Homeخبرونهمجاهد: افغانانو ته له پاکستانه د پانګو د لېږد اسانتیاوې برابرې شوي

مجاهد: افغانانو ته له پاکستانه د پانګو د لېږد اسانتیاوې برابرې شوي

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه)په کابل کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوی د سوداګرۍ د وزیر به مشرۍ یوه پلاوي افغان پانګوالو ته له پاکستانه د پانګو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د هغه په وینا، دا اسانتیاوې په هېواد کې د ځمکې د وېش په ګډون، د جوازونو د ترلاسه کولو، توکو د لېږدلو او پانګونې د لېږد په برخو کې دي.

 ذبیح الله مجاهد وویل: « دغه کمېټه دنده لري چې هغه ځایه راستنېدونکو  کډوالو ته د پانګونې په برخه اسانتیاوې برابرې کړي. موږ دا خپل مسوولیت ګڼو چې هغو کډوالو ته چې افغانستان ته راځي او پانګونه کوي، ځمکه ورکړي او دغه راز د جواز د اخیستلو او پیسو او مالونو د لېږد په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه مقام خان جان الکوزي ویلي ، اړتیا ده چې طالب چارواکي د پاکستان له لنډمهالي حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي څو د افغان پانګوالو ټولې شتمنۍ له پاکستانه هېواد ته راولېږدول شي.

 الکوزي په دې اړه وویل: « د پاکستان په اقتصاد کې شاوخوا ۳۵ سلنه برخه د افغانانو وه. موږ هلته په سلګونه کارخونې، د قالینو کارخونې، هوټلونه، ساختمانونه او ټرانسپورټونه لرل.»

 طالب چارواکو نه دي ویلي چې په دې تړاو یې پاکستاني لوري سره خبرې شوي کنه؟

په پاکستان کې د څو لسیزې کډوالۍ پر مهال افغانانو په سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې چې ویل کیږي خپله د طالبانو یو شمېر مشران هم په دغو پانګوالو کې شامل دي.

اقتصادي کارپوهانو د طالب چارواکو د څرګندونو هرکلی کړی، خو ویلي چې د عملي اقداماتو په تمه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...