سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل...

د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د طالبانو مخالفت

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چار وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له لوري د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو له وړاندیز سره مخالفت کړی.

نوموړي خپل دغه مخالفت د افغانستان لپاره د برېتانیې له شارژدافیر رابرت ډکسن سره د لیدنې پر مهال څرګند کړی.

رابرت ډکسن د ډېرو نورو بهرنیو دیپلوماتانو په شان له قطر څخه خپلې چارې مخې ته وړي، خو وخت په وخت طالب چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته هم په سفر ځي.

طالب وزیر نوموړي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه راپور ډېرې برخې مثبتې بولي چې د افغانستان وضعیت پکې ارزول شوی.

له دې سره، ملا متقي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو د وړاندیز مخالفت کړی او ویلي چې داسې کوم استازي ته اړتیا نشته.

نوموړي وویل: اوس افغانستان په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي، له ګاونډيو،سيمي او نړۍله هېوادونوسره ښې اړيکې لري اوهم یې هرچاته د تعامل دروازې پرانيستې دي،نو همداحالت باید تقویه شي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د برېتانیا شارژدافیر په دې لیدنه کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې د واک د بدلون د هڅو مخالفت کړی او ویلي چې په دې اړه دوی خپل دریځ په رسمي ډول اعلان کړی و.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي چې د سولې په سمه مانا یا نه پوهیږي او یا خلک او نړیوال غواړي په خپلو غلطو تعبیرونو او تبلیغاتو تېرباسي.

د دوی په باور، سمه ده چې افغانستان کې د طالبانو جګړه درېدلې، خو ثبات او سوله نه ده راغلې ځکه طالبانو د خلکو ازادۍ او ډېر اساسي حقونه تروړلي، واک یې انحصار کړی او د بشري او ښځینه حقونو د پراخ نقض تر څنګ یې افغانستان اقتصادي او بشري ناورین ته کاږلی.

د طالبانو منتقدان باور لري چې دا ډله د خپلو بدنامو مخالفانو له یادولو سره غواړي ځان افغانانو او نړیوالو ته محبوب وښيي، په داسې حال کې چې له توند لارو ملایانو جوړ شوی د دوی رژیم حکومتولي نه شي کولای او د دې وضعیت د بدلون لپاره د ملګرو ملتونو په محوریت بین الافغاني مذاکراتو ته اړتیا ده.

3 COMMENTS

  1. اسلامیامارت په هیخ دول دا باید قبول نکری. تاریخ ثابته کری چی دغو افرادو زمو وطن خراب کریدی لکه بینن سیوان……
    اسلامی امارت باید دا زغرده او میرانه رد کری

  2. نور ملل متحد ته هیڅ اهمیت مه ورکوی هغه یوه بی معنا دفتر ده چی د سی ای ایې له خوا جوړشوی د اسلامی نړی په درد نخوری بلکه مشکلات ورته جوړه وی

  3. دا ملل متحد نه بلکه د امپریالیزم او د امریکا دتجاوز یو سهامی شرکت دی نور یی ارزښت له لاسه ورکړی خو افسوس چی اسلامی ملکونه لا هم دغلامی زنځیر په غاړه او ښه پکی خوشحاله دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب