چهارشنبه, دسمبر 4, 2024
Homeخبرونهد جرمونو نړیواله محکمه ممکن د طالب مشرانو د نیولو حکم صادر...

د جرمونو نړیواله محکمه ممکن د طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړي

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳ مه) د جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د بې رحمانه چلند د دوسیې له سپارلو وروسته، د دې محکمې څارنوال کریم خان اعلان وکړ چې ډېر ژر به د طالب چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړي.

هغه وویل چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه پلټنې دوام لري.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د غړو هېوادونو درویشتمه ناسته پرون (سې شنبې) د هالند په هاګ ښار کې پیل شوه. دغه ناسته د دسمبر له ۲مې څخه تر ۷مې پورې پلان شوې ده.

کریم خان د دوشنبې په ورځ په دې ناسته کې په یوه اعلامیه کې وویل:
“زه تاییدولی شم چې د هغه عالي ټیم د پرله‌پسې هڅو په پایله کې چې په دې موضوع یې کار کاوه، موږ به ډېر ژر د افغانستان د وضعیت په اړه دوسیه کې د توقیف د حکم غوښتنه وکړو.”

هغه د دې حکم په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د دې حکم د صادرېدو په صورت کې به د طالبانو هغه چارواکي، چې د ښځو خلاف په فرمانونو او حکمونو کې دخیل دي، نور هغو هیوادونو ته سفر نه شي کولی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري.

تېره اوونۍ د چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ، او مکسیکو هېوادونو په ځانګړي ډول د افغان ښځو د حقونو د نقض موضوع نړیوالې جزايي محکمې ته وسپارله. د جرمونو نړیوالې محکمې هم تایید کړه چې دا دوسیه ورته رسېدلې ده.

یادې محکمې په دې وروستیو کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د میانمار د دیکتاتور د نیولو حکم صادر کړی دی.

اټکل کېږي چې دا محکمه د طالبانو د ځینو مشرانو د نیولو حکم هم صادر کړي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په “سیسټماټیک تاوتریخوالي” او “جنسیتي اپارتاید” کې ښکېل ګڼل شوي دي.

د چارو ځینې کتونکي د دې محکمې پرېکړه له دې کبله اغېزمنه نه ګڼي چې محکمه به ښايي یوازې د هغو طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړي چې د ښځو خلاف په بندیزونو او سرغړونو کې لاس لري. په دې برخه کې ټولې پرېکړې د طالبانو مشر او شاوخوا یې څو ملایان کوي چې هسي هم نه بهر ته ځي او نه هم ځانونه خلکو ته ښيي.

1 COMMENT

  1. د تاند ډڼدورچیانو! تاسي خو دغه بریښنایی ورځپاڼه هم چلوۍ ایا تاسي سي دغه خبرې خپوروۍ ستاسي ضمیر څنګه اجازه درکوي ؟ طالب دومره جنایتونه کړي لکه امریکایی غربي یرغلګرو سي په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې وکړل ؟ ایا طالب لکه سیهونیستي لعنتي فاشیستو یهودو سي شپیته زره ماشومان ښځي او عمرخوړلي او د غزې ځوانان تر خاورو لاندي کړل ؟☹️ تاسي خو په اشرارو پسې هیڅ نه ویل سي پاټکونه به یې جوړ نه یوازي چورچپاول بلکي لواطت به یې هم کول. لیږ مو خپل ضمیر ته سر ټيټ کړۍ له تاسي ضمیر وجدان دداسي خبرونو په خپرولو لرۍ !☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب