پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سعودي دیلتا شرکت په ټاپي او څو نورو پروژو کې پانګونه...

د سعودي دیلتا شرکت په ټاپي او څو نورو پروژو کې پانګونه کوي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲ مه) د طالبانو اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د يکشنبې په ورځ په هرات کې د ترکمنستان د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سره رشید مرادوف د ټاپي، ټاپ، رېلګاډي او برېښنا د پروژو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا برادر وویل چې د سعودي عریستان «ډيلټا» شرکت د ټاپي پر پروژه پانګونې لېوالتيا لري۔

د طالبانو د اقتصادي مرستيال په وينا، د «ډيلټا انټرنشنل» شرکت غواړي د ټاپي پروژې د ګاز پېرلو په برخه کې، د ترکمنستان د ستر ګازي بلاک د ظرفيت په زياتولو، د هرات ولايت له ګوذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولايت تر سپين بولدک ولسوالۍ پورې د ګاز نلليکې په جوړولو او پراختيا، او همداراز له سپين بولدک څخه د هند تر پولې پورې د نللیکې په غځولو کې پانګونه وکړي۔

همدارنګه، د پاکستان په ګوادر بندر کې د يو ستر ګازي مرکز جوړول هم له هغو مواردو څخه دي چې د ملا برادر په وينا ياد شرکت پرې پانګونې ته لېوالتیا لري.

په دې کتنه کې چې د طالبانو د کانونو او پټروليم وزير هدایت الله بدري، د انرژۍ او اوبو وزير محمدیونس اخوندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورت او رېللارو وزير، د دولت وزير او د ترکمن‌ګاز دولتي شرکت رئيس، او د طالبانو او ترکمنستان يو شمېر نور چارواکي هم حاضر وو، ملا برادر له ترکمنستانه وغوښتل چې د تورغونډۍ–هرات د رېللارې د پروژې په اړه خپل دريځ روښانه کړي۔ ځکه د طالبانو د اقتصادي مرستيال په وينا، قزاقستان هم د دې پروژې د پلي کېدو لپاره جدي لېوالتيا ښودلې ده۔

په همدې حال کې، طالبانو د ترکمنستان د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف له قوله ويلي چې دغه هېواد د ياد رېللارې پر پروژه د پانګونې ته بشپړ چمتووالی لري او د تورغونډۍ په سيمه کې يې عملي چارې هم پيل شوې دي۔

مرادوف همدارنګه ويلي چې د ټاپي پروژه به د روان ميلادي کال تر پايه د هرات ولايت تر مرکز پورې وغځول شي۔

ده په دې پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې هرکلی وکړ.

له پنځو لارو افغانستان ته د برېښنا لېږد هم هغه موضوع ده چې د ترکمنستان د صدراعظم مرستيال ورته اشاره کړې ده۔

دواړو خواوو په بانکي سیکتور کې د همکاریو پر زیاتېدو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او په بېلابېلو برخو کې د ګډو پروژو د اجرا کولو په اړه هم خبرې وکړې.

2 COMMENTS

  1. دهیواددابادي دخبرپه اوریدو سره هرڅوک که غواړي اوکه نه خوشحاله کیږي ، ماچي نن دا دبرق دشبکي خبرواوریدي په خوشحاله سوم خوچي کله دپاکستان نوم ورسره یادسي نودامید سره سره ناامیدي هم راسره پیداکیږي ځکه چي پاکستان متصفانه په هیڅ وخت کي دافغانستان ابادي نسي زغملای . نوداسي به وایو چي خدای دي ړانده اوکاڼه کړي.

  2. دلتا انټرنشنل شرکت په اړه چې ګوګل کې پلټنه وکړی نو داسې انځورونه به وګوری چې یاد شرکت کې د پاکستان سهم هم شته نو ددې پخاطر چې یاده پروژه د پاکستان څخه تیریږی تر هندوستان پورې رسیږی نو معلوم به شي چې یاد شرکت د افغانستان ملی ګټو ته څومره ژمن پاتي کیدای شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...