چهارشنبه, دسمبر 4, 2024
Homeخبرونهد نجونو د زده کړو د یوازینۍ دروازې بندېدا او غبرګونونه

د نجونو د زده کړو د یوازینۍ دروازې بندېدا او غبرګونونه

تاند (سې شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۳) په افغانستان کې د طبي او نیمه لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو د زده کړې بندیدو په اړه د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړې پراخ او توند کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ملي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو دغه عمل یو وحشتناک جنایت بللی دی.

دغه بنسټ ویلي: “طالبانو د هیواد ښځې او نجونې له کوم شرعي او شرعي اجازې پرته له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي.”

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې فوزیه کوفي هم دغه بندیز ته په اشارې سره د طالبانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې هم یو شمیر سرچینو سنیو ته تایید کړې وه چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د ټولو طبي او ثانوي زده کړو دروازې د نجونو پر مخ تړلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو دا پرېکړه سخت غندل شوې او په کور دننه افغان ځوانانو تر سخت محدودیت سره سره هم په خپلو پاڼو له افغان نجونو بښنې غوښتي.

 ټولنیز فعال عبدالله په خپله پاڼه لیکلي: ” خویندو ما وبښئ درته ملامته خجالته یم او یو، لاسونه او خولې مو تړلي څه نشو کولی”.

نوید بیا په خپله اېکس پاڼه لیکلي: ” ‏د افغانستان میرمنو سره د ظلم یو بله نه جبرایدونکي پریکړه! د عامې روغتیا وزارت ویلي: سر له سې شنبې طبي انسټېټیوټونه (قابلګي، د غاښونو پروتېز، نرسنګ او لابراتوار) ته د انجونو محصلیونو په شمولیت او روانو درسونو بندیز ولګید. اې د عدالت ربه”

په زیات شمېر افغان ځوانانو بیا دا پرېکړه په کنایوي ډول په اشعارو کې غندلې او د ناهیلۍ غږونه یې پورته کړي.
سباوون ساحل دا لنډۍ لیکلې:
د جهالت ابۍ دې مړه شي
چې نور بې علمه بچي نه راوړي مئينه

بل لور ته د طالبانو پخواني مشهور ترانه ویوونکي سراجي خپل ژور درد په یوه ترانه کې بیان کړی او ویلي یې دي:
څه به نور ووایمه
څه د ویلو نشته
د قلم نوکه وچه
رنګ د لیکلو نشته
….

1 COMMENT

  1. best reason is that;
    talibs want afghan must transfer all sick peoples to pakistan.
    pakistan have to make money by visa and get money from afghan sicks peoples.
    talibs want indirect afghan always be needey for pakistan..

    THIS IS DEEP ENEMY OF TALIBS LEADER TO KEEP AFGHANS UNEDUCATED
    THIS IS BRITISH FORMULE UNDER DIRECTION OF I S I FALLOW BY TALIBS LEADER.
    EDUCATION IS BRIGHTNESS OF LIGHT FOR ONE NATION
    ENGLICE&I S I WANT TO KEEP PUKHTOONS UNEDUCATED
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب