تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲مه) په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له سختو بریدونو وروسته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار احمد، ادعا وکړه چې له افغانستان څخه د ترهګريزو بريدونو د «چټک او بېساري زياتوالي» يادونه وکړه او ويې ویل چې دا وضعيت د پاکستان لپاره «د زغملو نه دی».
هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په بلوچستان کې د همغږو بريدونو له لړۍ وروسته وکړې۔ له دغو بريدونو وروسته د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې ځوابي بریدونو یې نن (یکشنبې) هم دوام درلود، او د بلوچستان اعلی وزيرسرفراز بګټي نن مازديګر وويل چې د ۴۰ ساعتونو په موده کې ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي۔
د پوځ د رسنيو څانګې ويلي چې دغه بريدونه د «فتنهالهندستان» له خوا ترسره شوي، دا هغه اصطلاح ده چې د پاکستان پوځ او حکومت يې په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو ډلو لپاره کاروي.
پاکستان همدارنګه ادعا کوي چې په افغانستان کې د پاکستان وسله وال مخالفان مېشت دي خو افغان طالبان بیا تور لګوي چې پاکستان داعشي ترهګرو ته پناه ورکړې ده.
په ملګروملتو کې د پاکستان سفير احمد د يکشنبې په ورځ له «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې يو ځل بيا دا تور تکرار کړ چې افغان طالبان د هغو وسلهوالو ډلو ساتنه کوي چې د پاکستان پر ضد فعاليت کوي.
هغه وويل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د همدې اوونۍ په پيل کې «پر حقه توګه يادونه کړې وه» چې نړيواله ټولنه له افغان طالبانو تمه لري چې ډاډ ورکړي د افغانستان خاوره به د پولې پورې غاړې ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي۔
سفير وويل چې دا ژمنه د دوحې د بهير بنسټيزه برخه وه، خو تر اوسه نه ده پوره شوې.
که څه هم د دوحې په تړون کې طالبانو امریکا ته تضمین ورکړی چې د افغانستان خاوره به د لوېدیځ پر خلاف نه استعمالیږي خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
د پاکستان د څېړنيزو ادارو له قوله، «فارن افېرز» مجلې په وروستیو کې راپور ورکړی چې ۲۰۲۵ کال په تېره يوه لسيزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال و۔
مجلې دا مخ پر زياتېدونکی بهير «ژور اندېښمنوونکی» بللی او خبرداری يې ورکړی چې کېدای شي پاکستان په نژدې راتلونکي کې له لا خونړيو بريدونو سره مخامخ شي۔ راپور دا هم څرګنده کړې چې د منځګړيتوب پرلهپسې هڅې — د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په منځګړيتوب خبرې — د TTP پر ضد د طالبانو د دايمي ژمنې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي.
په پاکستان کې عموماً له لویو بریدونو وروسته هند او یا افغانستان ته د تور ګوته نیول کېږي خو په دې اړه هیڅکله بحث نه کېږي بلوچ او پښتانه ولې ناراض دي، د لسګونه زره بلوچانو او پښتنو مړ ژوندي ولې ورک دي، بلوجستان او قبایلي پښتانه ولې وروسته پاتې ساتل شوي او یا ولې د هغوی کانونه او نورې سرچینې د پنجاب له لوري وړل کېږي.