شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهيورو نيوز: د طالبانو واکمني له کومو جدي ننګونو سره مخ ده؟

يورو نيوز: د طالبانو واکمني له کومو جدي ننګونو سره مخ ده؟

تاند:( شنبه، د میزان درېیمه) د اروپايي ټولنې رسمي خپرنيز ارګان (يوړو نیوز) تر پورتني سرلیک لاندې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر وړاندې جدي ننګونې بحث کړي.

سرچينې ډ طالبانو تېرې واکمنۍ او دوه لسيزې خونړۍ جګړې په يادولو سره ويلي: طالبانو چې په دې پړاوونو کې افغانانو، په خاص ډول ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو سره کوم ناوړه او ظالمانه چلند کړی، هغه نه هیریدونکی دی او ګرانه به وي، چې ورته په پام سره افغانان پر طالبانو باور وکړي.

د يورو نيوز په باو، پر طالبانو د ملي باور او ورسره د ملي ملاتړ تشه د دوی واکمنۍ ته تر ټولو ستره ننګونه ده.

له دې وراخوا، شديد اقتصادي فقر او ناورین، د‌ مغزونو تېښته، نړيواله او ديپلوماتيکه انزوا او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په خاصه توګه د داعش ډلې بيا فعاليدل چې تر ټولو ډېر هدف یې هم طالبان دي، د يورو نيوز د تحليل له مخې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.

1 COMMENT

  1. د دې تر څنګ د تالبانو په وړاندی تر ټولو ستره ننګونه دا هم ده چی خپل تور جهالت يي په سپینو کا لیو او مقدسو سمبولونو کی رانغښتی دی او فکر کوی چی ولس به بی له ارزیابۍ پرته د مقدسو ارزښتونو په څیر ددوۍ سره ومنی.

    تالبانو د ډیری مودی را پدیخوا دا ببولاله هرچاته اوروله چی دوۍ په خپله تیره دوره کی ډیری تیروتنې کړی او بیا به يي نه تکراروی او دوۍ اوس بدل شوی.
    پداسی حال ی چی تراوسه ددوۍ په کړو وړو کی هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی او همغه تور جهالت ي یو وار بیا په ولس د خپلو کاذبو مقدسو اسلامی شعارونو او سمبولونونو تر شا په خلکو دټوپک او ډانګ په زور تحمیل کړی دی چی د اسلام د مقدس دین د ارزښتونو او اسلامي تګ لاری سره هیڅ تړاو نه لری.یو متل دی چی هغه خر او همغه يي کته.
    د مثال په ډول د تالب په لاس پرته له محکمې او د جرم د ثابتولو د خلکو د وژلو داسی شواهد په رسنیو کی وخت په وخت وړاندی کیږی چی ددوۍ د وحشت او اسلام دشمنۍ ښکاره بیلګی دی. همدغه راز د خلکو وهل زورول او ټکول ددوۍ لپاره د اسلام له نظره هیڅ ډول مشکلات نه لری بلکه داسی بریښی چی د تالبانو په تش په نامه شریعت کی دا کارونه حلال او جایز دی. داسی نور بی شماره مثالونه شته چی ددوۍ د رښتینې کرغیړنې څیری چی د جهالت او ناپوهۍ پرته بل څه ندی بربنډوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی