روان و، نه پوهیده چې چیرته ځي. ده اوریدلی و چې پلی تګ غم کموي. د کلي بر سر د اخر مني ونې د ماښام رڼا ته پمنې ښکاریدې. د یوې نرۍ ونې ډډ یې وخوځاوه، پورته پکې څو بندې پاڼې هم ورژیدې. پاڼې لا پر مځکه نه وې لویدلې چې د لمر لویدو خواته یې سترګې واړولې، د غونډۍ پر سر نرۍ سپینې وریځې د تورو وریځو شاته بریښیدې. بیرته یې ونو ته سترګې ونیولې.
د ونو کږې وږې څانګې ورو ورو تور بخونې کیدې. د غونډۍ د سر پر رڼو وریځو هم تورې وریځې اوښتې.
راوګرځید. د کلي د دوکان سر د نوي کال لپاره په څراغونو سینګار شوی و، وړو رنګه څراغونو لار نه وه رڼه کړې، خو سترګې یې وړې، بلیدل، مړه کیدل.
دی پرې تیر شو. د کور کوڅه د سړک د غاړې څراغ ته روښانه وه. لکه د روغتون څراغ. د ډاکټر خبره ورپه زړه شوه:
« ښایي میرمن دې یوه اونۍ نور ژوند وکړي»
سر یې د کور له وره سره ولګید. تندي ته یې لاس وروړ، پړسیدلی و. زړه یې نه کیده چې کور ته ننوځي د غونډۍ خواته یې وکتل، غونډۍ نه ښکاریده، هغه خوا تکه توره وه. ور یې پرانیست. د څراغ سویچ ته یې لاس ورپورته کړ، بیرته یې لاس خوشي کړ لکه ګوزڼ چې وهلی وي، په تیاره کوټه کې کښیناست. سترګو یې هیڅ نه لیدل، ویې غړولې، ویې غړولې، ورو ورو روږدې شوې د کړکۍ خوا لږ رڼه ښکاره شوه، لکه روغتون، لکه بستر، لکه د نرسي جامې….
سترګې یې کلکې پټې ونیولې، خو شپه کله تم کیده، ورو ورو رڼیده.
پراګ