Homeخبرونهپاکستان؛ په نومبر میاشت کې د پوځیانو په ګډون ۲۴۵ تنه وژل...

پاکستان؛ په نومبر میاشت کې د پوځیانو په ګډون ۲۴۵ تنه وژل شوي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۳مه) پاکستاني رسنۍ د یاد هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو د ادارې د راپور له مخې وایي، چې په نومبر میاشت کې په بېلابېلو پېښو کې له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې په وژل شویو کې ۶۸ پاکستاني امنیتي سرتېري هم شامل دي.

دا په پاکستان کې د روان کال په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یادېږي.

په راپور کې راغلي، چې خیبر پښتونخوا په یاده میاشت کې ډېر د پېښو شاهد پاتې شوی دی.

د وژل شویو شمېز کې ۵۰ عام وګړي، ۱۲۷ وسله وال او ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي.

پخوانی پوځي افسر بریګډییر محمود شاه بیا د حکومت کمزوري او د امنیتي ستونزو په اړه د جدي اقداماتو نشتون د دې پېښو د زیاتېدو لوی لامل یادوي.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید دې مسئلې ته په سمه توګه پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...