Homeخبرونهاسیاجام کې پر ۳ پرلپسې ماتو د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې سفر...

اسیاجام کې پر ۳ پرلپسې ماتو د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې سفر پای ته ورسېده

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ / قوس ۱۴مه) د آسیا جام کرکټ په درېیمه لوبه کې هم افغان نولس کلنې لوبډلې له نیپاله ماتې وخوړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه ګروپي لوبه کې د یوه ویکټ پر توپیر ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېشه ماتې خوړلې وې.

د نیپال پر وړاندې د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه.

افغان لوبغاړو په ۳۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له ۱۲۳ زیاتې منډې یې جوړې نکړې.

د لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې په ۴۱.۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۲۴ منډې جوړې او لوبه یې وګټله.

دا لوبه پرون سه شنبه ترسره شوه،چې په دې ماتې سره د افغان لوبډلې سفر په اسیاجام کې پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...