Homeخبرونهمودي: په افغانستان کې د پاکستان رول به امريکا سره په ګډه...

مودي: په افغانستان کې د پاکستان رول به امريکا سره په ګډه څارو

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) هندي چارواکي وایي چې صدراعظم يې نريندر مودي د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر او نورو مشرانو سره په تازه لیدنو کې موافقه وکړه چې په افغانستان کې د پاکستان د رول ګډه څارنه به کوي.

د هندوستان په باور، اسلام اباد په افغانستان کې د ستونزو محرک دی.

 مودي پرون په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر بایډن سره وکتل او بیا یې د اسټراليا او جاپان د مشرانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د راپورونو له مخې، مودي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د افراطي عناصرو د پياوړتيا په اړه اندیښنه وښوده.

 د هند د بهرنیو چارو وزیر هارش ورډن شرینګلا وايي: دا احساس ښکاره و چې په نور دقت او مراقبت په افغانستان کې د پاکستان نقش وڅارو، همداراز د ترهرګرو د مسالې په اړه د پاکستان رول ته ځیر اوسو.

هندوستان پر طالبانو د پاکستان پراخ نفوذ او تسلط ته په کتو انديښمن دی، چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښونه پيدا شي.

مخکې د طالبانو یوه ویاند ویلي و، چې دوی په هندي کشمیر کې د مسلمانانو د مبارزې ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...