ځينې مسایل ذاتاً وچ او ګونګ وي، دومره وچ چې شاید هنرمند لاسونه يې هم تر ډېره حده ښکلي نه شي کړای.
په ژبپوهنه او ګرامر پورې تړلي موضوعات یو له هغوی دي چې د زده کړې پر وخت زما په شمول ډېری لوستونکي ورسره ستړیا احساسوي.
د دې شي علت یوازې د دې موضوعاتو بېخونده توب او وچوالی نه دی، بلکې ځينې نور هغه علتونه چې دا موضوعات يې د لوستونکو په تېره د پښتو ادب زدهکړیالانو لپاره ګونګ او بېخونده کړي، دا دي:
اول، د معيار نشتون. شاید پښتو يو له هغو کمو ژبو وي چې لا یې هم یو لیکنی معيار نه دی خپل کړی. د دې شي علتونه هم ډېر دي، خو د اطناب له وجې ترې تېرېږم.
دوه، دا موضوعات که څه هم په خپل ذات کې له هنره تش دي، خو بیا اکثره د داسې چا له خوا شاربل شوي چې تر لومړني حالت يې هم ګونګ او بېخونده کړي دي.
درې، د بې مسلکه ژباړنو له خوا د ځینو اصطلاحاتو او عبارتونو کټ مټ ژباړې هم د دې موضوعاتو په مبهموالي کې خپل نقش لرلی دی.
د ګرامر اړوند د استاد غضنفر ځينې لیکنې او د عبدالسمېع وحدت د سمونې لارښود کتاب یو له هغوی دي چې په دې برخه کې زما زړه پرې اوبه څښلې دي.
د روژې د وروستۍ لسیزې څو ورځې مې په دې برخه کې د کمیاب اثر “د ژبې ښکلا” چې استاد غضنفر لیکلی، راتېرې کړې.
دا کتاب له ګرامري موضوعاتو ور هاخوا په ځينو نورو مسایلو، لکه: د سیاست او ادب لایق، د شیدا ادبي بحثونه او یوه نادره قلمي نسخه باندې هم جالبې لیکنې په خپل ځان کې لري.
کتاب د “لپاره” ویيکي د استعمال او نه استعمال پر مقاله پیلېږي. په دې لیکنه کې مو دا پوښتنې ځوابېږي: “د….لپاره” جوړه د کومو ماناوو په لېږد کې برخه اخلي؟ معادلې بڼې يې کومې دي؟ د غیر ضروري استعمال مثالونه یې کوم دي؟
د “ستاينوم ښکلا” بحث راته وايي چې: صفتونه یوازې د جوړښت په لحاظ دومره اهميت نه لري، بلکې د مانا له مخې یې هم رول مهم دی. د دې لیکنې اصلي محتوا د صفت پر هغه نقش خبرې دي چې د ادبي متن له ښکلا سره تعلق نیسي.
د “پښتو فعلونه او د ژباړې منفي اغېز” تر عنوان لاندې مقاله مو په دې پوهوي چې: د مرکبو فعلونو په ژباړه کې بايد د هغه مفهوم راوژباړل شي او د مرکبو او اصطلاحي فعلونو په ترجمه کې به هغه وخت بریالي یو چې مفهوم يې وژباړو، نه د کلمو ظاهري بڼه.
د دې کتاب تر ټولو دلچسپه مقاله “د سیاست او ادب لایق” مقاله ده. په دې لیکنه کې د ارواښاد لایق په شعري او سیاسي دنیا او د دې دواړو له یو بل سره پر تعلق ډېر ناویلي موندلی شو. په دې مقاله کې د لایق شاعري ځکه عالي شاعري بلل شوې چې د نوموړي له شخصي تجربو مالامال ده او اصيله شاعري تر ډېره حده د شخصي تجربې له عمومي کولو زیږي.
موږ چې لا هم د وييکو په استعمال کې د ناسمې ژباړې تر تاثیر او یا له ګرامر سره د نابلدتیا له امله ناسم روان یو، په “ویيکي او ادبي ژبه” مقاله کې یې علتونه موندلی شو. په دې بحث کې د وييکو د ښکلاييز نقش په اړه لولو: ویيکي د شعر و نثر موسیقي زیاتولی شي، په ايجاز کې مرسته کوي، د احساس په بیان کې برخه اخلي، د مانا د باریکیو په رسولو کې پکارېږي، سبک ورسره ولسي، سیمهایز او غيررسمي یا برعکس قديمي و کلاسيک رنګ خپلولی شي او د جملې د طنزي کیفیت په پیدا کولو کې ونډه لري.
“مهمل” د دې کتاب یوه له هغو مقالو ده چې په اړه یې موږ ډېر کم پوهېږو او په هکله یې شاید ډېر کم مواد ولرو. په دې لیکنه کې حداقل دومره لوستلی او پوهېدلی شو، چې په راتلونکي کې د دې نیمګړو موادو په راټولولو او پيدا کولو کې تر خپلې وسې پورته څه وکړو.
د استاد غضنفر په اړه د ځینو ادعاوو رد د دې کتاب دا او نورې لیکنې ښه ادا کولی شي، مثلاً: ځینو کسانو ویل چې استاد باید سراسر د ادبپوهنې اړوند یو څه ولیکي او ادعا یې دا راوړه چې اجتماعي نظریات په حال او مستقبل دواړو کې د تغیر وړ دي، خو دوی دا هېره کړې وه چې ادبيات هم د ټولنیزو علومو په جم کې راځي او تیورۍ يې داسې نه دي چې خامخا دې په اوس او راتلونکي کې چېلنج نه شي.
د ژبې ښکلا اثر ټول ټال ٣٢٧ مخونه لري او د چاپ چارې يې په ١٤٠٣ ل کال صداقت خپرندويه ټولنې خلاصې کړې دي.