شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهامريکا پر افغانستان دوه بندیزونه بيرته واخيستل

امريکا پر افغانستان دوه بندیزونه بيرته واخيستل

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې زياتيدونکي بشري ناورين سره د خواخوږۍ په نیت یې پر افغانستان له لګول شویو بندیزونو څخه دوه بيرته واخيستل.

د دغې پريکړې له مخې، اوس نړيوال بشري سازمانونه کولای شي، چې د طالبانو تر واک لاندې جګړو ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسوي.

د متحدو ایالتونو خزانې وزارت ويلي: دا پریکړه د متحده ایالتونو حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو سازمانونو ته لار هواروي چې په افغانستان کې بشري مرستې وکړي او بشري مرستندویه هلو ځلو کې ونډه واخلي.

د دې ترڅنګ د زراعتي موادو، دارودرملو او طبي وسایلو ته هم اجازه ورکړل شوې، چې افغانستان ته صادر شي.

د دې بنديزونو د ليرې کولو باوجود به واشنګتن د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو پرضد چې بندیزونه یې پرې لګیدلي دي خپلو بندیزونو ته ادامه ورکوي.

د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل ونیوه، په افغانستان کې شديد اقتصادي بحران رامنځته شوی.

دغه بحران د ۹۷ سلنه فقر د رامنځته کولو پر لور روان دی او بشري سازمانونه يې د يوې خطرناکې فاجعې راتګ ته انديښمن کړي دي.

طالبانو د امريکا متحده ايالاتو تازه پريکړې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون يې خپل سلګونه پلویان په کابل کې يوه لاريون ته ويستي وو، څو امريکا پر افغانستان د لګولو بنديزونو ليرې کولو ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب