یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهم.م د افغانستان د جمهوري نظام استازي ته د وينا چانس ورکوي

م.م د افغانستان د جمهوري نظام استازي ته د وينا چانس ورکوي

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) ټاکل شوې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام استازې غلام محمد اسحاقزی د دوشنبې په ورځ د ياد شوي سازمان کلنۍ غونډې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند ويلي، چې د ښاغلي اسحاقزي نوم د دوشنبې ورځې د ويناوالو په ليست کې شامل شوی دی.

څه موده مخکې د طالبانو اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوم يوه استولي لیک کې غوښتنه کړې وه، چې سهيل شاهين دې په ملګرو ملتونو کې د دوی له لوري د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومني.

ملګرو ملتونو په ښکاره طالبانو ته په دې اړه د رد ځواب نه و ورکړی، خو یوه کمېټه يې ټاکلې وه څو په دې اړه پريکړه وکړي، چې طالبان يا بل کوم لوری په دغه نړيوال سازمان کې د افغانستان استازيتوب وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه نيويارک ته تللی او تر ډېره طالبانو ته په نړيواله لابۍ بوخت ښکاري، له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ دې تشه پريږدي.

شنونکو د نوموړي دا غوښتنه هم د افغانستان په چارو کې، هغه هم د ملګرو ملتونو په سازمان کې ښکاره لاسوهنه ګڼلې او هم يې د دې هڅه ياده کړې، چې په نړیوال سټيج کې افغانستان نوم ورکی او د نسبي استازيتوب حق يې خپل هېواد ته په برخه کړي.

1 COMMENT

  1. اوس نو بی موره او بی پلاره افغانستان هم د قریشی ملنډو ته پاتی شو چی د نړۍ په کچه ي نوم او نشان ورک کړی او هر څومره چی وغواړی ملنډی ورباندی ووهی
    افغانان باید خپل غږ راپورته کړی او پردی لاسونه لنډکړی او د قریشی په څیر داډول کرغیړنو او افغان دښمنه سیای مداریانو ته اجازه ور نه کړی چی د افغان په سرنوشت لوبی وکړی
    که څه هم دا زمینه ورته زمونږ ځنو ناپوه او جاهلو افغانانو برابره کړی خو په هیواد مین افغانان باید ددې ډول افغان دښمنه کړنو مخه په جدی ډول ونیسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب