بصیر عاصم
په دې وروستیو کې د بلوڅو د حقونو یو شمېر مدافعانو له برېتانیا څخه غوښتنه کړې، چې بلوچستان د یو خپلواک دولت په توګه پر رسمیت وپېژني.
د دې غوښتنې اساسي استدلال دا دی چې برېتانیا د ۱۹۴۷ ز کال د هند د وېش پر مهال د پاکستان د جوړېدو په بهیر کې مستقیم رول درلود؛ له همدې امله، د بلوچستان د سیاسي برخلیک په اړه اخلاقي او تاریخي مسوولیت لري. یاد مدافعان همدارنګه ټینګار کوي چې هغه دوه اړخیز تړونونه، چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د بلوچستان او برېتانیا تر منځ لاسلیک شوي وه، باید د سره احیا او نوي شي.
خو د ازاد بلوچستان د داعیې تر ټولو اساسي ستونزه یوازې د نړیوال رسمیت مسله نه ده، بلکې د دې سیمې پېچلی قومي او ټولنیز جوړښت دی. بلوچستان یو همجنس قومي واحد نه دی، د بلوڅو تر څنګ، د نفوس د پام وړ برخه یې پښتانه جوړوي، چې په ځینو سیمو کې ان اکثریت لري. که د خپلواکۍ پروژه یوازې د بلوڅ قومي هویت پر بنسټ مطرح شي او پښتانه په کې د سیاسي مشارکت او تصمیمنیونې له بهیره بهر پاتې شي، نو دا به په ذات کې د یوه نوي کورني شخړیز وضعیت، دوامدارې بېثباتۍ او حتی مطلق انارشیزم د رامنځته کېدو لامل شي. په معاصر سیاسي فکر کې، هغه خپلواکي چې د ټولنیز تنوع مدیریت پکې له پامه وغورځول شي، د دولتجوړونې پر ځای د دولتماتې ته لاره هواروي.
سیمهییز بُعد او د ایران اندېښنې
له سیمهییز پلوه، د بلوچستان د خپلواکۍ مسئله یوازې د پاکستان کورنۍ موضوع نه ده. ایران، چې خپله هم د سیستان و بلوچستان په نوم د بلوڅ مېشت ولایت لري، د هر ډول ازاد یا په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي بلوچستان د رامنځته کېدو ته د ملي امنیت له زاویې ګوري. د داسې یوه سناریو تحقق به د ایران له نظره د تجزیې بالقوه ګواښ ګڼل کېږي، او له همدې امله امکان نه لري چې تهران دې د داسې تحول پر وړاندې بېتفاوته پاتې شي. دا واقعیت د دې خبرې څرګندونه کوي چې د بلوچستان قضیه، که یوازې د قومي احساساتو پر بنسټ پرمخ ولاړه شي، د سیمې د لا زیاتې نظامي کېدو او ژورو جیوپولیټیکي شخړو خطر زیاتوي.
بدیله حللاره: د افغانستان محور
په دې چوکاټ کې، یوه بدیله او د بحث وړ حللاره دا ده چې د بلوڅو سیاسي داعیه د افغانستان له جیوپولیټیکي واقعیت سره وتړل شي. که د بلوچستان د ازادۍ یا خودمختارۍ غوښتنه د افغانستان سره د یو ځای کېدو، یا لږ تر لږه د افغانستانمحوره سیاسي لیدلوري تر چتر لاندې مطرح شي، نو څو مهمې پایلې به ولري:
لومړی داچې په بلوچستان کې مېشت پښتانه به ځان د دې داعیې برخه احساس کړي، نه دا چې له سیاسي معادلې څخه حذف شوي وګڼل شي.
دویم ، د سیمې د احتمالي جګړیزو سناریوګانو شدت به راکم شي، ځکه دا به د قومي تجزیې پر ځای د تاریخي جغرافیایي پیوستون په چوکاټ کې مطرح شي.
او درېیم داچې ایران ته به دا پروژه د مستقیم تجزیوي ګواښ په توګه نه ښکاري، ځکه چې بحث به د یو نوي قومي دولت پر ځای د موجودو دولتونو تر منځ د ادغام یا پیوستون پر محور وڅرخي.
له نړیوال نظره هم، دا ډول داعیه کولای شي د هغو اندېښنو یوه برخه رفع کړي چې د یو خپلواک او ضعیف بلوچستان د ناامنۍ، افراطیت او قدرت تشې په اړه موجودې دي. افغانستان، د خپل تاریخي، قومي او جغرافیایي موقعیت له امله، کولای شي د داسې یوه چوکاټ د مشروعیت لپاره بنسټیز رول ولوبوي.
دلته یوه مهمه نقطه داده چې د بلوچستان د خپلواکۍ مسئله یوازې یو احساساتي یا تاریخي شعار نه، بلکې یوه ژوره سیاسي، قومي او سیمهییزه معادله ده. هر هغه حللاره چې د قومي تنوع، ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو او نړیوالو واقعیتونو له پامه غورځولو سره مطرح شي، د حل پر ځای به د بحران تولید وکړي. له همدې امله، د افغانستانمحوره لیدلوری، که څه هم د بحث وړ او لانجمن دی، خو د سیمې د نسبي ثبات او د نړیوالو اندېښنو د کمولو لپاره تر ټولو منطقي او د غور وړ بدیل ګڼل کېدای شي.
بصیر عاصم