“که څه هم”، “همدا راز”، “سره له دې”، “پر دې سربېره”، “پر دې بنسټ”، “څرنګه چې” او داسې نورو ته استاد زيار (١٣٨٤: ٢٠١) اړيکوييکي(ارتباطي ادوات او کلمات) وايي. استاد رښتين (١٣٧٢: ٣٦٦) په دې کې “څرنګه چې” او “که څه هم” د شرط او جزاء په اداتو کې راولي.
استاد زيار دا وييکي په مورفولوژيکۍ د خپلواکو ژبنيو توکيو په توګه رااخلي؛ خو په چارواله ژبپوهنه کې دا ډول وييکي چې د فقرو ترمنځ مانيزې او منطقي اړىکې جوړوي، د جملې او فقرې په بحث کې رااخيستل کېږي(هاليډى او متيسن، ۴۱۹ او ۶۰۹) او (تامپسن، ۱۶۲ او ۲۲۵). استاد تږي او روبسن(١٩٩٦، ٢٠٤) په خپل انګليسي ګرامر کې دا ډول غبرګ يا نوميز توکي نه دي رااخيستي؛ خو نور توکي د نحوې په برخه کې مطالعه کوي.
د چاروالې ژبپوهنې له مخې دا ډول توکي د وګړمنځي او متني بر چار له مخې مطالعه کېږي، چې په هره برخه کې ورته مختلفې نومونې يا لېبلنګ کارېږي؛ خو د واحدو توکيو چلن ورسره کېږي، ځکه په ګډه يو مانيز چار ترسروي.
دا ارتباطي زياتونې(conjunctive adjuncts) د فقرو ترمنځ بېلابېلې مانيزې اړىکې ټينګوي، لکه د لامل، پايلې، وسيلې او نورې؛ خو په پښتو کې موږ د دې مانيز نقش ته دقت نه کوو او کله يې د يو بل پر ځاى کاروو.
١. په دې توګه:
د دوو فقرو ترمنځ د څه ډولوالي يا کوم ډولوالي اړيکه جوړوي، چې هغه لاره يا وسيله ښيي، چې په تېره فقره کې ياده شوې وي. يعنې ”په دې توګه” تېره فقره د ورپسې لپاره لار کوي، ځکه ورته په فارسي کې ”بدينوسيله” او انګليسي کې ”In this way” کارېږي:
١. په شلمه پېړۍ کې ګڼ انقلابونه وشول، په دې توګه نوي نظامونه رامنځته شول.
٢. په دې ډول:
په پښتو کې د ”په دې توګه” پر ځاى کله ”په دې ډول” هم کارېږي، سره له دې چې د ”په دې ډول” د فقرو ترمنځ مانيز ارتباطي نقش توپير لري. دا د دوو فقرو ترمنځ ترتيب ښيي. يعنې لومړنۍ فقره د دويمې موضوع ته ترتيب برابروي، چې ورپسې عمل يا پېښه په کوم ترتيب ترسره کېږي:
٢. له لاس نه يې دستمبال تاو کړ، چې اغزي پکې لاړ نشي او په دې ډول يې خشاک راټول کړل.
په فارسي کې د دې لپاره د ”به اين ترتيب” توک کارېږي.
٣. پر دې بنسټ:
دا توک لومړۍ فقره د دويمې لپاره بنسټ کوي. په بله وينا، د فقرو ترمنځ د بنسټ او پايلې اړيکه جوړوي، چې موږ يې له لومړيو دوو توکيو سره په خپلو ليکنو کې ګډوو. راځئ، چې دلته يې توپير په بېلګه کې وښيو:
٣. ډېر کتابونه او مجلې يې راټولې کړې او پر دې بنسټ يې خپله څېړنه پيل کړه.
که په دې بېلګه کې د ‘پر بنسټ’ ځاى ‘په دې توګه’ يا ‘په دې ډول’ ته ورکړو، له مانيز پلوه ابهام او تېروتنه رامنځته کېږي او مانا يې دا راوځي، چې د څېړنې طريقه او ترتيب يې دا ډول و. په يوه بله بېلګه کې به يې هم وښيو.
٤. سږکال په هېواد کې ډېر بارانونه وشول، چې ږلۍ او سيلابونه هم ورسره مله وو، پر دې بنسټ د مېوو باغونه زيانمن شول او پاخه سرکونه اوبو يوړل.
په دې بېلګه کې وينو، چې ”پر دې بنسټ” د مخکيو دوو فقرو خبره غزولې او د بنسټ په توګه يې مطرح کړې ده. په فارسي کې د دې لپاره د ”بر اين اساس” او ”بناء بر اين” توکي کارېږي.
٤. له دې امله:
دا ارتباطي زياتونه د فقرو ترمنځ لامل، سبب او وسيله ښيي، چې د لامل په مانيز نقش کې د ”پر دې بنسټ” ارتباطي توک ته ورنېژدې کېږي؛ خو بيا يې هم ترمنځ يو مهين مانيز توپير موجود وي.
٥. مور يې په کور کې يوازې وه، له دې امله پلوشې ښوونځى ونشو ويلى.
٧. په افغانستان کې د بېسوادۍ کچه لوړه ده، چې له دې امله دا هېواد پرمختګ نشي کولى.
۵. څرنګه چي:
څرنګه چې د پيلګر (theme) په توګه د لومړۍ فقرې په سر کې راځي او ګاندليد دى. دا هم د ارتباطي زياتونې په توګه لومړۍ فقره د دويمې لپاره لامل کوي؛ خو ورسره ټينګار هم ښيي، چې وګړمنځى (بين فردي) نقش هم لوبوي. له بله پلوه د “له دې امله” په پرتله پر علت ټينګار کوي:
۸. څرنګه چې يې مور په کور کې يوازې وه، پلوشې ښوونځى ونشو ويلى..
۹. څرنګه چې په افغانستان کې د بېسوادۍ کچه لوړه ده، دا هېواد پرمختګ نشي کولى.
۶. له دې پرته:
دا د دوو فقرو ترمنځ جلاوالي پيدا کوي، داسې چې په دويمه فقره کې د تېرې فقرې يو څيز يا بهير نفي کوي او په فارسي کې يې انډول ”بدون ازاين” دى:
۱۰. افغانان زده کړې نه کوي، له دې پرته هر سخت کار کوي.
۱۱. له احمد پرته چې هر څوک راځي، را دې شي.
۷. پر دې سربېره:
دا د تېر هغه مخالفه مانا لري؛ خو موږ يې کله د يو بل پر ځاى کاروو. په فارسي کې د دې انډول ”علاوه بر اين” او انګليسي کې ”In addition” دى. په پخوانو متونو کې يې د ”برسېره” بڼه هم شته، چې اوس يې کارونه کمه ده.
١۲. افغانان زده کړې کوي. پر دې سربېره سخت کارونه هم کوي.
۱۳. پر دې سربېره چې افغانستان په رسميت پېژندلو ستونزې سره مخ دى، خو بيا هم افغانۍ لوړه ده.
په دې بېلګه کې وينو، چې د “پر دې سربېره” پر ځاى “له دې پرته” نشو کارولى.
۸. له دې سره:
دا توک کله د دري په تقليد ”سره له دې” هم ليکل کېږي؛ خو يوازې دا لامل نه دى، بلکې د ”سره” مخکې کول د ټينګار په موخه هم کېږي، چې دا ښيي، چې دا توک د ويناوال عواطف هم د يوې فقرې په اړه څرګندوي او دا نقش د اړيکې پر ټينګولو سربېره د ”پر دې سربېره” توک هم کوي، چې په شرايطي زياتونو کې د نظري زياتونو نقش لوبوي.
په پښتو کې يې کله پر ځاى د ”باوجود د دې” توک هم کارېږي، چې د فارسي د ”باوجوديکه” ژباړه ښکاري، چې په پښتو کې ورته “له دې سره سره ” کارېږي. په ټوله کې ويلى شو، چې دا توک د تېرې او راروانې فقرې ترمنځ د ټينګار اړيکه ښيي.
١۴. له دې سره چې درس مې ويلى و، ناکام شوم.
۱۵. سره له دې چې اسلامي نړۍ پرې سختې نيوکې وکړې؛ خو اسراييلو پر فلسطين خپل بريدونه و نه درول.
۹. که څه هم:
دا هم د ارتباطي زياتونې په توګه د مخالفو قطبونو فقرې يعنې مثبنې او منفي جملې سره نښلوي. زياتره يې لومړۍ مثبته او دويمه منفي وي، که لومړۍ منفي وي، دويمه مثبته وي او يا د “له دې سره” غوندې متضادې فقرې سره نښلوي، چې دا ښيي، چې دا دوړه نېژدې هممانا زياتونې دي؛ خو ضمني مانيز توپيرونه سره لري:
۱۶. که څه هم خواله رسنۍ ډېرې شوې، خو پښتو څرنګه چې پکار و، هغسې پرمختګ و نه کړ.
په دې اړيکمنو يا ارتباطي توکيو کې ځينې تېر ليد، ځينې ګاندليد او ځينې دواړه وي. د دې مانا دا ده، چې ځينې تر ځان مخکې او ځينې تر ځان وروسته فقره غواړي، مثلا ”پر دې سربېره” دواړه دى، ”له دې سره” ګانديدليد دى، ”پر دې بنسټ” او ” په دې توګه” تېرليد دى.
دا توکي مازې جوړښتي اړىکه نه جوړوي، بلکې د فقرو ترمنځ مانيز ارتباط پيدا کوي، ځکه نو کله که د فقرو ترمنځ ساده تړوييکي(چې، او، خو، که او …) هم راشي، د دوى ځاى نشي نيولى. چارواله ژبپوهنه دا د تجربي، متني او که په وجه کې لاس ولري، د وګړمنځي نقش يا بر چار له مخې مطالعه کوي، چې په تجربي کې ورته حاشيه يي زياتونې، متني بر چار کې ورته ارتباطي زياتونې او په متني هغه کې ورته شرايطي زياتونې وايي، چې نظري او وجهي دوه ډوله لري، چې لومړى د ويناوال/ليکوال نظر ښيي او دويم يې وجه.
دا اړيکمنې زياتونې زموږ په ولسي ژبه نشته، بلکې د نننۍ علمي او مدني اړتيا له امله د ليکنۍ او رسمي ژبې اجتهاد دى.
ماخذونه
رښتين، صديقالله. (۱۳۷۲). پښتو ګرامر، ژباړن: سيد محیالدین هاشمي. پېښور: يونيورسټي بُک ایجنسي.
زيار، مجاوراحمد. (۱۳۸۴). پښتو پښويه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
Halliday, Micheal Alexander Kirkwood. (2014). Halliday’s Introduction to Functional Grammar. (4th Ed.). (Editor: Christian Matthias Ingemar Martin Matthiessen), Oxon, United Kingdom: Routledge.
Tejey, Habibullah; Barbara Robson. 1996. A Reference Grammar of Pashto. Washington D. C: Center for Applied Linguistics.
Thompson, Geoff. (2014). Introducing Functional Grammar. (3rd Ed.), Oxon, United Kingdom: Routledge
سلام.
د بین المللي خصوصي حقوقو په برخه کې لیکنې خپروئ؟
غواړم چې په دې برخه کې له تاسې سره مرسته وکړم.
درنښت
سلامونه
لیکنه مو په دې ایمیل راواستوئ
[email protected]