به یې ویل: قمرګلې! پیل یې کړه!

نن دې په جادویي غږ مونږ ونازوه!

قمرګله چې پوهېده څه ډول اورېدونکی لري او څه ډول انسان ته خپل هنر وړاندې کوي، نو خپل ټوله وړتیا، هنر او احساس یې سره مل کوه او په کوچني کنسرت کې یې ستر استاد ته خپل هنر وړاندې کاوه. د جلال آباد د نارنجو وږم به د قمرګلې په مرۍ کې د میلوديو باغستان جوړاوه او هغسې سندرې به یې ویلې چې د سرآهنګ په وړاندې باید ویل شوې وای، ددې سندرو په اوریدو به د استاد سترګې اوښلنې شوې او وبه یې ویل:

قمرګلې!

ته خدایي غږ لرې!

له ننګرهار څخه راغلې سپینه کوتره

په کال ۱۳۲۶د ننګرهار ولایت د شیګۍ ولسوالۍ د بازارک په کلي کې یوې جلۍ دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې، چې کورنۍ یې پرې نوم شکریه کیښود. پلار یې ګل شیرین د وخت له نامتو سندرغاړي بابو سره طبله غږوله، هغه په ځوانۍ کې ناروغه شو او د نفس تنګي ناروغۍ نوره اجازه ورنکړه، چې خپل دې شوق ته دوام ورکړي او لا پنځوس کلن نه وه شوی چې د مرګ په خوب ویده شو. شکریې شپږ وروڼه لرل، تر ټولو مشر ورور یې خان شیرین نومېده چې هم یې سندرې ویلې او هم یې موسیقي غږوله. مور یې په ځوانۍ کې د چیچک په ناوړې ناروغۍ اخته شوه ددې له پاره چې هغه مهال ددې ناروغۍ علاج ممکن نه وه، د سترګو لید یې له لاسه ورکړ ، کله به یې چې زړه تنګ وه نو وبه یې ویل: زه ددې نړۍ تر ټولو بدمرغه مور یم چې نه شم کولای خپل اولادونه ووینم.

شکریه ددې کورنۍ یوازینۍ او نازدانه لور وه، ددې له پاره چې د محرم په مبارکې میاشتې کې زیږيدلې وه نو ځکه یې انا ورباندې ددې مبارکې میاشتې په مناسبت د حسین بي‏بي نوم ایښی وه. هغه لا ډېره وړه وه چې د ښکلو آوازونو په وړاندې حساسه وه او کله به یې چې د کوم ښکلي مارغه غږ واورېده نو زړه به یې د اوریدو په لوري ورالوته. مطلب دا چې شکریې د خوږ غږلرونکو بلبلانو او مارغانو په مرستې له ماشومتوبه موسیقي پېژانده او کله چې وروسته یې د خپل پلار او ورور هنرمندو لاسونو او خوږو غږونو ته پام ورواوښت نو ورو ورو د موسیقي له نړۍ سره بلده شوه او هر هغه څه یې چې کوچني ذهن ته راتلل هغه به یې له ځان سره زمزمه کول، کله به یې چې زړه تنګون ډېر شو نو غږ به یې ورو ورو لوړ شو بیا به یې په لوړ غږ زمزمه کوله. ددې زمزمې یوازې تر دې محدودې پاتې نه شوې آن د ګاونډیانو پام یې هم ځانته راواړاوه او ددې له خوږ آواز څخه به یې خوند اخیسته، کله چې دوی له بازارک څخه د جلال آباد ښار ته راوکوچیدل، نو د شکریې د زمزمو آوازه ددې سیمې د میرمنو ترمنځ ورسېده او دا به یې د میرمنو محفلونو او بنډارونو ته د سندرو ویلو له پاره ورغوښته، ددې سندرو ددې بنډارونو سرحد مات کړ او دا کیسې د سیمو د نارینه وو تر منځ خورې شوې، شرغوښتونکي غلي پاتې نشول او دده پلار ته یې وویل چې ستا لور سندرې وايي او د سندرو ویلو په وخت کې په پښو کې زنګونه هم تړي او ناڅي. یوه ورځ کله چې شکریې په یوه محفل کې له استاد رحیم غمزده سره سندرې ویلې نو پلار یې ددې له پاره چې څوک یې و نه پېژني پټو پر سر کړ او د یوه ناپيژانده کس په توګه محفل ته لاړ، ترڅو ځانته د خلکو د خبرو رښتیا او دروغ معلوم کړي. په سبا یې د شکریې پام د خپل پلار بدلې شوې رویې ته ورواوښت او ترې ویې پوښتل: پلاره ولې خپه يې؟ 

پلار یې په ژړغوني غږ وویل: لورې ما بیګاه ته ولیدې، له لیدو وروسته هم خوشحاله شوم او هم مې ډېر وژړل، خوشحاله ددې له پاره چې خدای پاک تاته څه یو غږ درکړی دی، خو خپه دې ته یم چې دا خلک به تا ددې له پاره ووژني چې ولې یوه میرمنه د خلکو په مخ کې سندرې وایي. هماغه وه چې د خلکو خبرې او فشارونه پیل شول، د شکریې ترونو او خپلوانو له دوی سره خپله اړیکه پرې کړه، خو ددې پلار دا هر څه وزغمل او هیڅکله په شا نشو او تل به یې ویل: که راسره وروري کوئ! بسم الله. او که یې نه کوئ! الله مو مل.

 شکریه د مور د خپلوانو لخوا څو ځلې وګواښل شوه چې: که سندرې ویل پرینږدي نو دوی به یې ووژني. خو شکریه د ماتې او تسلیمیدو جلۍ نه وه، هغه ودرېده او هیڅ ګواښ ته تسلیم نشوه دا ځکه چې پلار او کورنۍ یې ورسره وه او همدا یې لامل وه چې دا کوچنۍ جلۍ نوره نو یوازې د کورونو سندرغاړې پاتې نه شوه بلکې د جلال آباد د ولایت په جشنونو کې به هم د سندرو ویلو له پاره بلل کېده او دا به ورتلله او په پوره شوق به یې سندرې ویلې، هماغه وه چې په دیارلس کلنۍ کې خلکو دغه نوې څېره وپېژندله او ويې هڅوله او حفیظ الله چې د جلال‏آباد ښار ښاروال وه پردې یې د قمرګلې نوم کیښود. په دې وخت کې د خپلواکۍ جشن د لمانځلو له پاره له راډیو کابل څخه ننګرهار ته یوه ډله هنرمندان راغلل، کله چې یې هلته د قمرګلې غږ واورېده نو استاد حفیظ‏الله خیال په دې پوه شو چې دا غږ به د پښتو موسیقۍ ته ډېر څه ورکړي ځکه خو یې ډېره وستایله او غوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې کابل ته راشي او له کابل راډیو سره خپله همکاري پیل کړي. هماغه وه چې مېرمن قمرګله په ۱۳۴۷کال د کلتور ریاست په رسمي بلنې له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغله او د کابل په سیاه سنګ کې میشته شوه او له کابل راډیو سره یې په رسمي توګه د سندرغاړې په توګه خپله دنده پیل کړه. لومړنۍ سندره یې چې په کابل راډیو کې ثبت شوه:

په ما میینه سترګې دې سرې دي/ نن دې ډېر ژړلي دینه

دا وه، خو کومې سندرې چې قمرګله خلکو ته وروپېژندله او تر ننه د خلکو په زړونو کې ژوند کوي او زمزمه کیږي هغه: زه انتظار کوومه ستا د سترګو/ ولې پناه شوې ته زما له سترګو

که څه هم دا سندره د لومړي ځل له پاره د پیښور سندرغاړې ګلناربیګم ویلې وه، خو د قمرګلې جادويي غږ ددې خوند دوه برابره کړ. قمرګلې چې د موسیقي لومړني اساسات له خپل مشر ورور څخه زده کړي وه، نور یې حس کړه چې په دې لاره کې یې دا معلومات ډېر لږ دي او بسنه نه کوي چې پرې تکیه وکړي، ځکه خو یې وغوښتل چې استاد حفیظ‏الله خیال سره کښیني او موسیقي زده‏ کړي، خو استاد خیال د مفاهمې د ستونزې له امله د قمرګلې دا غوښتنه ونه منله او ویې ویل: د طوطي په ژبې یوازې طوطي پوهېږي.

قمرګلې چې نه شو کولای لا په دري ژبې سمې خبرې وکړي، یوځل بیا وغوښتل، استاد نبي ګل سره د موسیقي زده‏کړه پیل کړي، هغه وخت داسې ډېر لږ پیښېدل چې ګنې کومه میرمنه دې استاد ته د موسیقي د زده‏کړې له پاره کښیني. استاد نبي‏ګل چې خپله له استاد قاسم او استاد غلام حسین څخه هندي کلاسیکه موسیقي زده کړې وه او د پښتو فورلکلوریکو سندرو شتمني بلل کیده،  ممکن د خلکو د خبرو له ویرې او یا هم ښایي د ژوند په وروستیو وختونو کې یې ددې کار حوصله او توان په ځان کې نه لېده نو ځکه یې دا غوره وګڼله چې ګنې قمرګله دې استاد محمدالدین زاخیل سره د موسیقي درسونه پیل کړي، هغه مهال استاد زاخیل د موسیقي د زده‏کړې له پاره هندوستان ته تللی وه، کله چې راستون شو، په کال ۱۳۴۸د پښتون شاعر استاد نصرالله حافظ په کور او د ګڼو  موسیقي استادانو په شتون کې د قمرګلې چې نور نو د شهرت آوازې یې خپرې شوې وې، له پاره راغونډ شول، هلته وه چې استاد زاخیل قمرګله د زده‏کوونکې په توګه ومنله او قمرګلې هم په عملي توګه د موسیقي زده‏کړې ته ملا وتړله. لومړنۍ سندره چې استاد زاخیل د مېرمن قمرګلې له پاره جوړه کړه هغه داسې وه چې:

زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې

 ځواني مې ګورې مورې جدا له یاره

استاد زاخیل ددې له پاره چې دوی دواړه ډېری وخت د موسیقۍ د کارونو له امله یوځای لیدل کیږي او د خلکو په ذهنونو کې هر ډول خبرې راځي، له یوې مودې وروسته مېرمن قمرګل ته د واده وویل او دا یې غوره وګڼله چې دوی دواړه دې واده وکړي او په ګډه سره پرمخ لاړ شي. کله چې قمرګلې په دې اړه له خپلو وروڼو سره مشوره وکړه، هغوی ورته وویل: چې زاخیل یو فقیر کس دی او نشي کولای تاته له یوې هارمونیې څخه ښه ژوند برابر کړي. مګر قمرګلې خپله پریکړه کړې وه هغې په کال ۱۳۴۹ کې یې له استاد زاخیل سره واده وکړ او د ۱۳۶۸ کال د تلې تر۲۸مې تر هغې چې استاد زاخیل د زړه د ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، دواړه د یو بل د خوښیو او غمونو ملګري پاتې شول. دا واده ددوی دواړو له پاره ددوی دوهم واده وه ځکه چې مخکې له دې څخه مېرمن قمرګلې خپل د تره زوی سره واده کړی وه او له هغه څخه یې یو ماشوم هم درلوده او له دوهم واده څخه مېرمن قمرګلې څلور زامن او درې لوڼې درلودې چې مشر زوی باندې یې د افغانستان د لومړني جمهور رییس په ویاړ  داود نوم ایښی وه او نوموړی په ۲۲ کلنۍ کې د راکټ د لګیدو له امله له دې نړۍ سره مخه ښه کړې وه، دوهم زوی یې چې میرویس نومېده او ۱۹ کلن وه هغه هم نادرکه شو او تر ننه یې نوره پته ونه لګیده. دوه نور زامن یې هر یو ایمل زاخیل او خیبر زاخیل دواړه د موسیقي د نړۍ پيژندل شوې څيرې دي او په لمسیانو کې یې هم د سندرو او هنرمندۍ شوق له ورایه ښکاري. له مېرمن قمرګلې څخه یوځل د ننۍ موسیقي په اړه پوښتنه وشوه، د هغې ځواب له کاناډا څخه دا وه: چې ننۍ ډيری سندرې نور هیڅ هم نه دي پرته له شرنګ شرنګ او درز درز څخه…….

د مېرمن قمرګلې شهرت او غږ یوازې په افغانستان کې پاتې نه شو بلکې په ټولو هغو سیمو کې خپور شو، چې هلته  پښتانه اوسي، دوی ددې سندرغاړې سندرې اوري او ځان ددې سندرو مینه‏وال ګڼي کله کله خو ددې سندرمارې ښکلې سندرې د نورو سندرغاړو لخوا بیاځلي ویل کیږي هم. قمرګلې په ګاونډ کې هم د هغه ځای له سندرغاړو سره ګډې سندرې ویلې دي او له استاد خیال محمد سره پنځه ثبت شوي البومونه هم لري. مېرمن قمرګله وايي: زه هند کې وم چې د درمندرا او همامالاني د واده کلیزه وه، زه له استاد سرآهنګ سره هلته ورغلې وم، د هند د طلايي حنجرې درلودونکې سندرغاړې لتا منګیشکر، له استاد سرآهنګ څخه وغوښتل، چې یوه سندره ووايي، خو استاد ورته وویل: چې زه نه، زما زده‏کوونکې به نن تاسو ته سندره ووايي. قمرګله وایي: کله چې ما سندره وویله، نو ډېره وستایل شوم، لتا راته وویل: چې ته د افغانستان لتا یې! 

پروفیسور رشید وايي: څو کاله دمخه مې د هند د بنګال د ټاګور د شانتي نیکیتان پوهنتون د موسیقۍ په څانګه کې ددې د شرنګ د پایزیب دې عالمونه خبروینه آشنا…. سندره زرو تنو ګډونوالو ته د افغاني موسیقي د استازې په توګه واوروله، لویو هندي موسیقي پوهانو هیچا باور نه کاوه چې دا به رښتیا هم افغاني کمپوز او تال وي. او دا هم ددې برکت وه چې ټولو د پښتو موسیقي اصیل والی او قدامت ډېر لرغونی وباله.

مېرمن قمرګلې تر نیمې پیړۍ زیاته موده پر خپل خدای ورکړي استعداد او هنري هڅو سره پښتو موسیقي وپنځوله، د هغې بې جوړې غږ د آسیا له شرقي څنډو بیا د لویديځ تر سمندري ساحلونو پورې خپلې هنګامې خپرې او له زړه یې زړونو ته ورسولې، د هغې ټولې سندرې:

په لویو غرو باندې راتاو شول توفانونه

ورو ورو کېږده قدمونه آشنا

زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کړم

زه به جارو کړن زیارتونه، شینکي بابا

زه انتظار کومه ستا د سترګو

چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه

اې ملنګه یاره! کېږده قدم ورو

نیمه پخه یم نیمه زېړه زرغونه یمه

څنګه مینه زما او ستا وه، څنګه هېر شو د یو بل نه

زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې

راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

وګوره ته ماته، ستا نظر کې څنګه ښکارم

یوازې سندرې نه وې، بلکې د زړونو ترانې وې. هغې ښوونځی نه وه لوستی او ښايي آن د خپلې زېږېدنې نیټه هم ورمعلومه نه وه، خو د پښتو هنر او موسیقۍ له پاره یې هغه څه وکړل چې ډېری کسان یې نشي ترسره کولای، هغه که له مینې غږېدلې که له سولې او یا هم له عرفانه، هرڅه یې چې ویلي له زړه یې ویلي او زما دا ادعا تاسو ته ددې سترې هنرمندې له سندرو څخه ثابتیږي، که چیرې تاسې د مېرمن قمرګلې سندرې له زړه څخه واورئ نو د هنر دا سپیڅلتیا او دا صداقت به تاسو هم واورئ او هم به یې حس کړئ!

قمرګله له خپلو دوو زامنو او یوې لور سره په کال ۱۹۹۷پاکستان ته او له هغه ځایه د کاناډا تورانتو ته لاړه او د ژوند تر پایه بیا همالته پاتې شوه، تر هغې چې د افغان وطن  د سندرو له ګلبڼ نه د نرګس دا ګل ورژېده کوم چې په خوشبويۍ یې لر او بر وطن، معطر وو.

زه خو ګل ستا د پیکي وم څنګه پریوتم اوربل نه

قمرګله هم همداسې د پښتو موسیقي له اوربل نه پرېوته!

د پښتنو مېرمنو په ډله کې قمرګله هغه سندغاړې وه چې  پښتو موسیقي ته یې بیاځلي ساه وروبښله، که څه هم له دې څخه وړاندې مېرمن پروین، مېرمن رخشانې او مېرمن آزادې او ښایي ځینو نورو سندرغاړو په ضمني توګه پښتو سندرې ویلې دي خو قمرګلې خپل ټول هنر پښتو موسیقي ته ځانګړی کړ او پرته له اته نهو سندرو نه یې چې په دري ژبه دي نورې ټولې سندرې یې په پښتو ژبه دي، که هغه پښتو فولکلوریکې سندرې دي او که نوې ویل شوې سندرې؛ مطلب دا چې ددې له راتګ څخه وروسته پښتنو ميرمنو د موسیقۍ په برخه کې په جدي توګه هڅې پیل کړې، هغه لاره چې قمرګلې ووهله، په هغې لارې مزل هیڅ یوې افغانې مېرمنې ته آسانه نه وه، په ځانګړې توګه یوې پښتنې مېرمنې ته، منو چې قمرګلې د کورنۍ له اړخه کومه ستونزه نه درلوده مګر ددې خپلوانو او په هغې ټولنې کې چې دې ژوند کاوه، له دې مسلک سره ستونزه درلوده، ددې لارې ټاکنه او دې مسلک ته راتلل جرائت، زیار او بې شمېره قربانۍ غوښتې، په داسې حال کې چې په دې لاره تلونکې هم یوه مېرمنه وه. چې له نیکه مرغه قمرګلې ددې هرڅه ترڅنګ د خپلو وړتیاوو، ذوق او هڅو پر مټ په دې وتوانېده چې له تعصبونو او تنګ نظریو څخه بریالۍ راووځي او د ټولو هغو مېرمنو او نجونو له پاره سرلارې شي چې له دې برخه سره یې مينه وه او غوښتل یې دې کاروان سره ملګرې شي.

په پای کې باید ووایم: چې ځینې کسان یوازې په جسمي بڼه له دې نړۍ څخه ځي خو د هغوی سترتوب، هنر او غږ د تل له پاره ژوندی پاتې کیږي او په زړونو پاچاهي کوي. پښتو ژبه به ددې هنرمندې د خدمتونو احسانمنده وي. 

ګلونو په جرګه ورشئ بلبله مروره

آواز یې اوښکې اوښکې قمرګله مروره

دا داسې یو آواز ته وا جادو نه راوتلی

د غرونو د قمري له کوکو کو نه راوتلی

له زړه نه که د شاتو له کندو نه راوتلی

دا چا رانجه ورکړي، چې غزله مروره

آواز یې اوښکې اوښکې قمرګله مروره

آواز د قمرګلې په اوبو کې ګلابونه

ګډیږي په نرګسو په شبو کې ګلابونه

شیخانو ته مسکي شي په تسبو کې ګلابونه

له خپل جنتي غږ نه نو بیا څله مروره

آواز یې اوښکې اوښکې قمرګله مروره

 

نیلی د نغمو زین راوله، راشه په رکاب کې 

کړه جوړه هنګامه په سرېنده او په رباب کې 

ورګډه په څپو شه د سندرو په دریاب کې

موسکۍ شه که څه هم يې په زرځله مروره

آواز یې اوښکې اوښکې قمرګله مروره

ددې سترې هنرمندې اروا دې ښاده او غږ دې تل ژوندی وي

د پایزیبونو له شرنګهار څخه تر آسمانونو پورې الوت:

قمرګله وايي: له ماشومتوب څخه زما پایزیبونه خوښ وه، زمونږ په ننګرهار کې د نجونو ترمنځ د پایزیبونو په پښو کول له پخوا څخه دود وه، یوه ورځ ما هغه پایزیب چې نوی مې اخیستی وه، په پښو کړ. زما پام نه وه چې زاخيل زما پښو ته ګوري، کله چې مې پام شو نو ومې لیدل، چې هغه زما د پایزیبونو په لیدو خاندي. له خندا سره یې وویل: واخله ستا پایزیبونو ته مې نوې سندره وویله:

ورو ورو کیږده قدمونه آشنا/ شرنګ د پایزیب دې عالمونه خبروینه آشنا………………….

ددې سندرې له خپرېدو وروسته چې هرکله به له کوره وتم نو د سیمې هلکانو به زما په لیدو دا سندره زمزمه کوله: ورور ورو کېږده قدمونه آشنا……….

کله چې دا سندره په راډیو کې خپره شوه، نو سمدلاسه یوه پاکستاني فلم کې یې زما دا سندره کاپي کړه په کال ۲۰۰۴ کله چې د میل ګیبسون لخوا (د مسیح د رنځونو) په نامه فلم جوړ شو، په هغه فلم کې هم زما دا سندره زما له اجازې پرته غږول شوې وه، چې ما ددې فلم په جوړوونکي دعوه هم کړې ده او زمونږ ستونزه لا تر اوسه په محکمه کې پرته ده. ځکه زه هیچاته دا اجازه نه ورکوم، له کومې سندرې سره چې په دومره مینې جوړه شوې ده په قانوني هېواد کې بي قانونه چلند وکړي.

مونږ یو ځل له یوې هنرې ډلې سره قفقاز ته تللي وو، هلته زه په یوه بڼ کې د اوبو د فوارې ترڅنګ ناسته وم او ګلانو سره مې لوبې کولې. استاد زاخیل او استاد عمر زه له لرې څارلې وم، کله چې دواړه رانږدې شول نو زاخیل هغه سندره چې ددې منظرې په لیدو ورته الهام شوې شوه راته داسې زمزمه کړه:

زه په ګلونو کې لوبېږم له لالي سره/ مه شکوه باغوانه ګلان مه شکوه!

استاد عمر چې کله دا سندره واورېدله او خوښه یې شوله، نو ویې ویل: ددې سندرې موسیقي زه خپله جوړوم او ښه ښکلې یې جوړوم، د۷۵۰ ویلو شویو سندرو له ډلې څخه هغه سندره چې زما ډېره خوښه ده هغه زما همدا سندره ده. په کال ۱۳۶۸کې کله چې زاخیل ناروغه وه، نو دا شعر او دا سندره یې راته جوړه کړه:

څنګه مینه زما او ستا وه/ څنګه هېرشو د یو بل نه

هغه لا ناروغه وه چې ما دا سندره ثبت کړه او دا د مرحوم زاخیل تر ټولو وروستۍ سندره وه چې ماته یې جوړه کړې وه. 

مېرمن قمرګله وايي: احمدظاهر غوښتل چې مونږ دواړه یو دوه کسیز کسټ خپور کړو او د کمپوزونو د جوړولو چارې یې هم استاد زاخیل په غاړه اخیستې وې او استاد سرمست هم ویلې وه چې موسیقي یې زه چمتو کوم، ما او احمدظاهر د استاد ګلزمان یو کمپوز چې د احمدظاهر لخوا مخکې ویل شوی وه:

اوبه درته راوړم سابه درته پاخم…….. تمرین کړ او هماغه اونۍ مو د ثبت چارې پیلولې چې احمدظاهر ووژل شو. هغه به تل ماته مورجانه ویله.



1 COMMENT

  1. خورا خوندوره لیکنه وه/ خو زموږ ډیری لیکوال دومره محافظه کاري کوي چې په ځینو حالاتو کې له کبله چې څوک ورباندې په قهر نه شي یا په هغه او دغه نامه تور نه شي نو له رښتیا ویلو هم ډډه کوي. د بیلګې په ډول د قمرګلي یو زوي د مجاهدینو ترمنځ په خپل منځي جګړو کې شهید شو او دوهم زوی يي هم دې همدې مجاهدانو په جګړو کې تری تم شو. نو ښه به دا وای چې ورته همداسې په ښکاره ټکو کې اشاره شوي واي. ماته اوس له همدې یوې بیلګې داسې ښکاره شوه چې کیدای شي په دې څیړنیزه لیکنه کې به له نورو حقایقو هم دا ډول سترګې پټي شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب