پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د ملي ادبياتو په اړه يو څو خبرې | اجمل ښکلى

د ملي ادبياتو په اړه يو څو خبرې | اجمل ښکلى

د ملي ادبياتو  يو عام تعريف خو دا دى، چې ټول هغه ادبيات چې په يوه سياسي جغرافيه کې رامنځته کېږي، ملي ادبيات دي. د افغانستان په جغرافيه کې رامنځته شوي د دې هېواد د هرې ژبې ادبيات د دې تعريف له مخې ملي ادبيات دي.

خو که د ملي هويت موضوع لږه ژوره راواخلو؛ نو بيا ملي ادبيات هغه دي، چې که په هره ژبه وي، خو چې د هغې جغرافيې د ګډ فرهنګ او پېژندګلوي ښودانه وکړي.

په دې تله که د تېرو څو لسيزو خپل ادبيات وتلو، ښايي کم يې پوره وخېژي او د دې ګڼ سياسي لاملونه دي. يو لامل يې دا هم وي، چې نظامونو د ملي ادبياتو ايجاد ته جدي پاملرنه و نه کړه، بلکې کله خو يې لاسي دا بهير وځاپه او يو بل لامل يې ولسي دى. موږ چې قبايلي خلک يو، د ملت په کچ په تفکر او احساس کې اوس هم ستونزې لرو. لا د قبيلو او سيمو له تنګو چوکاټونو، نه يو راوتي؛ نو د ملي ادبياتو ايجاد سملاسي په افغاني ټولنه کې عجوبه غوندي ښکاري.

پر ملي ادبياتو تر خبرو مخکې به يوه بله خبره هم وکړم، چې ملي تفکر د قومي حقوقو او پېژندګلوي مخه نه نيسي، بلکې له قومي رنګه د ملي رنګونو په تنوع کې استفاده کېږي، مثلا د ملي ادبياتو د ايجاد لپاره دا اړينه نه ده، چې په يوه ژبه وي. که په هره ژبه وي؛ خو چې ملي روحيه ولري، ملي ادبيات ورته وايي.

خبره که د ملي روحيې شي، زموږ د تېرو څو لسيزو ادبيات که په پښتو دي، که په دري يا بله ژبه، څومره دا روحيه لري؟ څومره د قومي فرهنګ پر ځاى د ملي فرهنګ استازي کوي؟

يوازې داستاني ادبياتو ته به راشو: په ليکلو کيسو او ناولونو کې موضوعات، پيغام، کرکټرونه، د کيسي فرهنګي فضا څومره ملي ده. ما چې زياتره ناولونه لوستي، د هرې ژبې ناولونه يوازې د خپل قوم وګړيو ته مخاطب وي. د افغان پر ځاى پکې د پښتون او تاجک يا هزاره هويت جوت وي او نه يوازې جوت وي، بلکې پر تبعيض ولاړ وي. ښايي ډېر کم داسې ناولونه وي، چې کرکټرونه يې د ګڼو قومونو نمايندګي وکړي او لکه د واقعي افغانستان يې ترمنځ تعامل وي.

د کابل غوندې د ګډ ښار په موقعيتي او فرهنګي فضا کې ليکلي ناولونه هم يوازې قومي کرکټرونه او موضوعات رانغاړي. ما نه دي ليدلي چې د يوه هزاره او يوه پښتون پخه انډيوالي يا د يوه پښتون او تاجک خېښي دې د ناولونو موضوع ګرځېدلې وي، سره له دې چې عمل کې موږ داسې بېلګې لرو.

د ملي يووالې د له منځه تګ يو لامل دا دى، چې په ملي روحيه سمبال ادبيات نه لرو، چې د قومونو او سيمو ترمنځ مينه پيدا کړي.

که شاعرۍ ته راشو، په پښتو کې زياتره رومانتيکه شاعري عامه ده، ځکه رسک نه لري او که هېوادنۍ ده، هغه هم کلي او کليشه تشبيهاتو څرخي، چې د افغانستان د غرونو ستاينه ده. په دري کې چې زياتره ما لوستې، مثلا ساعت مخکې مې د واصف باختري يو شعر لوسته، ټوله د امو او هري پر سندرو څرخي. ښايي داسې کمه شاعري وي، چې هلمند او کونړ سيند يې هم رااخيستى وي، همداسې د هزاره شاعر شاعري تر باميان او مزار او د تاجک تر بدخشان او هرات پورې محدوده ده. د پښتو شاعرۍ حالت لږ غوندې مختلف دى؛ خو تشبيهات او استعارې يې کليشه دي، همغه له اسلافو ورپاتې کلمې اړوي رااړوي.

په څېړنيزو ادبياتو کې هم ورته خبره ده، دري ژبي خپل پوهان لري او موږ خپل، زموږ دروېش، غضنفر چا دري ته و نه ژباړه او د هغوى هغه چا پښتو ته. د ادبياتو په برخه له يو بله دومره ناخبره يو، چې له يو دوه نومونو هاخوا د يو بل شاعران او ليکوال نه پېژنو او نه په دې تېرو څو لسيزو کې د ګډو کارونو امکان راته برابر شوى دى.

د شاه د وختونو د بېلابېلو قومونو د ادباوو او پوهانو ترمنځ راشه درشه زموږ د زمانې په نسبت ډېره وه، هغوى يو بل لوستل او پر يو بل يې نقد هم ليکه او دوستي يې هم کوله. په هغه دوره کې په واقعي مانا د ملي فرهنګ د رامنځته کېدو امکان برابر شوى و.

استاد پوهاند عبدالقيوم قويم د خپلو ادبي ليکنو په ټولګه “مجموعۀ مقاله ها در زمينۀ نظريۀ ادبي و نقد ادبي” کې د دري شاعرۍ لپاره د محمود طرزي د کړيو کارونو په لړ کې کاږي، چې په لومړي ځل په افغانستان کې د ملي ادبياتو نومونه محمود طرزي وکاروله. د محمود طرزي افکار د افغانستان د ملي پېژندګلوي لپاره د بنسټونو کار ترسره کړ.

استاد قيوم قويم په خپل همدې کتاب کې د عروضو د علم په لړ کې په دري د استاد عبدالشکور رشاد پر هڅو هم يوه ګټوره مقاله ليکلې او په هغې کې يې د مياشرف او دولت لواڼي پښتو بېلګې رااخيستې. د پوهاند قويم دا کار زما په دې خوښ شو، چې دري ژبي لوستونکي ته يې دا امکان برابر کړى، چې د پښتو ادبيات ولولي. دا ډول بېلګې په دري کې ډېرې کمې دي. خداى دې استاد قويم ته اوږد عمر ورکړي، چي د ملي ادبياتو په غوړولو او له ګاونډي اغېزه په رابېلولو کې يې ونډه اخيستې؛ خو موږ او تاسو څومره دا هڅه کړې، چې د پښتنو شاعران او ليکوالو ترمنځ د پرتلې پر بنسټ د ملي ادبياتو د رامنځته کيدو هڅه وکړو، يو بل ولولو او د يو بل کمالونو ته ځير شو.

د ملي ادبياتو غوښتنه تر اوسه زموږ د ادب پوهانو او اديبانو در ته لاس په کچکول ولاړه ده. ملي ادبيات د ملي فرهنګ په رامنځته کېدو کې مهم نقش لري، لوستونکي هڅوي، چې د خپلې جغرافيې او د بېلابېلو قومونو له ژوند سره مينه پيدا کړي.

1 COMMENT

  1. مننه ښکلی صاحب، که لومړی د ملک په ګوټ ګوټ کی د مکتب دوری تر پایه پښتو او دری سمه زده سی. په دی سره به ځوانان په پښتو او دری ژبی کتابونه په اسانه لوستلای سی اوپه ګډه د ملی ادبیاتو په روشت کی ونډه واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب