پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

تږې ، تږې یم زمانه ، ‌ذات تر‌ذاته

دبارانه تربارانه ، ‌ذات ترذاته

دډبرو په قفس کي ستړې ، ستړې

ددیواله تراسمانه ، ذات ترذاته

په شپیلۍ کي روح زما داندامونو

سوزې ، سوزې له هجرانه ، ذات تر ذاته

لمر په غشو د رڼا یمه وژلې

تیارو وړې یم له ځانه ، ذات ترذاته 

درنجو په بند داوښکو نېز تړلې

دګریوانه ترګریوا نه ، ذات  ترذ ‌اته

دبنګړو سندره ټول منافقت د ی

ددیوانه تردیوانه ، ذات تر ذاته

په جبرې نکاح یې بند پر بند تړلي

رضا څه د ه مسلما نه ؟ ‌ذات تر ذ اته

دطلا ق په لعنتونو یې لړلې

دکاغذه تر بیا نه ، ذا ت ترذاته 

دطلا په سیکو یم پلورل شوی

 څه ارزانه یم ارزانه ، ذات  تر ذاته 

په څلور واړه مذهبه ګنهګاره

دداستانه ترداستانه ، ذات تر ذاته

دایره د آدمیت کي یم نتلي

دانسان تر نا انسانه ، ذات ترذ اته

۲۰۲۱/ ۹/ ۲۴

(سیاه بخته)

باران سندرې وایې،

 زړه مي وایې ،( دی) به راځی

هغه زمادرنګین خوب نرګس ریدی به راځی

ددالان حد په پلونو اخلم برنډي ته وزم

مخامخ ګورمه، دتاک لاسونه

 دباران څاڅکي په شنه غیږکي نیسي

په پاڼو، پاڼو شونډو ورته بسترغوړوي

باران سندرې وایې ؛

 زړه مي وایې، (دی) به راځي

هغه چنار، چنار سړی به را ځی

دنرمو څاڅکو ښکالو، کټ مټ هغه،  ښکالوده

چې داحساس ګامونه څپې ،څپې راوړي

دنګهتونو په لاس دلطف جوپې راوړي

باران سندرې وایې،

 زړه مې وایې ،( دی ) به راځی

چت ددیوال سره په ګډه نااشنا غوندي نغمه ږغوې

زما دزړه دکلا پوري ورونه،

پرله پسې ټکوې.

په ټول وجود کي داحساس نوی څپه ښکلوم

په پخلنځۍ کي دپخي ډوډۍ خوږوږم ناڅي

په برنډه کي دچوغکوشورته 

دوې توتکې په اتڼ سرشولې مستي ویښوې

رنګین کبان په ډنډ کې،

 لکه د غرب په اسطورو اوافسانوکې داوبوښاپیرۍ

دیواوبل ترغیږ جاروزي لامبې

 زه راستیږمه، بالښت، نالي، تلتک را اخلم

ددالان مینځ کي په وریښمینه غالۍ ور ته بسترجوړوم

بیا دیاقوتو، زمردو په رنګ
دلطا فت، اودخوبونو ډکه نرمه ،روجایې رااخلم.

باران سندرې وایې ،

 زړه مي وایې (دی ) به راځي

هغه شهوار، هغه غمی به راځي

زه مې کالي بدلوم

 او،په لاسونوکي، هلال، هلال وښي اچوم

رانجه دشپورااخلم

دغوږ لښتې د ثریا دڅاڅکو. 

خو؟ ددیوال شاته یوشور مې رنګین خوب غلاکوي

انګړ ته ګورم  تنهایې پکښې تنهاولاړه

باران دباد په ورز یوځای په هواتللي

په بیړه ،بیړه الماسې پړک دبریښنا تللي

زه ددالان په یوه کونج کي ستړي ، ستړي ناسته

تیرووختونواویادونو ته ځواب لټوم

زه دپیړیو ناکراره اروا

دبند اوزوړکتاب ، دڅیري پاڼي، سرلیک

نوردلوستلوسړی نه لرمه

 زمادځوانۍ وشین چمن ته به اوس ،

دلذتونو اواحساس دښاره ، دعشق اوبه نه راځي

زمادحسن ائېنو دوخت غبارنیولي

شونډې مې تږې ، دسراب په پولو

 غبرګي لیمې لکه تبجنې سپوږمۍ

په انتظار کي د چا دتندري تور نیولي

ډیره موده وشوه چې زه یې هیره کړی یمه

 زه یې لومړۍ یم (سیاه بخته) یمه

 هغه د (بلې) سره 

دابدي وصل سندرې وایې

۲۰۲۰/۱۱/۳

نوي ادا راوړمه، ان شاالله

شوراوغوغا راوړمه، ان شا الله

دشپووپښوته زولنې جوړوم

سحر په غلا راوړمه ، ان شا الله

په يبلو پښو دخدای ج ترکوره ځمه

پنډ ، پنډ رڼا راوړمه ا ن شا الله

قلم دګوټو جوړوم درځمه

کاغذ ته سا راوړمه ، ان شا الله

دکتاب  پاڼې په بڼو ګنډ مه

لفظ ته خندا راوړمه ، ان شا الله

تاسو هم دلته لږ دمه شي را ته

نجونو ؛ ښکلا راوړمه ، ان شا الله

۲۰۲۱ / ۹ / ۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب