جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهجلال اباد ښار کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد ښار کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(شنبه، د میزان ۳) نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند “سراج العمارت ” باغ ته نږدې د طالبانو پر يو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

‏د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچينې وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته د يوه سرتېري مړى او ” اووه ” ټپيان راوول شوي، چې په ټپيانو کې درې سرتېري، درې ملکي وګړي او يو د ښاروالۍ کارکوونکى شامل دي.

بل لورته د ښاروالۍ مسوولین هم مني چې د دوی یو کارمند چې د تنظیفاتو په برخه کې کار کاوه ټپي شوی دی.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوځل بیا په جلال اباد ښار کې بمي چاودنو زور اخیستی چې عام خلک یې سخت اندیښمن کړي.

خو طالب چارواکي بیا ډاډ ورکوي، چې ژر به حالت کنټرول او د دا ډول کړنو مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب