تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۳مه) د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د روغتیا په نړیوال کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره چین هېواد ته په سفر تللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو وزیر به په دې کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د روغتیايي بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره هم وګوري او د هېواد د روغتیايي سیسټم د معیاري کېدو او د نړیوالو همکاریو د پراختیا په اړه به بحث او خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي،چې دمګړۍ په افغانستان کې روغتیایي سیستم تر سختو نیوکو لاندې دی او خلک شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې د خلکو د غوښتنې سره سم خدمات نه وړاندې کيږي.
د نظر خاوندان بیا پاکستان ته د ناروغانو د تګ مسله هم په داخل کې کمزوری روغتیایي سیستم یادوي، چې له امله یې په داخل کې خلک د غوره خدماتو د نشتون له امله زړه نه ښه کوي دلته درملنه وکړي.
دوی وایي عامو خلکو ته د غوره روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو برخه کې د خبرو پر ځای عملي اقدام او لوی روغتیایي مرکزونه پکار دي چې خلک په ډاډه زړه ورشي او درملنه یې پکې وشي.