جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد شعر د مانا مساله | اجمل ښکلی

د شعر د مانا مساله | اجمل ښکلی

د حمزه صاحب يو شعر دی: 

د دنيا ښکلي ما پېژندلي

بس تشبيهات دي، استعارې دي

دا يو تصوفي شعر دی. شاعر وايي، د جهان ښکلي بس د حقيقي ښکلا لپاره تشبيهات او استعارې دي، حقيقي ښکلا بله ده. ښايي حمزه بابا د جهان د ښکلو د بي اهميته ښودو هڅه کوي؛ خو د دې پاراګراف په لومړۍ کرښه کې راغلې مانا ترې په کوم بنسټ اخلو؟ څو دلايل دي: 

۱- تصوفي او شعري روايت: په تصوفي شاعرۍ کې تر حمزه پخوا ډېرو شاعرانو د مجازي او حقيقي مينې خبره کړې. د خوشال دا شعر ډير مشهور دی: 

د ښکلو د جمال په ننداره کې ما خدای بياموند

لږ نه دي له مجازه حقيقت ته رسېدلي

تقريبا د هر تصوفي شاعر په شاعرۍ کې د مجازي او حقيقي عشق خبره شته او هر يو مجازي عشق حقيقي عشق ته د رسيدو پوړۍ ګنلې. تصوف د مينې مسلک دی. څوک چې له خدای سره مينه کوي، هغه د تصوف مقامونه وهلای شي او سکونت ته رسېدلای شي.

نو د حمزه صاحب پر شعر د مانا د پوهېدو يوه لار بين المتنيت (Intertextuality) ده. دا شعر د تېرو همدا ډول متونو د منځپانګې يو بازګشت دی او تېر دا ډول ټول متون د دې شعر مانا ته د رسيدو لپاره موږ ته يو چوکاټ راکوي؛ خو په دې توپير چې حمزه بابا په معاصره شعري ژبه ويلای او همدې دا شعر له پخواني روايت نه مختلف کړی. ټي ايس ايليټ يو وخت ويلي وو، چي د ټول ادبي روايت ترمنځ د تاريخي ادراک يو تار غزيدلی وي. موږ د دې تاريخي ادراک پر بنسټ د يوه شعر پر مانا پوهېږو. د شلمې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د فيمينزم له زاويې د متونو دې ډول وحدت ته بين المتنيت وويل شو، چې د يوه متن پر مانا په پوهېدو کې ټول دا ډول پخواني متون مرسته کوي. 

۲- د شاعر ژوندليک: حمزه بابا عملا صوفي و او پر تصوف ډېر آثار او شاعري لري او پر دې بنسټ ويلای شو، چې د دې شعر مانا تصوفي ده. 

۳- پخپله د همدې غزل چوکاټ. په دې بيت پسې يو بل بيت دی: 

ساقي دی، جام دی او ميخانه ده

مطلب يي يو دی، خبرې دري دي

په تصوفي ادب کې ساقي د خدای، جام او ميخانه د حقيقي مينې سېمبولونه دي. دا درېواړه که په ظاهره تناسب لري، ادبي مدلولونه يې هم سره متناسب دي او شاعر دا ويل غواړي، چې درې خبرې د يوې مانا لپاره ويل شوې. دا تصوفي شعر راسره د پاسني شعر پر مانا په پوهېدو کې مرسته کوي او آن اړ باسي مو چې له راروان بيته هم دا مانا واخلو: 

حمزه بدل شو، جهان بدل شو

خو هغه سترګې همغسي دي

که دا دوه بيته مو نه وای ليدلي او د حمزه بابا له تصوفي مخينې خبر نه وای، ډېر احتمال و، چې له دې بيت مو د تصوف په ژبه د مجازي ښکلا مانا اخيستې وای، ځکه چې د دې بيت قرينه ورته جوړه ده. دا راته وايي، چې د لوستونکي پر ذهن د پخوانو متونو او د يوه غزل د تېرو بيتونو منځپانګيز جبر مسلط وي او هغه يې نه پرېږدي، چې له بيته مختلفه مانا واخلي؛ خو په دې ليدلوري کې د لوستونکي حيثيت د يوه منفعل څيز دی، چې د شاعر مانا پرې ځان تحميلوي. 

د مانا په لړ کې د شاعر د محوريت پر پخواني تصور د اوسني نقد نيوکه دا ده، چې له لوستونکي ازادي اخلي او اجازه نه ورکوي، چې له متنه مختلفه؛ خو منطقي مانا واخلي. ښايي پخوانو ته دا خيانت ښکارېده، چې لوستونکی دې له يوه شعره د شاعر د نړۍ ليد له له ټاکلې مانا مختلفه مانا واخلي؛ خو موږ پوهېږو، چې له هغو شعرونه مختلفه مانا نه اخلو، چې د يوې تاريخې يا واقعي پېښې په اړه وي، لکه د خوشال تاريخي بوللې. په داسې مواردو کې راسره تاريخ او د شاعر ژوندليک د متن پر مانا په پوهېدو کې فوق العاده مرسته کوي؛ خو د خوشال غزلونه او څلوريزې بيا د خوشال واقعي شخصيت نفي کوي. 

نو چې خوشال نه وي، له غزلونو يې څنګه مانا اخلو؟ د فرهنګي قرينې، بين المتنيت او ادبي رغښت له مخې. مثلا: د ولسي ادب تعريف دا دی، چې پنځګر يې معلوم نه دی؛ خو بيا هم لوستونکي ته بې مانا نه دي او همدا خبره د ټول ادب په اړه سمه خېژي. فرهنګي قرينې، بين المتنيت او ادبي رغښت لوستونکي ته امکان پيدا کوي، چې له يوه بيته مختلفه مانا واخلي. مختلفه مانا دلته له يوه پلوه د شاعر له مانا د بېلې مانا، مانا هم لري، ځکه چې د شاعر موخنه مانا له شاعر سره په زړه کې تللې او له بله پلوه د بل لوستونکي له اخيستې مانا سره د اختلاف مانا هم لري. رغښتواله چې له متن نه ماتن نفي کوي او ځای يې نظام ته ورکوي، راته وايي، چې مانا د شاعر په انحصار کې نه ده، بلکې د متن او له دې لارې د لوستونکي په اختيار کې ده؛ نو که د شعر په قرينه کې امکان وي، لوستونکی ترې مختلفه مانا اخيستلای شي:  

د دنيا ښکلي ما پېژندلي

بس تشبيهات دي، استعارې دي

موږ فکر کوو، چې شاعر مين وي، دا مينتوب يې دومره احساساتي کړي، چې شعر ته مخه کړي او په شعر کې بيا هغه حسن ستايي، چې دی پرې مين دی. د شاعرۍ په اړه دا منلی روايت ښايي چورلټ ناسم نه وي؛ خو که مين د شعر له ژبي او اصول سره اشنا نه وي، ښه شعر به ګنې ووايي؟ په دې مانا شعر يوه تخنيک دی، د چا چې دا تخنيک زده وي، په نه مينتوب کې هم ممکن ښه شعر ووايي او د خپلې عاطفې لپاره يو ښه ظرف جوړ کړي. د عاطفې او د شعر دا اړيکه برعکس کېدای هم شي. يعنې شعر د عاطفي نه، بلکې عاطفه د شعر زيږنده وي. زه نه غواړم، چې د شعر د عاطفې يا عاطفه د شعر بچوړې وګڼم، ځکه بيا به ترې همغه د هګۍ او چرګې لاينحله مساله جوړه شي، چې اول چرګه پيدا شوې که هګۍ؟ خو په لومړي تصور کې چې شعر د عاطفې بچوړی ګڼل کېږي، د شاعر تسلط او په دويم کې چې عاطفه د شعر محصول ګڼل شوې، د لوستونکي تسلط وينو. ښايي ليدلي به مو يو شعر يو لوستونکی په وجد کې راولي؛ خو بل ورته حيران وي، چې په دې شعر کې خو هېڅ هم د عاطفي کېدو نشته، ځکه چې لوستونکي په خپلو کې او بيا له شاعر سره د څه نا څه مختلفو تجربو درلودونکي دي. 

پاسنی بيت ګنې راته د رغښتوالې همدا خبره نه کوي، چې ښکلي دې(لکه څرنګه چې زموږ دود دی) خوشحالېږي نه، چې شاعران مو ستايي. شاعر ته تشبيه او استعاره مهمه ده. شاعر د ښه شعر د ويلو لپاره په دې هڅه کې وي، چې يوه نوې تشبيه او استعاره پيدا کړي، چې د ده شاعرانه مقام ورسره لوړ شي. له دې زاويې نه د “شاعر” له مفهوم نه د ښکلو د جمال د ستايلو مانا نفي او د خودخواهۍ مانا ورزياته شوه؛ خو دا واقعيت دی، چې شاعر شهرت غواړي. 

لږ به يې روښانه کړو. شاعر وايي، چې د دنيا ښکلي ما پېژندلي. کله چې پښتانه وايي، چې ما ته پېژندلی يې؛ نو دا پېژندل د عامو خلکو تر پېژندلو مختلف وي او هغه دا چې د شاعر محبوبه دومره ښکلې وي، لکه عام خلک چې فکر کوي، بلکې ما پېژندلي چې د دوی اصلي څيرې شاعرانو په ښکلو تشبيهاتو او استعارو کې پټې کړې او سينګار(ميک اپ) يې ورته کړی. په بله وينا، دا واقعيت نه لري، چې يوه واقعي محبوبه دې داسې وي يا دې وي هم، ځکه چې د شاعر موخه د يوه ښه شعر پنځول دي او د ښه شعر لپاره د ښه تشبيهات او استعاري پکار دي. کله به مو سينګار کړې ناوې ليدلې وي، چې ترې خپل واقعيت مختلفه وي، شاعرۍ هم په يوه مانا يو ډول ميک اپ دی. 

د لوستونکي په توګه زما اخيستې مانا په غالب احتمال د شاعر له مانا مختلفه ده، ځکه چې زما په فکر د شاعر مانا د دې ليکنې په پيل کې راغلې تصوفي مانا ده؛ خو زما اخيستي مانا هم د شعر له احتمالي ماناوو مختلفه نه وه، ځکه چې د شعر قرينه يي راسره مني. له دې نه دا پايله اخلو، چې لوستونکی پر متن له قرينې پرته هر ډول مانا نشي تحميلولای، بلکې هر ډول تاويل او تفسير به پر قرينه بنا وي. د متن دا خصوصيت له يوه پلوه د مخکنۍ زمانې د تصور له مخې د يوې مانا تسلط ړنګوي او له بله پلوه متن له مانيزې انارشۍ ژغوري؛ خو ښېګڼه يې دا ده، چې مانيز ډيناميزم رامنځته کوي، يعنې له متن نه په پوسټ ماډرن مهال کې او د راتلونکې زمانې لوستونکی د خپلو اړتياوو او ذوق له مخې مختلفه مانا اخلي او همدا د ژاک درېدا د Deconstruction  د تيورۍ موخه ده.

د ژاک دريدا په اند، د متونو مانا تل متزلزله وي، ځکه چې يوه مانا د سوسور د مدلولونو د اختلاف له مخې نه، بلکې د دالونو د ارتباط له مخې بدلېږي. يو دال له بل دال سره د تړاو له مخې مانا لري؛ نو چې زمانه بدلېږي او لوستونکی بدلېږي، د يوه دال د مانا کولو لپاره بل دال بدلېږي او داسې نو د يوه دال مانا يا مدلول بدل شي. 

په مستقيمه ژبه کې دال يوه وضع شوي قراردادي مدلول ته اشاره يا ارجاع کوي؛ خو په ادبي ژبه کې چې کله چې اديب د ځايناستۍ په محور کې انتخاب کوي او د خواناستۍ په محور کې يې له يو بل سره خوا په خوا ږدي، ژبنی قراردادي قانون له منځه ځي او يو دال د يوه نوي مدلول لپاره کارېږي، ځکه خو په مستقيمه ژبه کې مدلول او په ادبي ژبه کې مدلول مهم دی؛ خو ورسره په ادبي متن کې د مختلفو ماناوو د راايستو امکان هم پيدا کېږي. 

د حمزه صاحب له پاسني شعر مو له قرينې سره سم دوه مختلفې ماناوې واخيستې. د دوو يا څو ماناوو اخيستو مانا دا ده، چې موږ د شاعر پر مانا يا پخپله پر شاعر سترګې پټې کړې او اهميت مومتن ته ورکړ. په شلمه پيړۍ کې کې رولان بارت هغه رغښتوال کره کتونکی و، چې د شاعر د مړينې اعلان يې وکړ او ويې ويل، چې اديب ادب نه ليکي، بلکې ادب پر اديب ځان ليکي. د دې مانا دا وه، چې متن پر ماتن لومړيتوب لري او يو شعر له شاعر پرته د خپلو قواعدو له مخې هم ماناوي درلودای شي؛ خو دا مختلفې ماناوې ترې مختلف لوستونکي راايستلای شي. له دې سره يوازې شاعر بې اهميته نشو، پر متن هم د لوستونکي اراده او خواهش مسلط شو، دومره ده، چې متن لوستونکي ته د نامنطقي مانا د اخيستو اجازه نه ورکوي.    

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب